Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, May 14, 2011

ښځی او میړه ښه ډبول وخوړل:ېوا عجیبه قصه

 

ښځی او میړه ښه ډبول وخوړل

ژباړه: رفیع الله
يو روسى تجار چې  د برقى سامانونو د تجارت کارو بار به ئى کاوه .د دى تجارت سره به ئى د روسيى نه غريبى ښکلې انجونې د تجارت په کارونو کې د کومک کولو په خاطر عربې ملکونو ته بيولى  او چې کله به ئى هلته ورسولې نو بيا به ئى د بد کارۍاو بى حيايۍ په کارو نو کې د هغوى د اخته کولو کوشش کاوه .
يو ځلى همدى تجار څو ښکلى پيغلى انجونى د ځان سره بوتلې او چې کله هغى هيواد ته ورسيدى نو بيا يې ورته خپله هغه بدنام او بې کاره پلان وړاندى کړ .
په هغوى کې يوى انجلۍ د هغه د بى کاره او بى حياء پلان سره سخت مخالفت وښود او د هغه کارنه يې بالکل انکار وکړ په کوم يې چې هغه ګمارله .
هغه بى غيرته او پس فطرته تجار (سوداګر ) چې د انجلۍ دا مخالفت وليد نو هغه يې وويره وله او اخطار ئې ورکړ او ورته يې وويل که ته په پدى کار باندى راضى نشى نو زه به تاپدى نابلده او اجنبى ښارکې ځان ته پريږدم ، ته به ورکه شى او پاتى به شى .
انجلى چې کله د دى پس فطرت او بدکاره سودا ګر په اراده باندى پوهه شوه ،نو په ډيره چالاکۍ سره يې ترى خپل پاسپورت د لاس نه کش کړ او دهغه ځاى نه په ډيره تيزۍ سره ووتله او په منډو شوه ترڅو چې يو عام سړک ته ورسيده .
دي انجلۍ سره دهغى دا غوستنى له جامو پرته چې يوازى د دى وجود پرى پټ ووبل هيڅ نه وو.
غۍ دخپل ځان د ورکيدو احساس ونکړ او نه ئې دا فيصله وکړه چې چيرته به ځې ؟

د هغې مېړه کيسه پدى ډول پيل کړه :

زه د خپلى مور او دوه خويندو سره په هغې لاره تيريدم په کومه  ځاى کې چې هغه جلۍ ډيره
پريشانه او حيرانه ولاړه وه . هغې چې مونږ ه وليدو نو زمونږ خواته ډېره تيزه راغله او کله چې هغې ته د دى پته ولګيده چې زه په انګريزى پوهيږم او خبرى پرى هم کولاى شم نو يو څه ساه يې واخيسته ، او پرې تېره شوې کيسه يې مونږ ته  واوروله .
د هغى د مظلوميت د داستان په اوريدولو سره مونږ هغې ته د پناه ورکولو اراده وکړه . بيامونږ د هغې د کوروالاوؤ سره  چې په روسيه کې وو د رابطى د نيولو کوښښ وکړ خو پرى کامياب نشو .
زما خويندو د هغې سره ډير ښه رويه او سلوک کاوه ته به وايى چې دا دوى دريمه خورده . ماهغې ته د اسلام په اړه يو څه معلومات او ښيګڼې وړاندى کړى خو هغې په ډيرى سختۍ سره رد کړى .
نو پدى وخت کې ماته دا معلومه شوه چې دا ديو متعصبې مذهبي کورنۍ پورى تړاو لرى . چې اسلام او مسلمانان يې ډير بد راځي .
ما پدى رابطه د خپلو خويندو سره پوره کومک وکړ او په بعضى موقعو کې به په خبرو کې هم ورسره شريکيدو . نو يوه ورځ مونږ د هغې لپاره چې د اسلام د تعارف او پيژندلو په اړه په انګريزى ژبه يوه رساله د ځان سره راوړه .
د دى وينا شاهد د اسلامي کتابخانې مسئول دى . هغه ويلى چې کله دا سړى زما کتابخانې ته راغې نو د هغې سره څلور ښځې وى چې دريوؤ يې حجاب درلود او يوى يې نه درلوده او مخ يې لوڅ وو نو ماچې هغې ته وکتل نو زه پوهـ شوم چې دا کومه اجنبي ښځه ده او بيا مې داسې په زړه کې تيرشول چې کيدايې شې چې روسي ښځه وي ، ځکه چې روسي ښځې بعضې روسي سوداګرو له ځان سره راوستلې .دغه روسۍ چې زما کتابتون ته راغلې وه يوڅه وخت وروسته د اسلام راوړلو او قبلولو هيله ښکاره کړه . خو ما ورته وويل چې ته بايد مخکې لدى چې اسلام قبول کړى بايد  د اسلام په اړه مطالعه وکړى او په اسلام باندى ځان پوهه کړه . ماورته يو څۀ کتابونه او رسالى ورکړى او ورته مې وويل چې دا ښه مطالعه کړه .
