Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, April 4, 2011

شيخ القرآن مولانامحمدطاهررحمه الله څوک وو؟

شيخ القرآن مولانامحمدطاهررحمه الله څوک وو؟ 
 
شيخ القرآن مولانامحمدطاهرپنجپيري،ديوبندي،حنفي نقشبندي 
رحمه الله داسلامي تاريخ هغه ځلانده څېره ده چي سره ددې چي
نوموړی دامهال په دې فاني دُنياکي شتون نه لري خوبياهم دده نوم ژوندی دی،دده شاګردان موجوددي اودده
دعوت دومره عام شوی دی چي اوس يې دمستقل مسلک رنګ اخيستی دی.
مرحوم مولاناصاحب دپاکستان دخيبرپښتونخواايالت دصوابۍ دسيمي دپنجپيردکلي اوسېدونکی وو،
لدې کبله اوس دده شاګردان د پنجپيريانوپه نوم سره هم ياديږي.
شيخ القرآن رحمه الله دجماعت اشاعت التوحيدوالسنة مؤسس اوباني هم دی .

شيخ القرآن رحمه الله دعصري تعليم دتحصيل وروسته ديني تعليم ته مخه کړه،ددرس نظامي کتابونه يې ولوستل،دقرآن کريم تفسيريې
دامام الموحدين جناب مولاناحسين علي الواني رحمه الله اومولاناعبيدالله سندهي رحمه الله څخه ولوست .
داحاديثودوره يې دهندوستان په مشهوره مدرسه دارالعلوم ديوبندکي وکړه اوله هغه ځای څخه يې دعلم دفراغت سندترلاسه کړ.
نوموړی چي کله خپله سيمي ته راستون شو،نوپه سيمه کي دجهالت اوله دين څخه دناخبرتياله کبله ډېرداسي عقائداوعادات مروج ووچي هغه داسلام سره په تضادکي وو،نوشيخ القرآن مولانامحمدطاهررحمه الله دهغوپه خلاف په کلکه ودرېداوخلګوته يې دتوحيداوسنت په لوردعوت ورکړو.
په هغه وخت کي دقرآن عظيم الشان تفسيراوترجمه کول ګناه
ګڼل کېده.
شيخ القرآن مولانامحمدطاهرپنجپيري رحمه الله دقرآن کريم تفسيرشروع کړواوخلګ يې دقرآن کريم سره بلدکړل .
خولکه څنګه چي معلومه خبره ده چي د حق په خلاف هروخت باطل ځواکونه خپله مبارزه جاري ساتي،نولدې کبله شيخ القرآن رحمه الله دمشرکانواوبدعتيانولخواپه ډول ډول تورونوسره تورن کړل شو:کله به يې ويل چي داکرامت نه مني،کله به يې ويل چي خيرات نه مني اوداسي نور....
په داسي حال کي چي دغه تورونه بالکل بې ځايه اوښکاره درواغ دي .
ځينوتردې پوري ويلي دي چي نوموړی مذهب نه مني چي دايې داسي لوی اوښکاره دروغ دی چي دعقل خاوندبه يې هيڅکله دويلوناوړه جسارت ونکړي .
دشيخ القرآن رحمه الله شاګردان اوس دپنجپيريانوپه نامه سره پېژندل کيږي داځکه چي دشيخ مرحوم دکلي نوم پنجپيردی .
پنجپيرځکه دې کلي ته ويل کيږي چي په دې کلي کي په يوه زمانه کي پنځه پيران اوسېدل،لدې امله ورته پنجپيرويل کېدل .
دشيخ مرحوم په لکونوشاګردان اوس هم موجوددي .
چي دڅومشهورونومان دادي :
شيخ القرآن والحديث مولاناعبدالجبارباجوري صاحب.
شيخ غلام حبيب هزاروي صاحب .
شيخ القرآن مولاناميرسميع الحق افغاني صاحب .
شيخ سراج الدين صاحب(باړه) .
شيخ ياربادشاه صاحب .
علامه خان بادشاه صاحب
علامه سيدعبدالسلام رستمی صاحب.
شيخ محمدطيب طاهري صاحب .
شيخ اميرحسين صاحب .
شيخ ولي الله صاحب .
مولانافضل حق صاحب .
مولاناصوفي محمدصاحب(اميرتحريک نفاذشريعت)
شيخ محمدافضل صاحب .
مولانامحمدرفيق صاحب مشهورپه شيخ تنارصاحب .
مولاناقلم الدين صاحب مرحوم(سابق اميرجماعت تبليغ افغانستان)
مولانامحمدالدين صاحب(چمن) اوداسي نور.....
دده له وفات څخه وروسته يې اوس زوی شيخ القرآن مولانامحمدطيب طاهري صاحب ځای ناستی دی چي دپنجپيرپه کلي کي هرکال په لسګونوزره کسان دقرآن کريم دتفسيرپه درس کي برخه اخلي .
شيخ مرحوم ګڼ کتابونه هم هم ليکلي دي چي دځينونومان يې دادي:
نيل السائرين الی طبقات المفسرين .
البصائرللمتوسلين باهل المقابر.
الرسالة البيضاءفي مسألة الدعاء.
النشاط عن حيلة الاسقاط.
الانبساط في شرح النشاط.
ضياءُالنور.
الانتصارلسنة سيدالابرار.
اصول السنة لردالبدعة .
اوداسي نور...

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User