Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, July 22, 2011

افغان حکومت له سعودي نه خپله ځمکه غواړي

افغان حکومت له سعودي نه خپله ځمکه غواړي

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي په دې وروستيو کې يې له سعودي حکومت نه د مکې مسجد الحرام ته نژدې د هغې څو سه متره مربع ځمکې د بېرته اخيستو غوښتنه کړې ده چې د احمدشاه ابدالي او نادر خان په وختونو کې دغه هيواد د خپلو حاجيانو د هوساينې لپاره اخيستې او وقف کړې وه.
دا ځمکه څو کاله مخکې هغه مهال د افغانستان له ولکې ووته چې مکي حرم پراخه شو او دغه ځمکه يې هم برخه وگرځيده .


د افغانستان د حج او اوقافو سرپرست وزير صديق چکري خبريالانو ته وويل چې دغه ځمکه په اوسمهال کې سلگونه ميلونه ډالر ارزښت لري.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي چې دغه ځمکې له مکي حرم سره د څو سوو مترو په واټن سره پرتې وې، چې احمدشاهي ځمکې ٩٠٠ متره مربع او نادرخاني ځمکې ٤٠٠ متره مربع مساحت درلود.
د حج او اوقافو سر پرست وزير صديق چکري وايي هغه مهال چې مکي حرم پراخه کيده دغه ځمکې يې هم برخې وگرځيدى، چې تر هغه مهاله راوروسته يې افغانستان د لومړي ځل لپاره غوښتنه وکړه.
نوموړى وايي که د دغو ځمکو پريښودل شوني نه وي نو دغه هيواد ته دې په بدل کې همدا راز ارزښتناکې ځمکې ورکړل شي، ښاغلى چکري وايي چې وزارت يې د سعودي عربستان ځواب ته سترگې پر لاره دى. هغه وويل:
(کله چې دا ځمکې د حرم په پراختيا کې لاړې، په تيرو څلور پنځو کلونو کې هيڅوک ورپسې نه دي گرځيدلي دي، خداى پوهيږي چې په ډيرو ستونزو سره مې اسناد او اوراق برابر کړل او د سعودي د ارشاد او اوقاف وزير عبدالعزيز علي شيخ ته مې وسپارل، او ورته مې وويل چې موږ خپله ځمکه او يا د ځمکې بدل غواړو زموږ او ستاسې دغه ځمکې تر دعوې لاندې دي.
ما يې دعوه پيل کړې ده او هيله لرو چې دا دعوه پر مخ بوځو او له سعودي عربستان څخه د احمدشاهي او نادرشاهي ځمکو بدل واخلو چې سلگونه ميلونه ډالره ارزښت لري)
چکري وويل چې د بل هر وطن په پرتله په مکه او په ځانگړي ډول له حرم سره نژدې ځمکې ارزښت لري. د نوموړي په وينا د دغو ځمکو څخه هر متر مربع يې تر څلورو لکو ډالرو پورې بيه کېږي.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي په دغه وقفي ځمکه کې چې احمد شاه بابا کومه تيږه لگولې ده، اوس د دوى په لاس کې ده، وايي احمد شاه ابدالي پر دغه کاڼي ليکلي هر افغان چې هزاره وي كه تاجک، پښتون که بل څوک، مسئولين يې په دغه ځاى کې د اوسيدو مخه نه شي نيولاى.
وزارت وايي چې په دغه ډبر ليک کې د نظر پام وړ پراختيا ليدل کېږي.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت داسې مهال په سعودي کې د خپلې ځمکې خبره راپورته کوي چې د حاجيانو بهير پيل شوى، او ځينې يې هلته د استوگنې په برخه کې د ستونزو خبره کوي.


سرچينه اصلاح انلاين

1 comment:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User