 هغې هغه کتابونه يووړل مطالعه ئې کړل . بيا د هغه سړى سره راغله نو ماترى د اسلام په اړه يو څه پوښتنې وکړى . هغې د هغو پوښتنو صحيح ځواب راکړ. نو د هغې نه وروسته هغې ښځې د اسلام د قبلولو اعلان وکړ . او کله ئې چې د اسلام راوړلو اعلان وکړ . او مسلمانه شوه نو بيا ما هغه سړى ته د څو ښځو ادرسونه ورکړل . چې دا ښځه هغوى ته بوځي او د هغوى نه قرآن کريم لوستل په صحيح طريقې سره زده کړي .
 يو څو ورځې وروسته هغه سړى د هم هغې ښځې سره يو ځائې زماليدو ته راغى . نو اوس هغه روسۍ پيغله د هغه سړى د ژوند ملګرى وه . هغه جلۍ ډيره خوشحاله وه . او پدى خبرې د الله ج تعالى ډيره شکرګزاره وه چې هرڅه دى ته د دى د ارادو او خيال نه ښه مهيا شوى وو .
بل ځلى مې چې کله هغه ښځه وليده نو زه يو شي ډير حيران کړم او هغه دا چې دا ځل هغې ځان په حجاب کې داسى پوښلې او پټ کړى وه چې يواځې دوريځو او سترګو نه ئې بغير نور ټول ځان پټ وه .
دحجاب کيسه يې هم جا لبه وه :
دواده نه وروسته مونږ دواړه د يو څه ضرورى شيانو د اخېستلو لپاره بازار ته لاړو . هلته زماد ښځې نظر په يوې داسې ښځې ولويد چې ټول ځان ئې په حجاب کې پټ کړى وو او دبدن هيڅ عضوه ئې نه ښکاريده ،هغې هغه ښځه سرترپايه وليده . په تعجب سره ئې زمانه پوښتنه وکړه چې دى ښځې ولى ټول ځان پټ کړى ؟ اياپدى ښځه کې کوم عيب دى ؟
نو ماپه جواب کې هغې ته وويل چې دا ښځه پدى عمل سره الله تعالى پوره راضې کول غواړى .
نو زما ښځې ماته وويل کله چې زه بازار ته داخله شم نو دا ټول خلک ماته ډير ډير ګوري او د دى ليدونه ماته ويره محسوسيږي. نو لدى وجې د دى پټول ضروري دى .د دى نه پس به زما څيره يواځې زما ميړه ګوري او بس . اوس به زه بازار ته بغير له حجابه نه ځم . نو بس حجاب يې په همدى بازار او په همدى وخت کې واخيسته او فوراً ئې واغوست .
څو مياشتې دواړه غيب شول ، يو او بل  به د هغه فلسطيني او دهغې د ښځې په باره کې پوښتنې کولي چې هغه دواړه څه شول هغوي به چيرته وي ؟ د هغوي په اړوند هيڅ معلومات نه وو .
شپږ اوه مياشتې وروسته مې يو ورځ هغه سړې وليد .

 او د غيبيدو خبره يې داسې راته وکړه:
زما د ښځې د پاسپورت وخت ختم شوى وؤ . نو د دى لپاره د اضروري وه چې په کوم ځاى کې يې چې پاسپورت جوړ کړى وه په هم هغه ځاى کې يې نوى کړى . نو د دى کار لپاره هلته تګ ضروري وه .
نو د تګ تابيا مو وکړه زما ښځې په حجاب کې هلته د تلو اراده وکړه . ما هغه يو څه وويروله چې پدى ډول سفرکې به د ډيرو مشکلاتو سره مخ شو. نو هغې زما خبره په ډيره سختۍ سره ردکړه . او ويل به يې چه د جهنم ( خس جوړيدونکو) ګناهګارانو او کافرانو ته سر نشم ټيټولى، او زه پدى کار راضې نه يم ، د اسر به صرف الله ته ټيټيږي .
خو روان شو . کله چې هوائې جهاز کې سواره شو نو خلکو راته بد بد کتل . بيا د طيارى خدمتګارى ډوډۍ او شراب په سوارليو تقسيم کړل . کله چې هغوى ډوډۍ او شراب وخوړل نو هغې سمدستې په خلکو تاثير وکړ نشه شول . او مونږ پورى يې ټوقى او مسخرى شروع کړى . زما ښځې د هغوې هيڅ پروا ونه کړه خندل به يې او ماته به يې ترجمه کوله . پرما به ډيرى بدى لګيدى خو هغې به ماته تسلې راکوله  . اوويل به يې د اکومى ټوقى او مسخرى چې مونږ اورو د هغو ټوقو او مسخرو په مقابل کې کومى به چې د صحابو ؤ ( رض) پورى کيدلى هيڅ حيثت نلرى .
