Search This Blog

Loading...

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning
There was an error in this gadget

Thursday, July 28, 2011

رمضان او ځوانه جوړه

رمضان او ځوانه جوړه


ژباړه: جمیل الرحمن یوسفزی – جلال اباد
د روژې مبارکه میاشت د خپل خاص فضیلت او ښایسته مفهوم په درلودلو سره متاهل ژوند ته ځانګړې رڼا بښي. دغه د فضیلت نه ډکه میاشت د جوړې تر منځ د شتو مخالفتونو او مشکلاتو د حل لاره پاکوي، د ژوند له ستونزو څخه د ارام احساس ورکوي، زړونه سره نزدې کوي، له روحي تسکین څخه خوند اخلي او بالاخره د دې میاشتې په تیریدو سره دوه اړخیزه مینه، همدردي او همغږي زیاتوالی مومي.
د دې لپاره چې دواړه ميرمن او خاوند دغه نیکبختي ترلاسه کړي، باید په دې مبارکه میاشت كې ځينې خبرو ته پاملرنه وکړي.
1.    د روژې د میاشتې په رارسیدلو سره د ورځنیو چارو وختونه لکه د ډوډۍ، خوب او کار وختونه هم تغیر کوي چې له دې وجی کیدلای شي د انسان په اخلاقی اړخ كې هم خورا زیات تغیر راشي، نو ځکه باید ښځه او خاوند د دغه نوي حالت سره ځان جوړ کړي، خپل عادتونه او احساسات کنترول کړي، یو له بله سره همکاري وکړي او د خپل ژوند د جوړې داسې روحي ملاتړ وکړي چې هغه په ډیر ذهني ارامتیا او اخلاص سره وکولای شي پدې نيكمرغه مياشت كې د خپل رب عبادت په ښه توګه وکړي.
2.    د روژې میاشت مونږ ته د صبر، استقامت، حوصلې او بښنې په شان لوی درسونه راکوي او هدف يې د انسان د نفس پاکوالی او د نورو عادتونو مخنیوی دی نو ځکه باید مسلمانه جوړه د دې میاشتی په احترام په خپل ژوند كې پوره حوصله مندي ولري، خپل احساسات د خپلې ولکې لاندې راولي او د خپل منځي اختلافاتو مخه ونیسي. دوی باید په یاد ولري چې كه په دې کار كې بریالی نه شول نو په بدل كې يې دغه نیکبخته او ګټور عبادت له لاسه ورکوي. شیطان تل غواړي هيڅ موقع له لاسه ورنه کړي چې انسان په دې برکتي میاشت كې د هغه لوی سعادت او نیکمرغې څخه بې برخې كړې چې کولای شې په لږ کوښښ يې تر لاسه کړی.
3.    په دې میاشت كې باید د دوی شعار د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) هغه حدیث وي چې فرمایي: که په تاسو كې څوک روژه وي، باید د جماع څخه ځان وساتي، د خپل اواز د جګولو څخه ډډه وکړي او که څوک مو بې احترامي کوي او یا درسره جنګ کوي تاسو ورته ووایئ چې زه روژه یم.
4.    يو مهم کار چې د ښځې او خاوند تر منځ د مینې او خلوص په زیاتوالي كې ستر رول لرلای شي هغه په دې مبارکه میاشت كې د عبادت یو ځای ترسره کول دي. د کال په اوږدو كې کیدلای شي یو یا دواړو څخه بعضې عبادات پاتې شوي وي لیکن د رمضان مبارکه میاشت داسې فضا له ځانه سره راوړي چې ښځه او خاوند سره شریکوي او نور یې هم نږدې کوي. دا کار د دواړو لپاره د مینې او خلوص زمینه په داسې حالت كې مساعدوي چې د دوی ګډ کور د الله د اطاعت، تراویح، قیام، تهجد، تلاوت او نورو عباداتو له برکته برخمن وي. ځکه باید ښځه او خاوند یو بل د عبادت لپاره وهڅوي او که چیرته یو غفلت کوي نو په بل كې باید داسې جذبه او لیوالتیا وګوري چې هغه هم زیات عبادت ته وهڅیږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (کله چې یو سړی د شپې پاڅیږی او خپله ښځه هم پاڅوي او په ګډه سره دوه رکعته لمونځ وکړي، دوی په هغه ښځو او سړیو كې شمیرل کیږي چې د الله په کثرت سره یادونه کوي) – ابو داود
