Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, May 27, 2011

فیس بوک په پام کاروئ ، کنه ستونزې درته جوړولی شي

فیس بوک په پام کاروئ ، کنه ستونزې درته جوړولی شي 


سپین غر   

alt
د ټولې نړۍ سره یو ځای په افغانانو کې هم د فیس بوک او نورو ټولنیزو اینټرنیټي شبکو کارونکي او مینوال زیاتیږي . ګڼ شمیر له دوی غواړي چې خپل ټول کړه وړه په فیس بوک کې له خپلو دوستان سره شریک کړي . دا کار که له یوې خوا ښه خبره ده او ناخبره دوستان یو د بل له حاله خبروي خو په امریکا کې یوه نوې سروې ښيي چې دې کار ډیرې زیاتې ستونزې  او خطرونه هم رامنځ ته کولی شي او ډیر خلک یې له ډیرو جدي ستونزو سره مخ کړي دي .
دلته ځینې شیان شته چې په فیسبوک کې شریکول یې تاسو له ستونزو سره مخ کولی شي .
 
د خپل ګرځنده تیلفون شمیره ، د تذکرې شمیره یا د نورو مهمو خصوصي شمیرو شریکولو په فیس بوک او نورو ټولنیزو شبکو کې ستاسو خصوصي حریم له ګواښ سره مخ کولی شي او همدا رانګه کیداي شي تاسو له ټولنیز او یا اقتصادي زیان سره هم مخ  کړي.
 
چیرته د تلو ، یا رخصتیو د ځای او دقیقې نیټې په اړه معلومات ورکول  هم درته ستونزې جوړولی شي .  ستاسو هغه دوستان تل ستاسو له سفرونو خبر وي چې باید خبر و اوسي ، که چیرې تاسو یو ځای ته د خپل سفر په اړه دقیق ځای او وخت په فیس بوک کې ولیکئ نو دا سمه ده چې ستاسو دوستان خو به پرې خبر شي خو ښايي دښمنان مو هم له دې خبر شي او که دښمن نه لرئ چې خدای وکړي نه به یې لرئ نو غله خو خامخا خبریږي .
 
د کورنیو او محرمو عکسونو شریکول هم دا مهال په افغانستان کې په یو ستونزه بدل شوې . دا ستونزه تر ډیره د ښځینه کارکونکو لپاره مطرح ده . کله مو چې یو عکس فیس بوک کې ږدې باید په دې پوه شئ چې دا ستاسو کورنی البم نه دی چې یوازې ستاسو په اجازه یې خلک کتلی شې بلکې یاد ولرئ فیس بوک تل د محرمیت په اړه پالیسئ او افشنونه بدلوي او که یو څوک وغواړي که ستاسو زړه وي کنه په ډیره اسانۍ مو عکسونه له نورو سره شریکولی شي . نو تل هغه عکسونه چې نه غواړۍ له نورو سره یې شریک کړۍ په فیس بوک کې مه ږدۍ او چې یو ځل مو کېښودل نو بیا په دې تمه مه اوسئ چې دا عکسونه یوازې تاسو سره دي .
 
د خپل کور بشپړه پته او ادرس شریکول هم تاسو له ستونزې سره مخ کولی شي . همدارنګه د هرډول هغو معلوماتو شریکول چې نه غواړئ ټول خلک پرې خبر شي ستاسو ستونزې سیوا کولی .
که د نورو پر دیوالونو ، لیکونو ، عکسونو او پورته کړیو توکیو تبصرې کوئ  باید تل دا په یاد ولرئ چې ستاسو تیصرې یا خبرې اترې یوازې ستاسو ترمنځ نه دي بلکې ستا او د مقابل لورې ټول دوستان پرې خبر دي او ګوري یې او ان ډير کله یې هغه کسان هم لوستل شي چې ستاسو د دوستانو په لیست کې نه وي . نو هیڅکله په تبصرو کې داسې څه مه لیکئ چې هغه تاسو په عام محضر کې نه شي ویلي . په یاد ولرئ ،  فیسبوک ایمیل نه دی چې یوازې ستاسو او د مقابل لورې تر منځ تبادله کېږي بلکې په فیس بوک کې هرڅوک کولی شي په اسانۍ ستاسو ټول کړه وړه معلوم کړي .
 