هوائې جهاز نه مونږ په هغه ښار کې کيوتو کوم ښارته چې مونږ تلو . ما داسې فکر کاوه چې مونږ به سيده د خپلې ښځې د پلار کورته ځو او تر هغې به هلته اوسيږو ترڅو مو چې کارونه نه وي خلاص شوي .لاکن زماد ښځې سوچ او فکر څه بل رنګې وه .
هغې وويل ! زما کورنۍ نهائې متعصبه کورنۍ ده . زه اوس د هغوى څنګ ته تلل نه غواړم . او په يو هوټل کې به يو کوټه ونيسو په هغې کې به اوسيږو بيابه د نوى پاسپورت د اخستلو کار شروع کړو .
 اوله ورځ مونږ د پاسپورت د فتر ته راغلو د پاسپورت مامور زمونږ زوړ پاسپورت او عکس وغوښت زما ښځې هغه ته زوړ پاسپورت او عکس ورکړ او هغه عکس ئى ورکړ په کوم کې چې د هغې يواځې مخ ښکاره وو. او نورټول بدن ئې پټ وه . مامور بل داسى تصوير ترى وغوښت چې په هغې کې د هغې د مخ سربيره غاړه، ويښتان او نور اعضاء ښکاره وي . زما ښځې د هغې خبره ونه منله ،او په دى خبره هغه مامور مونږ بل مشر ته وليږلو،هغه بل ته وليږلو تردى چې د مشرافسر مخې ته ودريدو . هغه يوه ښځه وه چې مونږ سره ئې ډيربد چلند وکړ . هغې وويل ستاسو مشکل په مسکو کې د دې دفتر له عمومې مشرنه بغير بل څوک نشي حل کولاى، تاسو هلته لاړشۍ . ميرمن مې ماته وکتل او وى ويل . ځه چې مسکوته ځو . ماد هغې د مطمئن کيدو کوښښ وکړ او ورته مې وويل چې ستاعکس يواځې يو څو مامورين ګورى، او د دى په خاطر چې کوم کار ته کوى دا ضرورى ندى ،ستاپاسپورت د دى نه وروسته څوک ګوري! هغې ماته ځواب راکړ . او ويې ويل چې دا خبره بلکل ناممکن ده چې زه خپل سر د يو عکس لپاره لوڅ کړم . او بيا دا چې زه دى د الله د دين نه خبره هم يم !!
که چيرى ته ماسره تلل نه غواړى زه ځانله ځم . چې ترڅو د خپلې وسعې مطابق د اسلام د قانون او احکامو د رعايت کولو په چوکات کې خپل کاروکړم .

دمسکو په لور:
مونږ مسکو ته لاړو -  هلته هم مونږ د همداسى حالت سره مخ شو لکه اول چې ورسره مخ شوى وو .
د هغې دفتر مسول ډير بدسړى وو. هغه زما د ميرمن نه پوښتنه وکړه چې ماته څوک دا ثابتولى شي چې دا تصوير ستادى . هغه هم داوويل چې ته ماته خپله څيره او سر لوڅ کړه . چې زه دى وپيژنم . لاکن زما ميرمن دا ويل او اصرارئې کاوه چې زه يواځې ديوى ښځينه مامورى په وړاندى خپل سر او مخ ښکاره کولى شم . سړې چې دا خبره واوريده له غصې سورشو. نو پاسپورت ئې د ميز په روک کې بند کړ او وي ويل چې ترڅو مطلوب عکس رانه وړى نه به زوړ پاسپورت درکړم او نه به درته نوى جوړ کړم .  بيا ماخپلې ميرمنې ته يو څو خبرې وکړى خو ځايې ئې ونه نيوه .
ماورته وويل چې الله پاک انسان ترخپلې وسعې پورى مکلف کړى دى،هغې ماته زما د خبرى په ځواب کې د الله د کلام دا اياتونه ولوستل :
ومن يتق الله يجعل له مخرجاً ويرزقه من حيث لايحتسب ومن يتوکل على الله فهوحسبه ان الله بالغ امره قدجعل الله لکل شى قدرا. (الطلاق ٢_٣)
ترجمه :- او هرڅوک چې د الله ج نه وډاريږى نو الله ج به ورته له ستونزو څخه دوتلو يوه لاره پيداکړى . او په داسى توګه به روزى ورکړى چې د ى ئې ګمان هم نشې کولاى . او څوک چې په الله ج توکل وکړى . نو الله ئې بس دى .بې شکه الله ج  رسيدونکې دى کارخپل ته په تحقيق سره ګرځولى ده الله ج دهرشى لپاره اندازه.
