په دينو حلقو کي برخوالو ته!
ليکوال:قاري مطيع الله ذهين
دا يوه څرګنده خبره ده، چي د علم څخه پرته ژوند هيڅ ارزښت نلري او بې علمه انسانان دړندو په څېر دئ، په کومه ټولنه کي ،چي ښووني او روزني پرمختګ نه وي کړئ هغه ټولنه وروسته پاته ټولنه ده ، نوځکه پرنړۍ باندي داسلام د پلوشو او ځلا د راختوسره سم زده کړه او تدريس د يوې اغېزمني قوې په حيث رامنځته سوه چي په مټ يې د ډېرو نړيوالو جاهلانو په زړونو کي د هيلو پسرلى پرغوړېدو سو. رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلي استوګني په دواړو مراحلو (مکه مکرمه اومدينه منوره ) کي د يوه داسي ښوونکي په حيث په درس ورکولو پيل وکړ،چي ښوونکي په ټولو اصولو سره سمبال وو ، او د دې تعليمي حلقو زده کړيانو ټول هغه اصول پر ځانونو عملي کول چي يوه زده کړي ته يې اړتيا وه.
پيغمبر صلی الله علیه وسلم د ښوونيزميتود د بهير عمومي تګلاري پرخورا اکاډميکو اصولو يعني نرمۍ، تشويق، اسانۍ او هيله مندۍ ولاړي وې ، دا په داسي حال کي چي دا ټولي کړنلاري د نړيوال تعليمي نظام د څرګندو او اساسي ځانګړتياوو څخه شمېرل کېږي. پيغمبر
صلی الله علیه وسلمداسي مبارک عادت درلودئ ، چي کله به يې کوم مسئول ويوي
خواته لېږئ نو لومړۍ توصيه به يې ورته دا کول چي د اسانۍ څخه کارواخله او
سختي ونه کړې دلته به يې د يوې بېلګي په راوړلو بسنه وکړو. کله، چي پيغمبرصلی الله علیه وسلم حضرت معاذ رضی الله عنه يمن ته لېږئ نو د خبرو په دوران کي يې داسي د مهربانۍ له الفاظو څخه ډک ارشاد ورته وفرمايه: د اسلام پاک او سپېڅلى دين خلګو ته داسي معرفي او تبليغ کړه چي و دوى ته اسانه ښکاره سي او داسي روش اوسلوک ونه کړې ،چي دوى د اسلام د مقدس دين څخه متنفر کړې.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې اصولي تعليمي اعجاز مبارک برکت وو چي په ٢٣ کلنو تعليمي او ښوونيزو هڅوسره يې و کولاى سواى چي يو داسي عظيم امت تيارکړي چي د انسانيت او بشريت وهغې بېړۍ ته نجات ورکړي چي د غرقېدو په درشل کي وه. او د هغو قيادت او د چارو واګي په خپلو مبارکو لاسو کي ونيسي او انسانيت د خپل مطلب په لوري رهنمايي کړي. په دې اصولي تعليم روزل سوي ډلي وکولاى سواى، چي د فارسيانو، او روميانو وظالمو او حيوان مزاجو واکمنيوته د پاى ټکى کښېږدي او مسلمان امت د هغو بد بختانو د ناولو اوشومو ناروا هڅو څخه وژغوري، چي د اسلامي امت و دې ستر برياليتوب ته يې ضربه ورکول.
داسلامي تاريخ په صفحوکي ثبت دي، چي د درس حلقې د اسلام په لومړنيو کي هم شتون درلود، د اسلامي علومو د تبليغ او د رواجولو لپاره يې کوښښ کاوه. زموږ لپاره تر ټولو ښه او په لاس کي لرلي ثبوت د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په وخت کي د مکي دور د حضرت ارقم بن الارقم رضی الله عنه د کور مدرسه او د مدينې منورې د وخت د اصحاب صفه مدرسه وه چي زده کړيانو يې خپل ټول ژوند د علم يادولو او و نورو ته د ورښودلو لپاره وقف کړى وو. پر همدې بنسټ د امت په ديني او علمي حلقو کي و برخه اخيستونکو ته حضرت فضيل بن عياض رضی الله عنه پنځه نصيحتونه کړي دي، چي دا نصيحتونه په اصل کي د علم پنځه منزلونه دي، چي په عملي کولو سره يې متعلم کولاى سي چي وخپل هدف ته ورسېږي.