هر څوک له ځان سره مه ملګری کوئ، هغه کسان چې نه يې پېژنۍ د ملګرو په توګه مه قبلوۍ او که چېرې یې قبول هم کړئ نو  باور پرې مه کوئ ، ځګه په فیس بوک کې هر څوک په هر نوم ځان ته یو اکاونټ جوړولی شي .
 
که چیرې تاسو مشهوره څیره یاست او غواړۍ له مینوالو سره مو تماس کې اوسئ، چې ډير یې تاسو نه پیژنۍ نو ښه داده چې د مینوالو لپاره مو په خپل نوم د فیس بوک یو داسې پاڼه جوړه کړي چې هغوی ستاسو پاڼه خوښه کړي او په کې یوازې هغه څه شریکوئ چې غواړي ټولو سره یې شریک کړۍ. خو د ملګرو په توګه یوازې هغوی منۍ چې پیژنۍ يې .
 
د افغان لیکوالو ، سندرغاړو ، سیاستوالو او نورو مشهورو کسانو لپاره زموږ مشوره داده چې د هغو کسانو سره ډير پام کوۍ چې د جینکو په نومونو درسره ځان اډ کوي . ځکه په افغانستان کې د نامعلوم لامل له مخې ډیر سړي د جینکیو په نوم ادرسونه جوړوي .
څه موده د مخه مې په فیس بوک کې د ولسمشر د  ویندوي د دفتر یو مهم کارمند په فیس بوک کې وکوت چې د نجونو په عکسونو یې ډیرې سیکسې تبصرې لیکلې وې . زه باور لرم چې نوموړي فکر کاوه دا تبصرې نور نه لولې . نو د خپل نوم د ساتلو په خاطر هماسې چې په ټولنه کې له ښځو لرې ګرځئ په فیس بوک کې هم لکه د عادي ورځني ژوند په توګه اوسي او د نجونو په نومونو پسې مه ګرځې کنه ټولنیز موقف مو زیانمنولی شي.
 
په فیس بوک کې هیڅ داسې مه لیکۍ چې وروسته پرې پښیمانه شئ. په دې ورستیو کې په یو ښونځي د امریکا له ولسمشر بارک اوباما څخه یو ۱۵ کلن زده کونکې وپوښتل زه څه وکړم چې په راتلونکې کې  ستا پر ځای ولسمشر سم ستا مشوره ماته څه ده ؟
ولسمشر اوباما ورته وویل ، یوه مشوره درکوم چې کیدای شي ډيره مهمه وي او هغه داده : هغه څه چې فیس بوک او نورو ټولنیزو شبکو کې یې پوسټ کوې ښه غور پرې کوه . که څه ګډې وډې دې پوسټ کړې یو وخت درته ستونزه جوړولی شي .
 
او ورستی دا چې کله هم چې ګورۍ یو څوک له فیس بوک څخه ناسمه ګټه اخلي د نورو نوم کاروي او یا په نورو ډولونو ناسمې کړنې کوي د فیس بوک چلونکې د راپور په نوم د هرچا له پروفایل سره یو نښه ورکوې ددې نښې په کارولو سرغړونکې د فیس بوک چلونکیو ته په ګوته کړۍ څو د افغانانو فیس بوک هم د دوی د هیواد په شان د ګډوډیو ډګ نه شي .
 
تاسو که دا لیکنه تر دې ځایه لوستې وي نو په دې اړه مو خپل نظر او تجربه له نوروسره په همدې پاڼه کې د تبصرو برخه کې شریک کړئ څو په لیکنه نور شیان هم ورزیات شي او لوستونکې ترې ډیر څه ترلاسه کړي.


منبع : سپین غر

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User