د دفتر مشر راپورته شو او مونږ ئې د دفتر نه وويستو – مونږ خپل ځاى ته راغلواو په همدى موضوع مونږ دواړو خبرى کولى مونږ دواړو ديوبل د قانع کولو د پاره دلايل ويل چې شپه شوه مونږ يو څه ډوډۍ وخوړه . د ډوډۍ د خوړلو نه ما دخوب اراده وکړه او څملاستم . لاکن ميرمنې مې وويل چې جګ شه ائې زما د زړه سره مونږ په يو داسې حالت کې يو چې يواځي الله ج ته بايد لمونځ او دعا وکړو او د الله تعالى نه د دى مشکل د حل غوښتنه وکړو. جګ شه يو څو رکعته لمونځ وکړه . زه پدى خبره جګ شوم او څومره مې چې کولاى شو لمونځ مې وکړاو بيا څملاستم . لاکن هغې د الله ج بنده تمامه شپه په عبادت روڼه تيره کړه تردى چې زه يې سهار لمونځ ته راجګ کړم .
د دى کار نه وروسته هغې د پاسپورت خبره وکړه او ماته ئې وويل چې زه ورشو نو ما ورته وويل د عکس به څه کيږې ؟ هغې وويل زه چې ورسو بيا به ګورو د الله تعالى درحمت نه مه نااميده کيږه . مونږه  هلته ورغلو څنګه چې د فتر ته داخل شو . د دفتر ملازم مونږته اوازوکړ او زما ميرمنې په باره کې ئې پوښتنه وکړه چې دا هغه فلانۍ نومې ميرمن ده ؟
هغې چې دا آواز واوريده نو سرئې ورته وښوراوه چې هو ! نو ملازم ورته وويل ښه واخله دا ستا پاسپورت دى . د پرون شپى نه تيارشوى او ايښې دې .
پاسپورت هم هغسى تيارشوى وو څنګه چې زما ميرمن غوښته مونږ د هغې قيمت ورکړ ا و پاسپورت مو ترلاسه کړ . مونږ د دفتر نه راووتو نو ميرمن مې راته وويل چې ما درته نه ويل چې کله دى تقوى اختياره کړه او ځان دى الله تعالى ته وسپاره نو دهغې مشکل د حل لپاره الله ج لاره پيدا کوى . د ى الفاظو زما په زړه باندى ډر ژور تاثير وکړ او زړه ته  مې کيوته . زه په ژوندکې د دى نه وړاندى د داسى واقعي سره مخامخ شوى نه يم .   دفتر ملازم مونږ ته دا هم وويل چې د پاسپورت تصديق به په هغه ښارکې کوى چې چيرته مو پيدايش شوى دى .
مونږ همداخبره غوښته او داخبره مو غنيمت وګڼله چې هلته به لاړ شو د پاسپورت تصديق به هم وکړو او زما د ميرمنې پلارګنۍ او خپلوانو سره به هم وګورو .

دلور او زوم لپاره په زړه پورې مېلمستيا!
مونږ هغې ښارته ورسيدو مونږ هم هغسى وکړل لکه څنګه موچې کړي وو اول مو کوټه په هوټل کې ونيوله بيا د پاسپورت د تصديق لپاره هغې دفتر ته لاړو د پاسپورت تصديق مو وکړ. بيا د خپلې ميرمنې د پلارګنۍ د ليدو لپاره د هغوى کورته لاړو .کله چې يې د کور دروازى ته ورسيدو دروازه موټک ټک کړه ، ورورئې دروازه خلاصه کړه ، او خپله خورئې وپيژندله او په ليدلو ئې ډير خوشحاله شو خو په حجاب کې دخپلې خور په ليدو حيران شو. زما ميرمنې خندل او د خپل ورورسره ئې جوړپه خيرکول او کورته داخل شول زه هم د هغې پسې شا شاته کيدم او کورته ئې داخل شوم .
بيا هغوى خور او ورور دواړه يوې کوټې ته لاړل . يو ډير ساده غوندى کور وو او د غريبۍ او فقيرۍ نښې نښانې او اثار پکې دورايه ښکاريدل .
هغوى ټولو په کوټه کې په روسي ژبه يو بل سره خبرې کولې . هغوى چې څه سره ويل زما د ذهن او سوچ نه پورته وو. اوازونه ئې ورورو لوړيدل . بيا مې د هغې کوټې نه د سختى چيغې اواز واوريده .
يو ځل درى ځوانانو او يو پوخ عمره سړي زما دوهلو او وژلو په نيت پرما ګوزار وکړ . د دى پرځاى چې د زوم په حيث يې زما استقبال کړى واى، زماپه وهلو ئې شروع وکړه .
هغوى زه دومره ووهلم چې ما دځان سره دا سوچ وکړ چې زما دژوند اخرى صحنې دى ، ما د پاره د دى نه بله لاره نه وه ترڅو د دوى نه ځان په منډه خلاص کړم او ترى وتښتم .
