Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, September 15, 2011

مور مې وايې مونږ كافرانو ته بيلچه نه وركوو

مور مې وايې مونږ كافرانو ته بيلچه نه وركوو

امید صیب ........

انجنير راشد زما دابتدايې د مرحلې همصنفى وو،
مونږ دواړه شپږ كاله د كابل دچارقلعه په ابتدايه كې يو ځاى درس ويلى، 
هغه اوس انجنير دى، 
او دپكتيا په مركز دګرديز په ښار كې په يوه نادولتي موسسه كې كار كوي . 
هغه بله جمعه چې كورته راغلى وو عجيبه كيسه يې راته وكړه . 
انجنير راشد راته وويل : 
ياره دا دي افغانستان خلك لا څومره له كفارو كركه كوي ؟!
د ومره كركه ترې كوي چې اوس دهغوئ په مؤسساتو كې كار كوونكي مسلمانان هم ورته ( كفار ) ښكاري.
ما ورته وويل : 
انجنير صاحب خيريت خو به وي ؟
بيا دې څه اوريدلي؟
هغه په خندا شو او ويې ويل :

هغه بله ورځ مو دګرديز د ښار په يوه كوڅه كې دمؤسسې د دفتر لپاره يو كور په كرايه ونيو،
ښه كور وو، 
خو هغه ته ورغلې لار كنده كپره وه چې د بارانونو اوبه او خټې به هم تر ډيره وخته وركې دريدلې، 
دمؤسسې رئيس څوموټر خاوره اوشګه راوغوښتله چې لار پرې جوړه كړي،
كله چې شګه راورسيده نو دهغې د اوارولو لپاره ددفتر ټول خلك راووتو،
هلته په كوڅه كې ديوه كور مخې ته يو شپږ ، 
اوه كلن هلك ولاړ وو، ما هغه ته وويل بچيه لاړ شه!
له كوره دې يوه بيلچه راوړه !
چې شګه ورباندې اواره كړو. 

هلك كورته ننوت او لږه شيبه وروسته بيرته خالي لاسونه راووت ،
 ما ورته وويل بيلچه دې ولې رانه وړه ؟

هغه په ډيره معصومانه لهجه راته وويل :

( مور مې وايي چې مونږ كافرانو ته بيلچه نه وركوو)

دځواب په اوريدلو هك حيران شوم ،
نه پوهيدم چې څه ووايم . ما خو مخكې داسې فكر كاوه چې دكوڅې خلك به زمونږ په راتګ خوشحاله شوي وي ، او دا چې لاره يې ورته جوړوو نو بايد زمونږ مننه هم وكړي ، خو دا چې په مونږ پورې دمؤسسې نوم وو، او مؤسسې خو نن ورځ په خارجيانو او امريكايانو پورې تړلي دي ،
نو ګرديزۍ مور له همدې امله مونږ هم كافران بللو،
او د بيچلې مرسته يې هم نه راسره كوله .
انجنير راشدوايي :
د ګرديزۍ مور ځواب زما پام ديوه ستر حقيقت په لور ورواړاوه ،
او هغه دا چې ددې ولس پاك ، فطري، او هغه خلك چې تر اوسه لا د غرب له افكارو او نظرياتو څخه ندي متاثر شوي په هيڅ صورت په خپله خاوره كې د غربيانو منلواو زغملو ته تيار ندي ،
كه څه هم چې غربيان يې لارې او سركونه هم ورجوړ كړي .

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User