Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, May 6, 2011

يوعالم د يودهري پوښتنه جوابوي

يوعالم د يودهري پوښتنه جوابوي
اسد الدين باتور

   یو دهري او یو عالم او فاضل په لاره او سفر کې سره ملګري وه، دهري له عالم څخه پوښتنه وکړه چې تاسې ولې دا خپلې ښځې په کوټو او کورونو کې بندیانې کړي دي او نې پریږدۍ چې هغوي لڅ  مخ وګرځي ، او له آزاد طبعیت څخه ګټه پورته کړي ؟؟ او دا يې هم ورته وویل چې نقلي دلیل به نه راته وایې عقلي دلیل به راته وایې؟؟  
 عالم ورته وویل چې سمه ده ؛ په دې لحظه یې ورته څه ونه ویل او همداسې یې خپل سفر ته ادامه ورکړه، لږه شیبه وروسته دا وړوکی کاروان یو چیرته تم شو څو خپله ستړیا او ستومانتیا رفع کړي ؛ عالم له خپله جیبه یوه ښایسته او تکه سره مڼه راوایسته اول یې پوست کړه او بیا یې په خوند خوند ټوټې ټوټې  کړه او دهري ته یې ونیول دهري هم بېله څه ويلو   د عالم له لاسه مڼه واخیستل او ویې خوړل  !
عالم له دهري وپوښتل: آیا ته پوهیدې چې زما په جیب کې مڼه ده ؟
دهري وویل : نه زه نه پوهیدم چې ستا په جیب کې څه د  . ی
 عالم :  کله چې ما له جیب څخه مڼه راویسته نو آیا ستا خوښه سوه؟
دهري: هو بالکل ډېره ښایسته وه نو ځکه مې خوښه سوه  .
عالم: کله چې ما پوست کړه نو تا څه احساس کاوه ؟  
دهري: کله دې چې پوست کړه نو زړه مې وو چې ستا له ست څخه پرته پرې ورټوپ کړم او له لاسه يې درڅخه واخلم او ژر ژر ېې وخورم  .
عالم و دهري ته وویل چې زمونږ د مؤمينانو ښځې هم د همدې مڼې مثال لري، کله چې په کور کې وي او حجاب مراعتوي نو هیڅ څوک نه پرې پوهیږي چې دا ښایسته ده او که بدرنګه، چي کله له کوره ووځي او بې حجابه سي او بیا پوست سي لکه همدا مڼه نو ژر ده چې ستا غوندې بشري لیوان به پرې حمله وکړي او د هغې عصمت به لوټ کړي. کله چې یوه ښځه څومره په خوندي او پټو کالیو کې له کوره بهر ووځي په هماغه اندازه د بشري لیوانو له ښکاره په امان وي اوکه چیرې یې بې حجابۍ ته بډ وهلې نو بیا لکه ددغې سرې مڼې په شان ګرځي چې وار له واره یې یوه مړۍ ګرځوي.
منبع :تعليم الاسلام ولسي راديو

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User