ما دروازه خلاصه کړه او په منډه ترى سړک ته راووتلم – هغوى زما پسى وو. ترهغې مې منډى وهلى او هغوى هم راپسې وو، چې تر څو زه د بازار ګڼې ګوڼې ته داخل شوم او دهغوى د سترګو پناه او ورک شوم .
زه هغه ځاى ته لاړم چيرته چې مو کوټه نيولى وه . دا ځاى زما د خسر ګنۍ نه ليرى نه وو.
زماپه تندي او څټ د وهلو اثرات معلوميدل . د خولى نه مې هم وينه روانه وه او کالي مې شکيدلي وو.
ما دا سوچ کاوه چې زه خو بچ شوم خو زما دميرمنې به اوس څه حال وى ! زه خو اوس د هغې نه بغير نه شم پاتى کيدى . زما په زړه کې به ډيرى وسوسى او سوالونه پيدا کيدل . ما به ويل کيداى شى هغه ئى وژلى وى .
کيدائى شى چې هغه ماپريږدي ؟ کيدائې شى چې د اسلام نه پښيمانه شي؟ يقيناً چې شيطان پدى وخت کې زما په زړه کې ډيرى زياتى وسوسې پيداکولى . سوچونه او فکرونه زما په مغزو کې داخبره  تکراره وله تردى چې زه پدى پوهـ شوم چې زما ميرمن زما نه جداشوه .
زه اوس څه وکړم ؟ ايا دميرمنې کورته لاړشم ؟ لاکن دا هم کيداى نشى ځکه چې پدى هيوادونو کې د انسان د ژوند هيڅ ارزښت او قيمت نشته . کيداى شى داخلک چاته يو څه پيسى ورکړى او ما پرى ووژنى د دى نه پدى کوټه کې پاتى کيدل ښه دى . ټوله شپه په همدى پريشانه سوچونو او فکرونو کې تيره شوه. سحرمې جامې بدلى کړى او د کوټې نه بهر راووتلم ترڅو د خپلې ميرمنې حال او احوال معلوم کړم . دليرى نه مې د هغې کورته ليدل لږ وخت وروسته د هغې کورنه هغه څلور واړه کسان راووتل درى ځوانان او يوپوخ عمرسړې ، کومو چې زه وهلى وم . د دروازى د بنديدونه مې مخکې کوښښ وکړ چې خپله ميرمن له ورايه وګورم خو لاکن په نظر رانغله .
لږ وخت بعد هغه خلک بيرته راغلل او زه په ساعتونو د سړک په سر بى فايدى ولاړ وم.
درى ورځې په همدى ډول تيرى شوى . اوس زما د اميدونو ساه هم په ختميدو وه . او په زړه کې مې داسې تيريدل چې يا خو دى ميرمنې ته پريښودى او نورئې بدى راځې . او يا ئې مړه کړى ده .  لاکن د مرګ يقين مې پدى نه راته .که چيرى هغه مړه وائ . نو د هغوى د کور مخې ته به د معمول خلاف يو څه تغير هم ليدل کيده  . لکه د تعزيت لپار ه د خپلوانو تګ راتګ خو داهيڅ نه ليدل کيدل . نو زه پدى پوهـ شوم چې تراوسه پورى ژوندى ده . څلورمه ورځ چې کله هغه څلور واړه سړې د خپلوکارونو پسى روان شول او د کوره ووتل نو د کور دروازه خلاصه شوه او زماميرمنې اخوا ديخوا کتل او د څه شې په لټه کې وه .
د هغې څيره تکه سره او په وينو ککړه وه کله چې زه هغې ته نږدى ورغلم چې هغه مې وليده نو خپل هواس مې د لاسه ورکړل . هغې په ډيرو زړو او معمولى جاموکې خپل وجود پټ کړى وؤ . په لاسونو او غاړى کې يې هتګړى پرتى وى .
زماپرى زړه زښت ډير وسوزيد ، خو ويريدمه هم. هغې د دې بد حالت په ليدو سره زما حالت هم خراب شو په ځان مې قابو ونه موند تردى چې ورته په ژړاشوم .
هغې زه پوهـ کړم او راته ويې ويل اى زما زړه ته نږدى خاونده درې خبرى په غور سره واوره .
  زماپه پدى حالت کې دليدو سره مه خفه کيږه . زه تردى وخته پورى په خپل اسلام پاتى يم . په خداى مې دې قسم وي چې اوس په کومو تکليفونوکې يو، داتکليفونه د پيغيمبر (ص) دوخت او د هغه د اصحابو او لمړنيو ايمان راوړونکو د تکليفونو په مقابل کې د ويښته همومره حيثيت نلرى .
دويم خبر داده چې زمااو د کور د خلکو په منځ کې ته مه داخليږه.
