بلوتوت
څه شی دی
ژباړه:
انجینر سید
حبیب شاه تړون
بلوتوت
هغه بې سيمه
توكى دى،
چي موبايل، PDA،
كمپيوټرونه
او نور هغه
وسايل چي يو
دبل سره داړيکو نيولو
قابليت ولري
يو دبل سره
تړي.
دبيلګي
په توګه همدا
اوس تازه ديو
سيمينار څخه
خپل كورته
راغلاست ليپ
ټاپ مو په لاس
كي دى PDA مو
ترملا تړلې او
موبايل مو په
چيب كي دى
څنګه چي تاسي
كورته رسيږى
او دپرينټر
ترڅنګ تيريږى
نو په اتومات
ډول ستاسو ليپ
ټاپ كمپيوټر
دبلوتوت په
مرسته پرينټر
پيداكوي او
ستاسي هغه
ياداښتونه چي
تاسي په سيميناركي
ليكلي وه
وپرينټرته
استوي او پركاغذ
يې چاپوي.
اوياهم
خپله كورتۍ
ځړوى او ديوڅه
دچښلو دپاره
ديخچال خواته
ځئ چي ستاسي
موبايل
دخبرتيا ږنګ
وهي چي ستاسي
مطالب
دپرينټر څخه
راووتل يعني
تاسي كولاى سئ
چي خپل مطالب ترلاسه
كړئ.
دبلوتوت
تاريخچه:
دلمړي ځل له پاره
داريكسون
سويډني كمپنۍ
په 1994م كي
دبلوتوت په
اړه فكر وكړ
او يو كم
مصرفه ارزانه
اړيکه
يې
دموبايل او يو
بې سيم سيټ
ترمنځ وړاندي
كړه.
دبلوتوت
دانجينرۍ كار
په 1995م كي پيل سو
اوكوښښ وسو، چي دغه
ارتباط دټولو
وسائلو لپاره
رامنځته كړى.
داريكسون
كمپنۍ د
(بلوتوت) نوم
چي
ديوډنماركي پاچا
نوم وو ددې
لپارهانتخاب
كړ چي د 940 او 981 م ترمنځ
يې دخپل حكومت
په دوران كي
په سوله ايزه
توګه
دډنمارك،
جنوبي سويډن
او شمالي
ناروې ترمنځ
يې ارتباطات
قايم كړل چي
دغه كار په
تاريخ كي ده
ته
دارتباطاتو
دقايمولو ديو
ماهر اولس مشر
لقب وركړ نو
ځكه اريكسون
شركت داښه
وبلل چي زموږ
دغه منځته
راتلونكى
تخنيك هم بايد
په سوله ايز
او ارام ډول
دتوكو ترمنځ اړيکي
ټينګي
كړي.
اريكسون
شركت پوهيدى
چي يو شركت
نسي كولاى، چي دغه
نوى تخنيك عام
او
دبرياليتوب
پولي ته ورسي
نو ځكه يې په 1998م كي د IBM،
اينټل،
نوكيا، 3Com،
توشيبا او
مايكروسافټ
سره يو
پروتوكول لاسليك
كړ چي دغه شركتونه
به په ګډه
دبلوتوت
دپرمختګ او
پياوړتيا
دپاره
كاركوي، تردې
وروسته تر 2000
زياتي كمپنۍ
لكه Lucent،
موتورولا، او
نور په دغه
سازمان كي ورګډ
سول.
دبلوتوت
پېژندګلوي:
بلوتوت
دراډيويي څپو
په خپرولو سره
دموبايلونو،
ليپ ټاپ
كمپيوټرونو
او نورو
برېښنايي
وسايلو ترمنځ
دارتباط
نيولو دپاره
كاريږي.
داترټولو
ارزانه بې سيم
ټكنالوجي ده
چي لږ فاصله
وهي او ددوو
هغو وسايلو
ترمنځ
ارتباطات قايموي
چي دغه
ټكنالوجي لري
دغه ټكنالوجي
كولاى سي چي
په بې سيم ډول
پيفامونه،
عكسونه اونور
اطلاعات يوبل
ته يوسي او
راوړي.
دبلوتوت
راډيو په يو
مايكروچيپ كي
دننه ځاى
پرځاى سوېده
چي د 2.4GHz بېنډ
فريكونسۍ
باندي كار
كوي.
دغه
ټكنالوجي د(Spectrum frequency Hoping spread) څخه
استفاده كوي چي
په يوه ثانيه
كي 1600 واره خپل
سيګنال ته
تغير وركوي تر
څو نور برقي
امواج
دبلوتوت په
څپوكي مداخله
ونكړي پردې
سربېره
بلوتوت
داطلاعاتو
دتبادله كولو
لپاره دمقابل
طرف دپروګرام
په مرسته لمړى
پېژندل كيږي
او بيا وصليږي
ترڅو
داطمينان رامنځته
سي چي زه دخپل
اړونده ملګري
سره وصل سوم.
دغه
ټكناجي دوه
ډول امواج
خپروي دلږي
فاصلې وهونكي
امواج چي
كوچنى محيط
ترپوښښ لاندي
راولي لكه يوه
خونه او ياهم
زياته فاصله
وهي دغه سيسټم
كولاى سي چي
يو په يو
اوياهم يو دڅو
سره ارتباطات
قايم كړي.
دغه
ټكناجي 720 kb/s
ډېټا استوي او
دلس متره په
اندازه امواج
خپروي (ددغه
امواجو په
پياوړي كولو
سره كولاى سي
چي تر 100 متره پوري
امواج خپاره
كړي) اوداتوان
لري چي ددېوال
يا نورو
غيرفلزي توكو
څخه خپل امواج
هاخوا واستوي
كه چيري يو
دريم سيګنال
دبلوتوت په
امواجو كي
مداخله وكړي
نو داطلاعاتو
انتقال قطع
كيږي خو دريږي
نه.بلوتوت
دمختلفو
وسايلو ترمنځ
يومشتركه ژبه ده
چي (PAN personal area network)
شخصي نيټورك منځ
ته راوړي
اووسايلو ته
دازمينه
برابروي چي يودبل
سره وصل سي.
ننني
سيسټمونه
كولاى سي چي دامواجو
په خپرولو سره
تر اوو زياتي
دستګاوي په يو
بل سيسټم كي
فعاله كړي.
بلوتوت
لرونكي وسايل
د 10 څخه تر 100
مترو پوري خپل
امواج خپروي
او كولاى سي
چي په يوه
ثانيه كي 720
كيلوبايټه
اطلاعات بلي
خواته واستوي
كله چي په
بلوتوت سمبال
وسايل يوبل ته
نژدې كيږي نو
په اتومات ډول
يو دبل سره
ارتباط نيسي.
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.