Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, August 2, 2011

د رمضان لومړۍ شپه له لاسه مه وركوئ

د رمضان لومړۍ شپه له لاسه مه وركوئ

ژباړه: زيارت ګل راحل
هر کال چې د رمضان مياشت نږدي کيږي نو زه د نبي پاک صلى الله عليه وسلم د لاندي حديث يادونه کوم چې فرمايلي يې دي: زما امت په پنځو ډاليو نازول شوى چې زما نه مخکې امت او پيغمبر ته نه دي ورکړل شوي:
1.    کله چې د رمضان لومړۍ شپه شي نو الله پاک خپل بندګان ويني او هغه به هيڅکله هغه کسانو ته سزا ورنه کړي چې پدي شپه کې يې د هغوى عبادتليدلي دي.
2.    د روژتي د خولي بوي د ماښام په مهال الله ته د مشکو له بوي څخه ډيره غوره دي.
3.    ملايکې شپه او ورځ  د الله نه  د روژتي د مغفرت له پاره دعا کوي.
4.    الله  د جنت حورو ته د تياري امر کوي او وايي چې  زما دغه بندګانو ته ځانونه سينګار کړئ، دوى په داسې حال کې دي چې د دنياوي غمونو څخه ليرې کيږي او زما د اطمنان او عزت څخه ډک کورته راځي.
5.    د رمضان د مياشتې په وروستۍ شپه الله خپلو ټولو بندګانو ته مغفرت کوي. په دي وخت کې يوه تن د نبي اکرم صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې اى د الله ج رسوله! ايا دا د قدر شپه ده؟ نبي اکرم صلى الله عليه وسلم ځواب ورکړ چې نه، ايا تاسي نه دي ليدلي چې کله يو مزدور خپل کار پاي ته ورسوي بيا ورته خپله مزدوري ورکول کيږي؟  رواه احمد
د دې سربيره که غواړىچې د ثوابونو د مياشتې  د شپو د لويو ښيګڼو څخه برخمن شى نو د رمضان لومړنۍ شپه په خاص ډول د دي ښيګڼو لرونکې ده. د پورتني حديث له مخي د رمضان په لومړۍ شپه کې الله په خورا ډيره مينه خپل بنده ته ګوري او هغه هيڅکله هغه خلک په عذاب نه اخته کوي چې په دې شپه يې په عبادت وويني.
د سپيڅلو اسماني ډاليو د ترلاسه کولو له پاره  مسلمان کولاى شي چې په لومړۍ شپه يې ترلاسه کړي، په دې اړه زما ذهن ته ځينې لاندې پوښتنې راځي:
د رمضان لومړۍ شپه ولې د دومره زياتو ځانګړتياوو سره د نورو شپو په پرتله غوره ده؟
الله پاک په دې شپه کې په چا باندې  د رحمت خاص  نظر کوي؟
څنګه په دې شپه باندي زه، زما مسلمانان وروڼه او خويندې د الله د خاص نظر لاندې راتلاى شي؟
يقيناً الله هغه څوک ښه پيژني چې د ده له پاره  يې د رمضان د ثوابونو ډکه لومړۍ شپه په عبادت تيره کړې وي، او شايد چې د دې سره نور دلايل هم اوسي ځکه چې دغه لومړنۍ شپه د نورو شپو له پاره د ثوابونو، مغفرت، او د اور څخه د ازادۍ دروازي خلاصوي.
متاسفانه چې زياتره خلک د رمضان د مياشتي د ثوابونو ډکي لومړۍ شپې له پاره هيڅ ډول تياري نه کوي، ځينې خلک په ورځنيو چارو کې دومره مصروف دي چې د رمضان لومړۍ شپه د ټول کال د شپو په څير په بي پروايي سره تيروي.