دريمه خبره داده چې په کوم ځاى کې چې اوسيږى هملته زما انتظار کوه ،که الله تعالى کول زه به هملته تاسره ملاقات کوم . دخداى درحمت او فضل طلب ګار اوسه که وس دى کيداى شوه د شپى په آخره حصه کې لمونځ او دعا کوه ځکه چې هغه وخت د دعا بهترين وخت دى دعا پکښى الله تعالى قبلوى .
زه خپلى کوټې ته بيرته راغلم او له ورځ تيره شوه دويمه ورځ تيره شوه دريمه ورځ په تيريدوه چې زما کوټه چا ټک ټک کړه . زه چې د دروازى د خلاصيدو لپاره جګ شوم نوميرمنې مې په ډيره ټيټه لهجه وويل چې زه يم ستاميرمن دروازه خلاصه کړه . ماچې څنګه دروازه خلاصه کړه نو هغې وويل چې مونږ ددى ځاى څخه فوراً تلل غواړو .

ميړه او مېرمن په تېښته بريالي شول

هغې خپل حجاب ټول کړ او احتياطاً يې يوه خلطه کې کيښوده . بيا زه بيرون ووتلم او يو ټکسي مې ودراوه د ټکسي ډرائيورته مې وويل چې هوائې ميدان ته تلل غواړو . دا لفظ په روسي ژبه راته په لاس ليکل شوى وو . لاکن ميرمنې مې وويل چې د دې ښار هوائې ميدان ته نه ځو . ځکه زما کورنۍ به زمونږ د لټون لپاره راووځې هسى نه چې پيداموکړي .
مونږ د يو ليرى ښار هوائې ميدان ته تلل غواړو پدى ډول مونږ د پنځو ښارونو نه تير شو او يو داسى ښارته ورسيدو چې هلته هوائې ميدان وو. په هرحال مونږ هوائې ميدان ته ورسيدو .
ټکټ مو واخست خو پرواز کې يو څه وخت وو. نومونږ ديو څه آرام کولو لپاره يو ه کوټه په کرايه ونيوله چې تر څويو څه آرام وکړو .
ما دخپلې ميرمنې په وجود کې داسې ځاى ونه ليد چې زخم پرى نه وو. او نه مې داسۍ ځاى وليد چې په وينو ککړ نه وو.
بيا هغې هغه داستان چې په هغې تير شوى وو راته داسى بيان کړ. د ټولو نه وړاندى زما پلار او درى واړو ورونو زما د لباس په باره کې پوښتنه وکړه چې دا څه ډول لباس دى . ما ورته وويل چې دا اسلامي لباس دى . زه  مسلمانه شوي يم او دا زما ميړه دى . زه د ده سره راغلې يم . په اول کې هغوى زما په خبره باور نه کاوه بيا ما په تفصيل سره هغه ټوله واقعه ورته واوروله . او ورته مې وويل چې زه هغه تاجر پدى ډول يو بد او رذيل کا رکولو ته مجبورولم . هغوى چې زما خبرى واوريدى نو په جواب کې هغوى ټولو په يو آواز وويل ! که چيرى تاخپل عزت ليلام کړى هم واى د اسلام د قبلولو په مقابل کې مونږ ته د منلو وړ وه .
خو اوس ستاخوښه چې يا به بيرته خپل قبول کړى مذهب (اسلام ) پريږدى ،او يا به مرګ قبلوى ، ستاد پاره دا دوه ليارى دى بله کومه لياره نشته . بيازه هغوى وتړلم او دومره ظلم او زياتې يې راسره وکړ کوم چې تا واوريده .
د تړلو نه وروسته به بيابيا زما خواته راتلل او زه به يې په دورو او لښتو وهلم تر هغې پورى چې د دوى د خوب وخت به شو نو بيابه يې وهل بس کړل .
سبايي کې به ماسره کورکې زما مور او ١٥ کلنه خور وه ما شپى خوب ندى ترهغې پورى چې پر ما به بې هوشي راغله بيابه چې لږ څه په هوش راغلم نو هغوى به زما په وهلو بيا شروع وکړه . تردى چې زه به بيا بې هوشه شوم .
خور یی هم اسلام ومانه!
