په خپل وطن کی اوسیدل اختر دی
د هډاوال ويب له طرفه سلامونه !!
ګرانو خویندو او ورونو اختر مو مبارک شه !
د ژوند به اوږدو کی ډیر د خوشالی ډک اخترونه ولری
اخ
ت
ر
دې مبـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــارک شه
عید سعید فطر را برای تمامی مسلمانان جهان و به خصوص مردم افغانستان تبریک عرض میدارم
تعلن السعودية وقطر أن يوم غد الثلاثاء أول أيام عيد الفطر المبارك وكل عام وأنتم بخير
تازه خبر سعودي عرب صباء ورز أ ختر اعلان كرو تولوته دي مبارك وي
و نسال الله عز و جل ان يتقبل منا رمضان
و ان يبلغنا صيام رمضان القادم
اختر
خان محمد دردمند
په خپل وطن کی اوسیدل اختر دی
د اشنا خوا کی ګرزیدل اختر دی
چی په خمارو سترګو ګوری ورته
په هغو سترګو کی کتل اختر دی
چی کونډی، رنډی، یتیمان ژړوی
داسی ظالم ته بد ویل اختر دی
چی د یتیم اوښکی یی وچی کړلی
دی ترحم ته تمیدل اختر دی
چی د قومونو جوړ جاړی یی وکړ
په دی سپین ګیری دریدل اختر دی
چی تور ته توراو سپین ته سپین ووایی
داسی منصف ته ښه ویل اختر دی
چی په افغان او افغانیت وی ولاړ
داسی افغان ته ورور ویل اختر دی
چی په ملت او خلکو کړی اتکاء
داسی لیډر نه ځاریدل اختر دی
چی خپل هیواد یی کړلوخرڅ په پردو
داسی رهبر نه خلاصیدل اختر دی
په دغه ورځ کی بد بښل اختر دی
زړونه کینو نه خلاصول اختر دی
دردمنده بس ده نوره یی مه اوږدوه
د افغانانو یو کیدل اختر دی
اختر اختر دی که مونږ پوه شوو سره
یو بل په غیږ کی ټینګ نیول اختر دی
:::::::::::::::::::::::::::::
زمونږ په مخ د بیوسی اوښکی لا وچی ندی... اختره هغه چاته ورشه چی غم نه لری
:::::::::::::::::::
Da rahat shami balegi akhtar raghi
khafa zrona khoshalegi akhtar raghai
sok ba nast da cha pa tama da ratlo v
dere stargi ba rapegi akhtar raghi
sok da umr juda shawi ba yaw zai shi
sok yaw bal na rukhsategi akhtar raghi
::::::::::::::::::::::::::
د ژوند په هره لاره هر سفر دي مبارک شه
په مينه درته وايم چي اختر دي مبارک شه
:::::::::::::::::::::::::::
دځوانۍ په جوش ورغلي
خاندي خاندي چی اختر دې
چا د غمه سترګې سرې کړې
په پردي وطن کی سر دې
چا نکریزې خیشتې کړي
لګوي ئی پر لاسونو
چا لاسونه لپه کړي
د ځوانانو پر قبرونو
د یتیمې پیوندي جامې په تن دي
نه ئی غږ د ځار قربان شته
خړه پړه د ولاړه
نه ئی مور نه ئی پلارجان شته
دلته ویر او ماتم جوړ دې
یوې بورې مورکۍ لاس مخ ته نیولې
څه به ستا په خواږو پوې شي
ای، اختره ته بی وخته ئی راغلې
چا رباب غیږه کی یخې
څوګ په تمه د یو ترنګ دي
څوګ دي تږي د سرو وینو
د یو بل سره په جنګ دي
چا کړې خپلې څڼې غوړې
ارماني د جنتونو
د خواښیو دا شپې ورځې
تیروي په تورو غرونو
که د یو بل کوو کرکه
که مو دا د جهل ژوند وي
هسې مه راځه اختره
څه به ته څه به دې خوند وي
یاسین شفق
:::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
راځه راځه اختر دى
مينه کوه اختر دى
په ما او تا جانانه
هره شېبه اختر دى
وېل د سعودي شېخانو
وخورئ روژه اختر دى
يوه خولګۍ غواړمه
پرېږده بانه اختر دى
ساحله اور وانه خلې
لمبه لمبه اختر دى
::::::::::::::::::::::::::::::
وي به اختر دغه منم خو دا ختر خوشحالي
وبه کړي څنګه یو غریب مزدور نهر خوشحالي
زه د غریبې پښتنې خاورې غریب بچی یم
وخت خو تروړلی ده له مانه سراسر خوشحالي
...
زما په مرګ ددې وطن واکداران فخر کوي
لکه کوي په خپله فتحه او لښکر خوشحالي
اختره ځه چرته محل منارې کې سر ښکاره کړه
مونږ سره کور کې خوشحالي شته نه بهر خوشحالي
لږ د اټک نه ښکته ورشه چې په قدر پوه شې
شته په پنجاب کې کور په کور او ور په ور خوشحالي
سرداره مونږ به د اختر خوشحالي هله کوو
چې شي خوره په پښتونخوا کې در په در خوشحالي
اختر مو مبارک شه
هره ورځ مو اختر او اختر مو بختور
:::::::::::::::::::::::::::::
دا اختر مو بختور شه
هریو غم مو په دشمن شه
خوشحالی مو یو په زر شه
هره ورز مو د اختر شه
خپل وطن مو تل ودان شه
دا اختر مو په خپل کور شه
دا اختر مو مبارک شه
دا اختر مو مبارک شه
دا اخترمو مبارک شه
الله ج د زموژ اوستاسو روژی لمنزونه او عبادتونه قبول کری
او ستاسو تولو اختر دمبارک شی
الله ج د دا اختر زموژ او ستاسو د وطن د آبادی، آرامی، غیر محتاجی ، استقلال، اوسرلوری په تول جهان وگرزوی
البرامج التالية لتصفح أفضل
This Programs for better View
که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی
زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ
hadawal.org@gmail.com
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.