دغې شپې ته په پاملرنې سره خلک د ثوابونو د سپيڅلو ډاليو وړ ګرځي، چې د دې شپي له پاره مخکې تر مخکي تياري او پلان سره په ښه ډول دغه ډالۍ لاسته راوړاى شي ځکه چې دغه يوه خاصه شپه ده چې په ټول کال کې يو ځل راځي نو بايد مونږه يې هيره نه کړو.
د دې ګټور فرصت له پاره نبي اکرم صلى الله عليه وسلم زموږ توجه را اړولې  او داسې يې فرمايلي دي:
کله چې د رمضان مبارک لومړۍ شپه راورسيږي نو شيطانان او ناکاره پيريان په ځنځيرونو تړل کيږي، د جهنم دروازې تړل کيږي او يوه يې هم خلاصه نه پاتي کيږي د جنت ټولې د روازي خلاصيږي او يوه يې هم بنده نه وي.
سربيره پردې يو غږ کونکې ملايکه غږ کوي چې اى په نيکيو پسې ځغاستونکو! مخکې راشئ، اى په بديو پسې ځغاستونکو! د بديو نه لاس واخلۍ. الله جل جلاله په دې مياشت کې ډير د جهنم څخه خلاصوي. – دغه اواز هره شپه تكراريږي.الترمذي
د دې شپې لپاره ځانړې برنامې
که چيرې يو ورور او يا خور غواړي چې د الله جل جلاله د دغه خاص نظر لاندې راشي نو بايد د دې له پاره زحمت وباسي او کار وکړي.
لاندينى پروګرام کولاى شي چې د رمضان د لومړۍ سپيڅلې شپې د اجر او ثواب په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي:
•    د ټولو بدو کارونو د پريښودلو قوي عزم او په اخلاص سره توبه ويستل
•    د رمضان د مياشتې د روژې نيولو قوي عزم.
•    د شعبان په وروستۍ ورځ د لمر پريوتلو څخه مخکي په ځانګړي ډول په مسجد کې د الله ج ياد او ذکر کول.
•    مسجد ته تلل او هلته د نورو لمونځ کونکو سره د ماښام لمونځ په جماعت سره اداکول، خويندې کولاى شي چې په کورونو کې يې وکړي.
•    د ماښام له لمونځ وروسته د ماخستن لمانځه پورې په مسجد کې د اعتکاف په نيت پاتې کيدل او هلته د الله جل جلاله ذکر او د قرانکريم تلاوت کول.
•    په ډير اخلاص سره د ماخستن لمونځ او تراويح په جماعت سره اداکول
•    د مسلمان ورور سره د ملاقات په کولو د خوښۍ احساس او د هغوى له پاره د ښه رمضان د غوښتلو هيلې او دعا ګانې كول.
•    د ويده کيدو څخه مخکې د ځينو ښو اعمالو تر سره کول لکه صدقه ورکول، د ناروغ پوښتنه کول، د ذکرکول او د قرانکريم تلاوت…
•    د پيشنمي څخه مخکي پورته کيدل او د تهجد لمونځ اداکول
•    د سهار د لمانځه له پاره مسجد ته تلل چې خويندي يې په کورونو کې اداء کوي.
•    د لمر ختلو پورې په مسجد کې پاتې کيدل او د قرانکريم تلاوت او د الله جل جلاله ذکر کول
•    د نړۍ په هر ګوټ کې د ټولو مسلمانانو له پاره د نجات او خلاصى دعاکول.
•    د شپې پر مهال د الله جل جلاله څخه د ثواب د حاصلولو او له دوزخ نه د خلاصون دعا كول.
•    خپله كورنۍ او دوستان دې ته هڅول تر څو د رمضان د لومړۍ شپي اجر تر لاسه کړي
الله جل جلاله دې په مونږ ټولو د رحمت نظر وکړي او اجرونه دې راکړي، مونږ ته دې هدايت وکړي چې په دې دنيا کې ښه عمل وکړو.


آمين

منبع  اصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User