Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, August 30, 2011

ټول مسلمانان دلمانځه پابند څنګه جوړيداى شي ؟

ټول مسلمانان  دلمانځه پابند څنګه جوړيداى شي ؟


پوښتنه (۱) ټول مسلمانان دلمانځه څنګه پابند كيدلاى شي ؟
ځواب :الله تعالى فرمايلي دي (وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلاَّ عَلَى الْخَاشِعِينَ 45 الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلاَقُو رَبِّهِمْ وَأَنَّهُمْ إِلَيْهِ رَاجِعُونَ (1) ژباړه:اوبيشكه لمونځ سخت دى مګر په هغوخلكونه دى چې عاجزي كوونكې  دي ،څوك چې يقين لري چې دوى له الله Y سره مخ كيدونكي  اودوى هغه لوري ته ستنيدونكي دي . 
نومعلومه شوه چې ترټولو لومړى دالله Y اودقيامت ويره اوحالات ،اودالله Y په درباركې د وړاندي كيدلوفكراوخيال په زړونوكې پيداكړي اوپه دي فكرهم وكړي اوبيادي هغه زيرى اوثواب چې دلمونځ كوونكولپاره وركول كيږي وګوري اوغوږ دي ورته كيږدي دلمانځه فضائل دي سترګوته وړاندې كړي نوپه دې ډول هيله ده چې دلمونځ كولو مينه ورسره پيداشي اوكله چې په دې باندې فكر وكړي چې ( احب الاعمال الى الله ادومها (2))يعني زيات خوښ عمل دالله Y په وړاندي هغه دي  په كوم چې ټينګار اوهميشه والى وشي اوهمدا رازپه دا ډول احاديثوكې  فكر وكړي ( قال رسول الله r : ارايتم لو ان نهرا بباب احدكم يغتسل فيه كل يوم خمساهل يبقى من درنه شئ؟ قالوا لايبقى من درنه  قال فذالك مثل الصلوات الخمس يمحوا الله بهن الخطايا. رواه البخارى ومسلم  (3) 
 ددي حاصل دادى چې رسول اكرم r د صحابه كراموt څخه پوښتنه وكړه چې كه له ستاسې څخه ديو چا ددروازي په مخ كې يوه وياله  وي اوپه هغه كې په شپه اوورځ كې پنځه وخته ولامبى نوآيا دهغه په بدن به څه خيرى پاتې شي ؟ صحابه وو وويل :چې نه هيڅ خيري به پاتې نشي ،پيغمبر r وفرمايل چې همدا مثال دپنځه وخته لمونځونو دى چې ددى په سبب انسان له ګناهونو څخه پا كيږي ،نوهغه كس به ښه لمونځ كوونكى شي اوهر وخت به دلمانځه دمسئلو په تحقيق اولټون كې وي ،بيانو ضروري ده چې دلمانځه دفضيلت اواوچتي درجي  په اړه چې كوم حديثونه راغلي دي هغه دمشكوة شريف په كتاب الصلوة كې وګوري اويا يي دكوم بل چا څخه واوري اوكه چيرې دا سړى په عربي ژبه نه پوهيږي نو مظاهرحق دمشكوة شريف شرحه دي وګوري .
هدف دادى چې دټولومسلمانانوڅخه هيله كيږي چې له پورتنۍ طريقي څخه ګټه واخلي ترڅودلمونځ كولوشوق اومينه ورسره پيداشي اوكوم خلك چې نه پوهيږي هغوى دې پوهه خلك په دي پوه كړي دزيري وركولو اوويرولو آيتونه اوحديثونه دې ورته بيان كړي دغه راز لازمي ده چې ( وذكرفان الذكرى تنفع المؤمنين (1) په حكم به هغوى ته دانصحيتونه ګټوروي نه يواځې دلمانځه په اداء كولوبلكې په ټولوديني احكاموكې به ورته ګټه ورسوي .


(1)  البقرة ركوع ۱۲۳ . ظفير
(2)  مشكوة  باب القصد فى العمل ،الفصل الاول  ص ۱۱۰ . ظفير
(3)  مشكوة  كتاب الصلوة  ص ۵۷  . ظفير
(1)  الذاريات  ركوع  ۲ . ظفير


No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User