لمړى السمع: لومړى شى اورېدل دي يعني کله چي متعلم د استاد په درس کي برخه واخلي نو بايد په ډېرغور او دقت سره د استاد درس واوري، چي زړه، دماغ او جسم ټول يې په درس کي حاضروي ، د اورېدو لپاره طريقه داده چي کله استاد درس وايي نو وهغه ته کتل ځکه چي استاد د لاس په اشارو سره چي يوڅه شى ښيي هغه ډېر ژر په دماغ کي ثبتېږي.
دوهم ثم الانصات: دوهم شى خاموشه اوسېدل پکار دي ، يعني علمي خبري په غور او د زړه په غوږو سره اورېدل ، خاموشه اوسېدل او په لاسو، پښو، جامو او نورو شيانو سره چي فکر بلي خواته جلبوي لوبي او اشارې نه کول. د نبوي شمعي د پتنګانو (اصحابو رضی الله عنهم) په اړه راغلي دي، چي څه وخت به خپل لارښود رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په علمي او د فيض څخه ډکومجلسو کي حاضرسول نو داسي ارام ، ساکت ، او چوپ به ناست وه ،چي داسي فکر به کېدى چي پر سرونو يې مرغان ناست دي او په لږ ښورېدو سره الوزي او د لاس څخه يې وځي.
دريم ثم الحفظ: دريم شى يادول دي يعني
کوم شى چي داستاد څخه واورېدل سي هغه په هواکي نه پرېښودل بلکي دخپل ذهن و
ذخېرې ته سپارل، چي بايد يادسي .ديادولو لپاره له دوو لارو څخه استفاده
کېدلاى سي.
الف: کوم څه چي واورېدل سي په يادولو کې کوښښ کول چي په دې سره حافظه ډېره قوي اوځواکمنه کېږي.
ب: کوم څه چي واو رېدل سي هغه له ځان سره ياداښتول او بيا تر ياداښت وروسته په کرار ،کرار سره يادول، چي په ذهن کي تازه واوسي. يوه خبره د يادولو وړ بولم هغه دا، چي د حافظې د قوت لپاره بايد په ډېرکلک هوډ سره د ګناهونو څخه پرهېز وسي ، مسواک ډېراستعمال سي ، لږخوراک وسي ، په ډېرو روژو نيولو سره ځان عادت سي ، د قرانکريم په تلاوت او وظيفه کي ډېروالى وسي ، د بې ځايه فکرونو څخه ځان وساتل سي ، او پرله پسې په ډېرغور او دقت سره مطالعه وسي ، اميد دئ چي په حافظه کي به قوت راسي.
څلورم ثم العمل: څلورم شى عمل دى يعني هغه ديني خبري چي د استاد څخه واورېدل سي تر زده
کولو ورسته عمل په کول ضروري دئ ځکه ،چي لومړى بايد خپل ځان و دې ته
چمتوسي چي زده سوي خبري او ويناوي پرخپل ځان عملي کړل سي که نه پايلي به يې
ناوړه وي ځکه،چي الله جل جلاله فرمايي:
أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنْسَوْنَ أَنْفُسَكُمْ...( سورت بقره ٤٤ ايت)
ژباړه: ايا تاسي و نور خلکو ته د نيکۍ حکم ورکوئ او خپل ځانونه درڅخه هېر دي؟! د ايت د الفاظو خطاب که څه هم د يهودو علماوو ته دئ مګرحکم يې عام دئ ،چي د هرهغه سړي بدي بيانوي چي نورو ته د نيکۍ کولو حکم کوي مګر خپل ځان ورڅخه هېروي. نور د الله جل جلاله د عذا ب څخه بېروي پداسي حال کي چي خپله ورڅخه نه بېرېږي. د داسي کسانو په اړه په احاديثو کي هم وعيد راغلى دئ د بېلګي په ډول د حضرت انس رضی الله عنه څخه روايت دئ ،چي پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:زه د معراج په شپه د ځينو دا ډول خلکو سره تېرسوم چي شونډان او ژبي يې د اور په غچيانو پرې کېدلې ، ما له جبرائيل علیه السلام څخه پوښتنه وکړه چي دا څوک دي؟ هغه راته وويل چي دا ستا د امت واعظان دي چي وخلکو ته به يي په نېکۍ امر کاوه مګر خپله يې ور باندي عمل نه کاوه. حضرت امام رفاعي رحمة الله علیه فرمايلي دي: چي داسي بايد نسي چي ته د علم خوند وڅکې مګر په عمل کولو سره يې پرېږدې.