بل ځاى فرمايي: (الله دې پر هغه سړی رحم وکړي چې د شپې پاڅیږی او لمونځ کوي او خپله ښځه پاڅوي، که چیرته هغه يې ردوي نو دی يې پر مخ اوبه شیندي. الله دې پر هغه ښځې رحم وکړي چې د شپې پاڅیږي او لمونځ کوي او خپل خاوند پاڅوي، که چیرته هغه يې ردوي نو دا يې پر مخ اوبه شیندي) – ابو داود
کله به چې د روژې د میاشتې اخري لسیزه پیل شوه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپلې بیبیانې (رضی الله عنهما) پاڅولې او ټوله شپه به يې پر عبادت تیروله.
5.    د روژې میاشت د كورنۍو، ګاونډي او نورو ټولنیزو اړیکو د لا قوي کولو لپاره یو ښه موقع ده، د یو بل سره د لیدلو، تیلفون کولو او همدارنګه د افطار (ماښامي دعوت) له لارې کیدلای شي دغه اړیکې پیاوړې شي. کیدلای شي په کورنۍ كې د غړیو تر منځ د یو خاص وخت لپاره اختلاط (اړیکې) نه وي نیول شوې، د روژې میاشت دغه اړیکې ټینګوي.
6.    د روژې په میاشت كې د كورنۍ غړي ۳۰ ځلې د افطار یا روژه ماتي لپاره سره یو ځای کښیني چې په دې سره دوی ته دا زمینه مساعدیږي چې په خپلو كې او د خپلو ماشومانو سره د بحث او موضوعاتو د شریکولو او هغې ته د حل د لارې د پیدا کولو له لارې اړیکې پیاوړې کړي.
7.    د ښځې مسیولیت دا دی چې د کور اقتصادی توانمندي په نظر كې ولري او خپل ضرورتونه د هغې مطابق طرحه او حل کړي. بعضې ښځې د روژې لپاره یو لوی لست خاوند ته ورکوي چې د اقتصاد له نظره هغه د بوج سره مخ کوي، د هغوی وخت ضایع کوي او دواړه د اصلی او مهم هدف څخه لیرې کوي.
8.    خاوند باید د ښځې سره د کور په کارونو او د ماشومانو په روزلو کې مرسته وکړي. د کور کارونه باید په داسې شکل سره تقسیم شي چې ښځې ته د اطاعت او عبادت لپاره پوره وخت په لاس ورشي. دا د خاوند په حیثیت كې هیڅ قسم کمی نه راولي بلکه پر ځای يې دا د یو سالم احساس او مردانه خواصو ښکارندويي كوي. د ټولو انسانانو غوره انسان، او تر ټولو ښه خاوند جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: په تاسو كې بهتره هغه څوک دی چې د خپلې ښځې سره ښه اخلاق وکړي او زه د خپلو ښځو سره ښه رویه لرم – الترمذی.
کله چې د حضرت عایشی رضی الله عنها څخه وپوښتل شول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کور ته راغی نو څه به يې کول؟ هغې وفرمایل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د کور په کارونو كې مرسته کوله او کله به چې د لمونځ وخت شو نو لمانځه ته به يې تشریف یوړ ـ الترمذی.
دا به د عدل څخه لرې خبره ده چې د کور د کارونو، د پاکوالي، پخلی، د ماشومانو د روزلو او نورو کارونو مسیولیت د ښځې په سر واچول شي او خاوند خپل وخت تلاوت، لمونځ ذکر او عبادت ته وقف کړي.
په لنډه توګه د ښځې او خاوند دواړو مسیولیت دا دى چې د نیکو اعمالو د ترسره کولو له لارې د الله جل جلاله څخه د اجر غوښته ولري، د روژې مبارکه میاشت د دوی د ګډ ژوند د تړون د نوي کولو ښه موقع ثابته کړي او د دواړو تر منځ د مینې او خلوص لامل او د الله جل جلاله د اطاعت، عبادت او نزدې والي وخت يې وبولی


سرچينه اصلاح انلاين 

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ

MrAbohisham's Channel

هډه وال کے ایس ایم ایس اپنے موبائل میں حاصل کرنے کے لئے اپنا نمبر لکھ کرسائن اپ کردیں پھر آپ کے نمبر میں ایک کوڈ آے وہ یہاں لکھ لیں




که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User