Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, August 31, 2011

سحر٫ څه ته وائي

سحر٫ څه ته وائي 


دسحر لفظ په لغت كښي اصل معني دمخفي امر اوپټ څيز ده او په اصطلاح كښي داسي حيرانونكو او نا اشنا امورو ته وائي چي دهغه په جودكښي دراتللو اسباب ٫ وجوهات ٫ پټ وي امام رازي په خپل تفسير ٫ تفسير كبير ٫ كښي ليكلي دي ٫
دسحر دلفظ معني په شريعت كښي دداسي امورو دپاره مخصوص ده چي دهغه سبب او وجه پټه وي اوچي هغه داصل حقيقت نه خلاف په خيال كښي راشي
٫٫٫
دسحر حقيقت
٫٫
داهل سنت ولجماعت دټولو عالمانو پر دې خبره باندې اتفاق دئ چي سحر يو حقيقت دئ او مضر يعني ضرر لرونكي اثرات لري الله تعالي په خپل كامل قدرت اومصلحت سره داسي مضر اثرات كېښودلي دي لكه څرنګه چي ئي په دواګانو كښي او زهرو كښي ايښي دي په هر حال سحر يو حقيقت ډئ او اثرات ئي هم په تيزئ سره اثر كوي ليكن ددې دا مطلب هيڅ كله نه دئ چي سحر دې بذات خود دقدرت الهي نه بې نيازه وي او مؤثر بالذات دي وي٫ كچيري داسي څوك ګڼي يا داسي فكر كوي نو داسي ګڼل او ياداسي فكر كول كفر دئ
٫٫٫٫٫٫٫٫٫
سحر څه دے
٫٫
دالله جل جلاله واسطه پرېښودل او دپټو اسبابو په ذريعه نا اشنا امورو باندې دقدرت حاصلولو نوم سحر دئ په دنيا كښي دسحر ډيري طريقي دي چي دهغو په ذريعه دعادت خلاف امور ظاهريږي او داسي امور يو خو دروحانيت سره تعلق لرونكي دي مثلا جنات او شياطين يا هغه ارواح چي له وجودونو څخه جدا شوي وي هغه مسخر كړي اوپه مختليفو امورو كښي ئي كاروي ياجسمانه تاثيرات دي چي پخپل يو خاص ترتيب يا دمختليفو حالتونو په اجتماع يا دنوعيه صورت دخواصو په بناء باندې ظاهريږي په هرحال دسحر ډير زيات قسمونه دي ليكن په عامه توګه په دنيا كښي دوه قسمه طريقي دي٫ ۱ كلداني٫ او ٫ ۲ بابل ٫
٫٫٫٫
دمعجزې او سحر ترمينځ فرق
٫٫٫
دسحر او معجزې تر مينځ دافرق دئ چي معجزه نېغ په نېغه صرف دالله تعالي فعل دئ چي بغير له څه اسبابو په ظهور كښي راځي ا و ددې څه اصول او طريقه يا وخت نهوي او نه دڅه فن په شان ويل كيداي ياښودل كيداي شي چي نبي دې هر وخت ددې دښودلو صلاحيت لري سيوا ددې نه سيوا ددې نه چي ديو نبي دصداقت دپاره وجود مومي او چي نبي ئي كله مخاليفينو ته دصداقت په توګه وړاندې كول غواړي نو ړومبئ دالله تعالي په لوري رجوع ٫ دعا وغيره كوي٫ نو هله دالله تعالي له لوري نبي ته دمعجزې ښودلو طاقت ورعطاء كيږي او ددې په مقابل كښي سحر او جادو يومستقل فن دئ او دافن په باقاعده توګه ښودل كيږي او لوستل كيږي او ددې سحر دفن ماران په دغه مقرره اصولو او قوانينو څه وخت هم او هرځاي كولاي شي او دافن يو انسان بل انسان ته ښو دلاي هم شي٫ حالانكه ددې اسباب ٫ وجوهات هم پټ وي خو ددې سحر دفن ماهران ددې څخه واقف وي
٫٫٫٫٫٫٫٫
سحر دشريعت له نظره
٫٫٫
داسلام فقهاوو دسحر په اړوند ليكلي دي چي په كومو اموروكښي دشياطينو څخه دارواح خبيثه څخه امداد وغوښتل شي او هغوي حاجت روا وګڼل شي او دمنترونو په ذريعه هغوي مسخر كړي او كار ترې واخلي او دادشرك برابر دئ ٫٫٫٫٫
ځكه چي پيغمبر صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چي دخرابو خبروڅخه ځان وساتئ
يعني له شرك او جادوڅخه٫٫٫
په فتح الباري نومي كتاب كښي علامه عقلاني فرمايي چي علامه نووي رح فرمايي چي سحر حرام دئ او په اتفاق رايې سره په كبائرو كښې دئ او محمدصلي الله عليه وسلم په اوو مهلكو يعني بربادونكو څيزونو كښي شميرل كيږي او دسحر يا په بله معني دجادو ځيني صورتونه كفر دئ اوځيني نور ئي كفر نه خو په سخته ګناه كښي راځي نو كچيري دسحر ٫ جادو٫ كوم منتر يا مل دكفر مقتض وي نو هغه كفر دئ٫٫٫
خو دسحر ٫ جادو لوستل او زده كول قطعا حرا م دئ
٫٫٫٫٫٫٫٫٫
په پښتنه مينه
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
 

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User