Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, July 28, 2011

کورنۍ، جومات او روژه

کورنۍ، جومات او روژه 



ليكنه: محمد بديع
ژباړن: محمد آصف احمدزى
دغه ده د روژې مبارکه مياشت يو ځل بيا راغله، د هرې مسلمانې کورنۍ غړي ورته خوښ دي او ان تردې چې ټول موجودات – جمادات، نباتات، مرغان او څاروي- له مسلمانانو سره په دې خوښۍ کې ګډون کوي. دا هغه خوښي ده چې بايد نېک اعمال په کې ترسره شي او د ټول کال له دغو غوره روحي شېبو څخه سمه ګټه پورته شي.
سړى لومړى مسوول دى، چې له هغه څخه به دا پوښتنه کېږي، چې له خپل مور او پلار سره يې څه وکړل؟ له خپلې مېرمنې، له چا څخه يې چې ټينګه ژمنه اخيستې ده، څه وکړل؟ همدارنګه نوموړى جوماتونو ته د خپلو اولادونو د بوولو مسوول هم دى، ترڅو له علماوو څخه د الله تعالى په کور کې عبادات، شرعي علم او نېکه موعظه، چې سرچينه يې قرآن کريم او د نبوي کريم صلى الله عليه وسلم سنت ده، زده کړي، همدارنګه اولادونه يې په جوماتونو کې د عباداتو او اخلاقو عملي ډول وويني.
راځئ چې په دغې مياشت کې، چې شيطانانان په کې تړل کېږي، نېکې څو برابره حسابېږي او بدي په کې له منځه ځي،يو څه نور اخلاق زده کړو، دغه اخلاق په جومات کې زده کېږي او کله هم چې له جوماته وځو، نو بايد د علماوو احترام او له هغوى سره مينه مو کمه نه شي، له هغوى سره ناسته پاسته بايد ولرو، ترڅو له هغوى څخه علم زده شي او بيا پر هغه عمل وشي..
راځئ چې همدا بنسټونه په خپل ځان او خپل امت کې راژوندي کړو.
راځئ چې په دې مياشت کې لورينه، مهرباني او له يو بل سره الفت او مينه زده کړو، ځکه پرته له دې جنت ته نه شو ننوتلاى..
راځئ په روژه کې وروسته له دې، چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه مو دا زده کړي، چې وايي: (تماسوا تراحموا)، دا هوډ وکړو، چې د يو بل پوښتنه وکړو، په ځانګړي ډول د ګاونډي او هغه چا، چې نه غواړو له هغه څخه په جومات کې څو سانتي لرې واوسو او بيا کومه ورځ راڅخه نادرکه شي، نو بايد په اړه يې پوښتنه وکړو، چې چېرته دى؟
که يو څوک ناروا او بد کار کوي، نو بايد پر وړاندې يې چوپتيا غوره نه کړو او ونه وايو، چې زما يې پرې څه!!.. نه، نه.. ته د خپل ورور پر وړاندې مسووليت لرې، چې په حکمت او موعظه حسنه ورته نصيحت وکړې، دا ځکه چې د يو تن په کوږوالي او خطا سره صف او قطار کږيږي او کاږه صف ته بيا الله تعالى د رحمت په نظر نه ګوري.
راځئ چې خپل زامن او لوڼې له خپل پلار او مور سره په نېکي او ښه کولو عادت کړو، ځکه دا مو اورېدلي چې الله تعالى وروسته له توحيد څخه، چې په دوهم څېز امر کړى، هغه له مور او پلار سره نېکي ده:
﴿وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا﴾. الاسراء 23 ايت.
ژباړه: او فرمايلى دي رب ستا، چې عبادت مه کوئ تاسې (د بل هېچا)، مګر يواځې د هم دغه (الله) او (احسان کوئ) له والدينو سره په احسان کولو سره).
راځئ چې د خپلو اولادونو لپاره له خپلوانو سره په صله رحم، له بېوزلو، کونډو او يتيمانو سره، چې د روژې په مبارکه مياشت کې ورسره مرستې کوو، په مينې او مرستې کې قدوه او لارښود واوسو او له خپل مال څخه، کوم چې موږ ته الله تعالى په خيرات کې راکړى دى، له يادو شويو کسانو مرستې وکړو.
راځئ د خپلې کورنۍ غړي د روژې په مبارکې مياشت کې، چې د سخا، جهاد او برياليتوب (بدر، د مکې فتحه او عين جالوت) مياشت ده، په خپلو مالونو کې د مرستو او صدقاتو ورکولو ته وهڅوو.
راځئ د الله د دين اوچتوونکيو او د حق لارويانو ته لاس په دعا شو، چې الله تعالى دې مرسته ورسره وکړي، د مسلمانانو بنديان دې الله تعالى راخوشې کړي، غمونه دې يې له منځه يوسي، اسلام دې سرلوړى کړي، مسلمانانو ته دې د عزت ژوند ورپه برخه کړي، نېکان دې راباندې واکمنان کړي او له ظالمو او فاسدو واکمنانو مو دې الله تعالى وژغوري او د روژې په مبارکه مياشت کې کړي نېک اعمال مو ددې دوو کارونو لامل وګرځوي، چې که ژوند و، د بيا روژې نيولو توفيق دې الله تعالى راکړي او که ساه مو ووته، الله تعالى دې خپل لقا او ملاقات راپه برخه کړي.
په پاى کې له الله جلت عظمته څخه غواړم، چې زموږ او ستاسو ټولو روژې دې قبولې کړي، ګناهونه دې راوبښي، په دنيا کې دې الله تعالى د خير کارونو د کولو توفيق راکړي او په اخرت کې دې الله تعالى جنت راپه برخه کړي، بېشکه الله تعالى د دعا اوريدونكى او قبلوونكى دى.

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User