Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, August 29, 2011

د اختر پر ورځ ځينې کارونه چې سپارښتنه يې شوې ده او سنت يا واجب دي په لاندې ډول دي


د اختر پر ورځ ځينې کارونه چې سپارښتنه يې شوې ده او سنت يا واجب دي په لاندې ډول دي:
1.د اختر لمانځه ته له وتلو وروسته تر عيدګاه او بيا د خطبې تر پیله تکبير (الله اکبر) ويل سنت دي. تکبير ويل په ټولو، نر او ښځه،‌ بوډا او ځوان په ټولو سنت ده.‌
2.د صدقة الفطر (سرسايې) ورکول چې بايد د اختر د لمانځه له ادا کېدو مخکې وشي. غوره لا داده چې تر اختر مخکې ادا کړل شي تر څو بې وزلي او فقير خلک هم له اختره خوند واخلي.
3.تر ټولو غوره،‌ پاکې او نوې جامې بايد واغوستل شي – هغه چې تر ټولو ښې ښکارېږي او سړی پکې دروند هم ښکاري.
4.عيدګاه ته بايد وختي ولاړ شو چې وختي تګ زيات ثواب لري.
5.تر ټولو مهمه يې دا چې هر چاته د ښه او خوشاله اختر هيله وکړو او نورو ته اختر مبارکي ووايو،  يو بل ته لاس ورکړو يا غېږ ورکړو چې د وروګلوۍ رښتينې مظاهر وښيو. د اختر مبارکۍ ماثوره دعا دا ده: تقبل الله منا و منکم (الله دې له موږ او تاسې ټولو نه عبادتونه قبول کړي)
6.د خپلو خپلوانو،‌ کليوالو او ګاونډیانو کورو ته ورتګ هم د اختر يو غوره سنت دي.‌ يو بل ته تحفې ورکول د ورورۍ په فضا باندې نور خلوص هم ورزياتوي.‌ پیغمبر (ص) ويلي: د مينې د ډېرېدو پّه خاطر يو بل ته تحفې ورکړئ.
7.په ياد ولرئ چې د اختر واقعي روحيه له بې وزلو او خوارانو سره په پوره سخاوت کې باید منعکسه شي. نو،‌ څومره چې زيات کېدای شي بايد په صدقه کې مو لاس ازاد وي.
8.زيات استغفار او له الله څخه د مغفرت غوښتنه بايد وکړو. الله ته بايد دعا وکړو چې روژې،‌ لمونځونه او صدقې مو قبولې کړي.‌ همدا ډول د ټول اسلامي امت د پرمختګ او له جنګونو څخه د خلاصېدو دعا بايد وکړو.

سرچينه: شيخ احمد کيوټي، اسلام انلاين.نټ :اصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User