Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, July 8, 2011

خپل زوی حماد ته د امام ابوحنیفه (رح)شل وصیتونه




خپل زوی حماد ته د امام ابوحنیفه (رح)شل وصیتونه




بچیه!
الله دی درته د نیکۍ پر لور لارښوونه وکړي،غواړم تاته څو وصیتونه وکړم که هغه زده او عمل کې پیاده کړې نو د دنیا او اخرت نیکمرغه به اوسې.
لومړۍ: لومړۍ ددغو تقوا ده،چې خپل ټول غړي او د شرم ځایونه د الله د ویرې نه له ګناهونو پاک وساتې او د الله د عبادت او بندګۍ په خاطر د هغه اوامر په ځای کړې.
دویم: که تا احساس کړه چی د څه شي د زده کولو لپاره اړ یې نو ځان په جهل او ناپوهۍ کې مه پریږده او ډیر ژر یې زده کړه.
دریم: چاته چې د دنیوی یا اخروی چارو کې اړتیا نه لرې له هغه سره ناسته او ملګرتیا مه کوه.
څلورم: که د بل حق پر تا وي نو په بیړه او انصاف یې اداء کړه .
پنځم: هیڅکله هم له مسلمان یا ذمي سره دښمني مه کوه.
شپږم: الله چې په دنیا کې درته کوم مال او مقام درکړۍ په هغې قناعت وکړه.
اوم: هغه څه چې په لاس کې لرې په ډیرې ځیرکۍ سره یې ولګوه تر څو له نورو بې نیازه اوسې.
اتم: ځان دنورو په سترګو کې بې ارزشه کوه مه.
نهم: ځان له بې ځایه او پوچو کارو لرې ساته.
لسم: له نورو سره د روغبړ پر وخت په سلام کولو لومړۍ شه، که خبرې کوې د خیر خبرې کوه،له نیکو خلکو سره مینه او ملګرتیا کوه، له بدو خلکو ځان لرې ساته.
یولسم: د الله ذکر زیات کوه او څومره زیات چې کولای شې پر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم درود وایه.
دولسم: څومره چې کولای شې په سید الاستغفار ځان بوخت کړه،چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له دی وینا نه عبارت ده : «اللهم أنت ربي لا إله إلا أنت خلقتني وأنا عبدك وأنا على عهدك ووعدك ما استطعت أعوذ بك من شرّ ما صنعت، أبوء لك بنعمتك عليَّ وأبوء بذنبي فاغفر لي فإنه لا يغفر الذنوب إلا أنت»
که څوک دا دعا د ورځې ولولي او په همدې ورځ کې مړ شي نو جنت ته به داخل شي،او که د شپې یې ولولي او په همدې شپه کې ومري نو هم جنت ته به داخل شي.
دیارلسم: هره ورځ د قرانکریم تلاوت کوه او د هغه ثواب حضرت محمد ص ،مور اوپلار،استادانو او ټولو مسلمانانو ته بخښه.
څوارلسم: له خپلو ملګرو او همدارنګه له دښمنانو ویره کوه،ځکه د خلکو په منځ کې فساد زیات شوی نه ویل کیږي چې نوموړۍ دوست دې دښمن شي.
پنځلسم: له ګاونډیانو سره نیکه رویه کوه او د هغوی له خوا پر رسیدلو ستونزو صبر وکړه.
شپاړسم: د اهل سنت والجماعت مذهب خپل کړه او له ناپوهو لیرې تښته.
اولسم: په هر نیک کار کې اخلاص ولره او هڅه کوه چې حلاله روزي پیدا کړې.
اتلسم: په پنځه حدیثو چې له پنځه سوه زرو احادیثو مې درته غوره کړي حتمي عمل وکړه:
1- «إِنَّمَا الأَعْمَالُ بِالنِّيَّات، وإَنمَا لكل امْرِئٍ مَا نَوَى…». 
هر عمل نیت پورې تړلۍ ده او بدله ورکول یې هم د نیت مطابق دي.
2- «مِنْ حُسْنِ إِسْلامِ الْمَرْءِ تَرْكُهُ مَا لا يَعْنِيهِ». 
یعنې د مسلمان د دیندارۍ له نښو یوه داده چې بیهوده کارونه ترک کړي.
3- «لا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى يُحِبَّ لأَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ». 
یعنې هیڅوک له تاسو کامل مومن کیدای نشي تر څو هغه څه چې ځان ته خوښۍ بل مسلمان ورور ته یې هم خوښ کړی.
4- «إنَّ الْحَلَالَ بَيِّنٌ، وَالْحَرَامَ بَيِّنٌ، وَبَيْنَهُمَا مُشْتَبِهَاتٌ، لَا يَعْلَمُهُنَّ كَثِيرٌ مِنْ النَّاسِ، فَمَنْ اتَّقَى الشُّبُهَاتِ فَقَدْ اسْتَبْرَأَ لِدِينِهِ وَعِرْضِهِ، وَمَنْ وَقَعَ فِي الشُّبُهَاتِ وَقَعَ فِي الْحَرَامِ: كَالرَّاعِي يَرْعَى حَوْلَ الْحِمَى يُوشِكُ أَنْ يَقَعَ فِيهِ، أَلَا وَإِنَّ لِكُلِّ مَلِكٍ حِمًى، أَلَا وَإِنَّ حِمَى اللَّهِ مَحَارِمُهُ، أَلَا وَإِنَّ فِي الْجَسَدِ مُضْغَةً إذَا صَلُحَتْ صَلُحَ الْجَسَدُ كُلُّهُ، وَإِذَا فَسَدَتْ فَسَدَ الْجَسَدُ كُلُّهُ، أَلَا وَهِيَ الْقَلْبُ».
حلال او حرام ښکاره دي،او ددې دواړو ترمنځه مشتبهات دي چې ډیر خلک پرې نه پوهیږي نو که چا له شبهاتو ځان وساته دین او ابرو یې وساتله او که څوک په دې مشتبهاتو کې ښکیل شو په حرام کې ښکیل شوۍ دی،لکه یو شپون چې خپله رمه د فصل په شاوخوا کې څروی نو ژر ده چې فصل ته داخله شي. پام!! هر بادشاه حدود لري،د الله حدود هماغه دي چې پر بنده یې کول حرام دي،پام! چې د انسان په وجود کې یوه د غوښې ټوټه ده ، که هغه روغه وي ټول وجود ورسره رغیږي،او که هغه فاسده او خرابه شي نو ټول وجود ورسره فاسد او خرابیږي پام مو وي چې دا ټوټه زړه ده. 
5- «الْمُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ».
ژباړه: کامل مومن هغه ده چې نور مسلمانان یې له ژبې او لاس څخه په امان کې وي.
نولسم: ترڅو چې روغ یې د هیلې او ډار تر منځ اوسه،او د الله له لوري په ښو هیلو او سالم زړه مړ شه ځکه الله زیات بښونکۍ او مهربان دۍ.
شلم: که ستا حق په بل چا وي نو په اخستلو کې یې بیړه مه کوه مګر که اړتیا دې ورته ډیره وي.

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User