پنځم ثم النشر: پنځم شى خپرول دي يعني کوم شى چي د استاد څخه واورېدل سي هغه وروسته خپرول او د نورو ترغوږو پوري ور رسول. مسلمان بايد يواځي د خپل ځان سمون هدف ونه ګرځوي بلکي دعلم ترحصول وروسته د علم خپرول او اصلاح راوستل يي مسوليت دئ يعني د نورو مسلمانانو د سمون لپاره فکر او کوښښ کول ترڅوهغه څه ،چي له ده سره دي هغه د نور ترغوږو پوري ورسېږي ځکه دا په اصل کي يو امانت دئ ، چي مونږ ته راسپارل کېږي او د دې امانت تر اهل پوري رسول يوه فرېضه ده لکه الله جل جلاله چي فرمايلي دي:
إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا... (سورة النساء الاية ٥٨ )
ژباړه: په تحقيق سره الله جل جلاله تاسي ته حکم کوي چي درسپارل سوي امانتونه ترخپل اهل پوري ورسوئ. پدې ايت کي لارښوونه سوې چي تاسي د هغو ناوړو چارو څخه ډ ډه وکړئ چي بني اسرائيل پکښي اخته سوي وه د بني اسرئيلو د اساسي غلطيو څخه يوه دا وه ،چي هغو د خپل انحطاط په دوره کي امانتونه يعني د مسئوليتونوعهدي او د مذهبي رهبرۍ اوملي مشرتابه مقامونه وداسي کسانوته ورکړل، چي نا اهله ، بي کفايته ، بدخويه ، بد ديانته اوبدکاره وه نتيجه يې داسوه چي دبې کاره خلکو تر رهبرۍ لاندي ټول ملت مخ پر فساد روان سو مسلمانانو ته لارښوونه کېږي ،چي داسي ونه کړئ بلکي امانتونه و هغوخلګو ته وسپارى چي د هغو اهليت ولري يعني د امانت د درانه پيټي د پورته کولو استعداد او صلاحيت پکښي وي.
د دې ترڅنګ پيغمبر صلی الله علیه وسلم امرکوي چي بلغواعني ولوآية ( بخاري ) زما څخه يې ورسوئ که څه هم يو ايت وي. يعني زما هره وينا او لارښوونه چي تر تاسو پوري در ورسېږي نو دا درباندي لازمه ده چي و نورو ته يې ورسوئ. راسئ د حضرت علي رضی الله عنه وهغي وينا ته ځيرسو او ورباندي عمل وکړو چي وايي: تېره ورځ خو هسي هم تېره ده ، سبا را معلومه نده ، نو د دې دواړو ورځو په منځ کي چي نن ورځ ده بايد غنيمت وګڼل سي. د ياد ولو وړ يې بولم چي د درنو لوستونکو څخه مي داهيله ده چي بايد د ژوند هره لحظه غنېمت وبولو او اعظمي استفاده ورڅخه وکړو ، څومره مو چي توان وي بايد خپله زده کړه وکړو او د نورو ترغوږونو يې ور ورسوو.
اخستنځايونه:
١: معارف القران
٢: د افغانستان د معارف تاريخ
٣: تحفة الطلبا والعلماء
٤: د کندهار ادبي انجمن مهالنۍ خپرونه غاټول ١٢ م ګڼه
٥: او ځيني خپل ياداښتونه
منبع :تعليم الاسلام ولسي راديو
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.