Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, September 15, 2011

دامريكايي جنرال او لوګري ماشوم كيسه

دامريكايي جنرال او لوګري ماشوم كيسه 

امید صیب ........

استاذ عبدالله ( مستعار نوم ) زمونږ ګاونډي دى ، هغه دلوګر په مركز د پل علم دښار په يوه ليسه كې استاد دى ، هغه راته خپله دسترګو ليدلې كيسه داسې پيل كړه : دلته هر وخت په لوګر كې ميشت دامريكايى پوځ قومندانان افغاني مكاتبو ته راځي، دمكتبونو له استاذانو اوشاګردانو سره خبرې كوي . او كله نا كله ماشومانو ته ژاولې چاكليټ، بسكټ او ځينې دلوبو سامانونه هم وركوي، په همدې لړ كې هغه بله ورځ يو امريكايى جنرال له څو نورو پوځي قومندانانو او پوځيانو سره د پل علم ليسې ته هم راغلل ، د ليسې له مدير او استاذانو سره يې وليدل ، ځينې صنفونو ته يې هم سر ورښكاره كړ ، او بيا يې وغوښتل چې د ليسې مربوط د ابتدايې څانګې ته ورشي ، مدير زه ور سره وليږلم ، په ابتدايه كې امريكايى جنرال، ورسره قومندانان ، او څو نور كسان ټول دوهم صنفل ته ورداخل شول ، امريكايې پوځيانو پر ماشومانو چاكليټ او بسكټ وويشل، دترجمان په وسيله يې له هغوئ سره خبرې وكړې، او بيا امريكايې جنرال په صنف يوترټولو وړوكي شاګرد ته ورغى، څه نور چاكليټ او يو اندازه روپۍ يې وركړې، او بيا يې ترجمان ته وويل چې ته لدې ماشوم څخه پوښتنه وكړه چې : ( ستاسو دښمنان څوك دي؟ ) ترجمان ماشوم ته دهغه په ژبه وويل جنرال صيب وايې چې ستاسې دښمنان څوك دي؟ ماشوم چې پوښتنه واوريده پورته شو، او دلنډې شيبې لپاره همداسې په فكر كې چوپ ورديد، ترجمان هڅه وكړه چې پوښتنه ورته تكرار كړي، اوماشوم په خبرو راولي ، خو امريكايي جنرال ترجمان ته وويل : پرې يې ږده ! هغه په خبره پوه شوى دى ، او په ځواب يې فكر كوي .
استاذ عبدالله وايې چې زه ، امريكايې جنرال ، او راغلي ټول خلك د ماشوم د ځواب په انتظار وو چې څه به وايې ؟! ما فكر كاوه چې ماشوم به تر رعب لاندې راغلى وي ، او داسې ځواب به ووايې چې محض ځان ورباندې خلاص كړي . تر ښه فكر كولو وروسته جنرال په ډيرې مهربانۍ بيا پوښتنه ترې وكړه چې : ستاسو دښمنان څوك دي؟ داځل دې اوه يا اته كلن ماشوم ښه په زغرده امريكايې جنرال ته ځواب وركړ چې : ( زمونږ دښمنان امريكايان او كافران دي ) . د ځواب په اوريدلو زه هم حيران شوم ، ترجمان هم ډير حيران شو، او د حيرانتيا اواضطراب په حالت كې يې امريكايې جنرال او ورسره وفد ته وويل : ( ماشوم وايې چې زمونږ دښمنان امريكايان او كافران دي ) .
دځواب په اوريدلو امريكايې جنرال آه كړ ، سوړ اسويلى يې وكړ، سر يې د ( نه كيږي ) په ډول وخوځاوه، او ويې ويل : دا ملت په هيڅ صورت مونږ نه مني . او دهمدې خبرې په كولو ټول امريكايې وفد پرته له خداى پامانۍ له صنفه ووت ، عبدالله استاذ وايې دي پيښې زه هم حيران كړم ، او امريكايان يې هم حيران كړل ، خوزمونږ دواړو دحيرانۍ تر منځ فرق ؤ، زه ددې اته كلن ماشوم زړورتيا ، ريښتنولۍ، او دهغه دځواب فطريت ته حيران وم، خو امريكايان بيا دې ته حيران ول چې يوافغان ماشوم سره لدې چې امريكايانو چاكليټ او پيسې هم وركړې، دتصنعي مهربانۍ اظهار يې هم ورباندې وكړ، خو هغه بيا هم امريكايان او كافران خپل دښمنان بوبلل . دعبدالله استاذ دې كيسې ماته هغه بله دګرديزۍ مور كيسه راياده كړه چې زما يوه همنصفي راته څه موده مخكې داسې كړې وه :



No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User