په روژه کی ددرواغجنی لوږی ځان وساته
ژباړه: رضوان الله حسن خیل
سرچينه: آن اسلام وېب پاڼه
یو څو ساعته وروسته به دسترخوان ته د اوږدې روژي د ماتولو په خاطر کینی، مختلف قسمه خوراکونه به ددسترخوان پر مخ موجود وي، او د دسترخوان یوی څنډي ته به شربت هم ایښې وی او ته به د اذان انتظار کوي چی کله وشی او شروع پری وکړم تر څو می تنده ماته شي … لیکن خیال کوه!! معده به فرېب درکوي، چې د لوږې په بهانه د دسترخوان ټول شيان بس په يو دم وخوره! درواغجنه لوږه ده.
معده به دې خامخا فرېب در کوي چې ښه ډیر خوراک وکړه خو دا دمعدې حقیقي احساس نه دی . نو خالی معده چې ټوله ورځ روژه وه ارام ته ضرورت لري تر څو په کراره خوراک وکړي او څه بد اثر پری ونه کړي نو له دی کبله لاندې نصیحتونو باندي عمل وکړه نو روژه به د ښه صحت او عافیت سره ترسره کړې :-
- روژه ماتی په خرما، شودو او یا په کوچو سره وکړه تر څو ستا جسم ته زر اړین طاقت او انرجې ورکړي او بیا دماښام لمونځ لپاره ولاړ شه.
- د لمونځ نه وروسته لږ ښوروا د نورو شیانو سره وخوره ، او ددی خیال هم کوه چې په کراره خوراک وکړي او ښه یې میده کړی .
- د ماخوستن لمونځ نه وروسته د ډوډۍ په پوره خوراک چی په پروټینو او سبزیانو شامله وي پیل وکړه خو دزیاتوالې او افراط نه ځان وساته .
- دا کوشش وکړه چې په اونۍ کې دوه ورځې د خوږو شیانو د خوراک لپاره مقرر کړه دا ځکه چې د اپه پروټینو او قندونو غني وي کیدای شي ستا صحت ته نقصان ورسوي او ستا د چاغوالې باعث شي.
- د امکان په صورت کې د ماخوستن ډوډۍ نه دوه ساعته وروسته لږ تازه میوه وخوره .
- د اتو ۸ نه تر ۱۰ ګلاسو پوري اوبه وڅکه یعني هر ساعت پس یو ګلاس چې ستا جسم ته اړین مایع مواد پوره کړي .
- په روژه کې ماشومان ، حامله ښځې او ماشوم ته دشیدو ورکولو والا ښځې باید ۳ ګلاسه شوده روزانه وڅکې اویا لږ کوچ وخوري .
- دوامدار مریضان باید د خپلو ډاکټرانو د لارښووني تابعداری وکړي، د منع شویو خوراکونو څخه ځان وژغوری او دوایاني په ترتیب سره وخوري.
- ټول روژه داران باید لمر ته د ډیر ګرځیدلو څخه ځان وساتي .
د ښی روژی او صحتمند روژه ماتې په هیله
والسلام
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.