پدى وهلو کې به يې زمانه د اسلام د پريښودلو غوښتنه کوله خو ما به ردوله . بيامې خور زما څنګ ته راغله او پوښتنه ئې وکړه چې تاولى زمونږ د نيکونو او پلرونو دين پريښې دى ؟ ما دهغې سوال ته ځواب ورکړ او خپلو معلوماتو په رڼاکې مې ورته د دين وضاحت وکړ . نو بيا د هغې ذهن او زړه ته د اسلام پوهه او حقانيت کيوت او هغې ته مې د اسلام اساسى بنياد ونه چې ايمان راوړل پرى لازمي دى ور وښودل . هغې ماته وويل ! ته په حقه ئې او دا هغه دين دى چې د دى منل پرما هم لازم او ضرورى دى . د دى نه وروسته هغى ماته د خپل کومک کولو وړانديزوکړ او ويې ويل چې زه تاسره څه کولى شم؟  ماهغې ته وويل چې ته زما ملاقات زما د ميړه سره وکړه . هغې ته په لاره کې د تلو په حال کې وليدې او زه يې خبره کړم . هغې زما زنځيرخلاص کړ . بيايې دروازه خلاصه کړه ترڅو زد له تا سره خبرى وکړم . تردى زيات کومک ئې راسره نشو کولى . ځکه چې زه په درى زنځيرونو تړل شوى وم . يو زنځير زما په لاس کې دويم زنځير زماپه غاړه کې او په دريم زنځير زه ديو ى ستنې پورى تړل شوى وم . د دريمي زنځير کيلي زما د خورسره وه ، چې د انسانې ضرورت د پوره کولو په وخت کې به يې خلاصولم . او دضرورت د پوره کولو او رفعه کولو وروسته به يې بيرته تړلم .
دريمه ورځ زما خور هم اسلام قبول کړ .او بيا هغې د اعزم وکړ چې تاته به ددى سختيو نه نجات درکوم که زما ژوند پکې هم دمنځه ځي ولاړ دې شي .
د نورو دوو زنځيرونو کيليګانې زما د يو ورورسره وى . يوه ورځ زما خورخپلو ورونو او پلارته د زبر دستې نشى والا شراب د څښلو لپاره وړاندى کړل، کله چې هغوى شراب وڅښل سمدستې نشه شول . خور مې ډير زر دورور د جيب نه د هغوزنځيرونو کيليګانې راواخېستې او زما زنځيرونه ئې پرى خلاص کړل او زه په ډيره تادۍ سره تاته راغلم . خو مامې خورته داهم وويل چې ته به دى اسلام ترهغې نه ظاهر وى او پټ به ئې ساتې ترڅو چې مونږ يو څه لاره او ګودرپيدا کړو او بيا درسره کومک وکړو .
ميړه ئې د هغې ويلې کيسه په همدى ځاى ختمه کړه . 


اصلاح انلاین په  مننه
 
  1. دقران کريم ژباړه په لمانځه کې لوستل څنګه ده؟
  2. دقربانى څاروے نه د فائدي يا د څه كار اخستومسائل
  3. دقضائي مونځونو لپاره داذان اوتكبيرڅه حكم دى او دسړي اوښځې يو حكم دى او كه جداجدا؟
  4. دكليزبانګى يا چرګى قربانى كول په باره کی که لګ وضاحت را ته وکړې، د هډاوال وېب مدېر نه په مننه
  5. دكوتورو الوزول،دچرګانو،مرغانو،یادنوروحیواناتو جنګول څه حکم لرې
  6. دلته خلك واي كه جا د امام أبو حنيفة رحمت الله عليه د مذهب كومه خبره بريخوده نو هغه ددين نه خارجيري
  7. دلمونځ اداکولو طرېقه : انځوريزليکنه بزبان فارسې
  8. دلمونځ ترک کونکي مړشو نو دجنازې لمونځ به يې کولى شي اوکه نه ؟
  9. دلمونځ کونکي ترمخ تیریدل په څومره فاصله رواده ؟
  10. دليونى دقربانى مسئله
  11. دماخوستن لمونځ له خوب څخه وروسته دشپي په آخر كې صحيح دى اوكه نه ؟
  12. دماشومانو دپتنګ [ كاغذ باد ، ګوډى ] لوبه څه حکم لرې
  13. دماښام دلمانځه كولو څخه وروسته ا و د ماخوستن څخه مخكې ويده کیدل ؟
  14. دمروجه تعزيت حکم تعـــــــــــــــــزیه
  15. دملاقات په وقت کی پښتانه هرکله راشي واېې داسې وئیل دشرېعت په رڼا کی څه حکم لرې ؟
  16. دمړي پاسنې څا درسره څه اوکړې شې ؟
  17. دمړي په ښخولو،قحط او وباكې اذان كول ثابت دى اوكه نه؟
  18. دنامرد په ښځه با ندې هم هم عدت شته که يې خلوت شوې وي
  19. دنجومي دخبرې تصديق كول كفردى
  20. دنرلپاره د سختو مرضو سبب ګرځی او دښځی لپاره هم سخت تاوان رسوي .
  21. دنرښځى اذان اواقامت څنګه دى؟
  22. دهديري جومات کې دجنازې لمونځ
  23. دهغه مړی په بـدله کی ښځی ورکوی دشریعت له نګاه داعمل څه حکم لری ؟
  24. دواده پر مهال جاهلانه رسمونه او دودونه چې ټول ګناه،اسراف ،ظلم اوبې حيايي ده
  25. دوباره جنازه کول صحيح دي که نه
  26. دوفات څخه ورسته خپلې بي بي ته وږه ورکول صحيح دي :
  27. دولد الزنا په غوږ کې اذان کول اودهغه دجنازې لمونځ کول ضروري دي که نه ؟
  28. دين ، مذهب ، دولت او کلتور څه ته وايي ؟
  29. دينى كتابونومطالعه كوى دغه په دے كتابوسره غنى نه ګرځى اګركه
  30. ديوه طلاق په ورکولو سره چې يي کله راوکرځوله نورجعت وشو له بل سره دهغې نکاح صحيح نه ده ؟
  31. ديووهم اواشكال ازاله
  32. ديوڅوكالونه په پاكستان كښے درى اخترى كيږى اودوه اخترى دډيرى زمانى كيږى
  33. دټاكل شوي امام له اجازې بغير امامت اواذان صحيح دى اوكه نه؟
  34. دپيربيعت مقصود نه دی اصلاح مقصود ده
  35. دڅارويو او ځناورو سره هم د ښه سلوک اونرمی اود رحم او شفقت درس ورکوې شرېعت محمدې
  36. دښاغلي فیسبوک سره مرکه
  37. دښـځـې لپاره پرده ولــې ضروری ده؟
  38. دښكار دپاره څو خاص شرطونه مقرر دى چى بايد په نظر كى ونيول شي
  39. دښځوزیارتونوته تلل دشرعت له نظره
  40. دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت له ښځی
  41. دښځې او خاوند تر منځ څنګه زياته مينه پيداکېږي؟
  42. دکورونو په سر د( هذا من فضل ربي ) لیکل
  43. دی پښتنـورواج ده چـــی په جماعـــتونوکی مـــجلسونه کوی
  44. ذبح آداب اوطريقه اودعآء
  45. رمضان المبارک خصوصی نشریات
  46. روژه په کومو شيانو ماتيږي؟
  47. زامنوچې دپلار اواکا { تره } سره په ګډه کار کړی وي اوس په تقسیم کې برخه لري اوکنه ؟
  48. زكوات دادن براي مدارس دينى
  49. زما یوه دوسته ده چی ‍په یوه دفتر کی کار کوی هغی راته وویل
  50. زموږ دعاګانی ولی نه قبلیږی؟
  51. زه هم یو له هغه کسانو څخه یم چې د شرم له مخې مې دا ستونزه تر اوسه له کوم ډاکتر سره نده شریکه کړې
  52. زیارتودچراغولګولوحکم
  53. زیارتونه ، مندرونه
  54. ساحر او کاهن ته د علاح ، د ورک شي معلومولو … د پاره ور تلل حرام دي
  55. سجدهء سهو ، يعنی در صورتيکه در نماز سهو کنی
  56. سعودي حکومت:دپاکستاني ښځینه حاجیانو لپاره عبایي لازمي ده
  57. سفردر طياره بيدون محرم
  58. سهارله خوا د کوم ضرورت له امله ونه شی کولای چی غسل وکوی
  59. سوال : په ژبې سره نيت د مانځه دصحيح كيدلولپاره اړين دى اوكه يواځې په زړه كښې نيت كول بس دى ؟
  60. سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده که مکروه؟
  61. سوال :- مروجه حیله اسقاط چی دهرعام اوخاص لپاره جوړیږی څنــګه ده؟
  62. سوال :- پخول د خوراک په ربیـع الاول کی او یا په مــــــحرم کی صحح ده کنه ؟
  63. سوال :- ډیرخلګ په میراث کی خوراولــــورته کـــومه حصــه نه ورکوی
  64. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب په نـیت اویا دمصیبتوددفع په خاطرختمونه کوی
  65. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې
  66. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوورتـــــه تعزیه کوی
  67. سوال :-ډیری ښځی اوځنی سړی خاوری خوری ایاد کار جائزده اوکه نه ؟
  68. سوال :-یوله رواجونودپښتنوڅخه دارواج هم ده پسونه دننواتې په نامــه ورولې
  69. سوال:-دعیدسعیدپه ورځوکی خلګ هګۍ جنګوی دی خلګودی عمل تــه شریعت په کوم نظرګوری ؟
  70. سود د افغانانو دروازه ورټکوي
  71. سړي وويل چې کله فلاني ځاى ته لاړم نوزمادرې طلاقونه ددې څه حکم دى ؟
  72. سړی تر څومره مودې پورې د ميرمنې نه جلا مسافرت کولای شي ؟
  73. شيخ القرآن مولانامحمدطاهررحمه الله څوک وو؟
  74. شيطان څنګه نيکان خلک دوکه کوي (مهم مطلب دی تر آخره يې په پوره حوصله ولولې )
  75. طب جديد مسائل زياد فقهي پيدا ګرديده كه در اّن يك مسئله اهم در توالد ذريعه )تست تيوب ( است

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User