Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, February 1, 2011

خوب څه شى دى؟

خوب څه شى دى؟
 
ژباړن : عطاء الله خان حيران
 
په دې کې شک نه شته ،چې نوو تهذيبنواو ډېروبختياو شوق،پرمختگ اوهمدارنگ ددغه وخت ذوقونو لوړميعارپه مسلسه توگه دننۍ ورځې انسان له چلنج سره مخ کړى دى
نوې غوښتنو اوخوندونوله نني انسان څخه جسماني اوروحاني راحت اوسکون اخستى دى
دنني ورځې انسان کړه وړه لکه ديوه ماشين په څېرد مادي اړتياو ، خوشحالي اوخواهشاتودپوره کولوپه هڅه کې دى
نودغوکارنودننۍ ورځې انسان په ژوندکې خوراډېربدلونونه راوستي دي هغه بدلونونه دادي چې له انسان څخه يې فطري سکون په بشپړه توگه ا خستى دى په مسلسله توگه جسماني ستړيا، خام خوبي اوپه ټولنيزو ستونزو بې سارې بختياو دانسان جسماني اوعصابي صحت خوراډېرمتاثره كړى دى ډېروخام خوبيوننى انسان په رنگه رنگ اعصابي اوجسماني ، اروايي نارغيوباندې اخته كړى دى ،
جسماني ناارمي ،ذهني ستړيا،دماغي فشار په انسان کې ناهيلي ،زړ ه بدوالى رامځته کوي له دې سره سر ه ذهني ځواک له کاره لويږي حتادفلج کېدوخطره ورته پېښيږي
جسماني ځواک ذهني تاذکي اودخوشحاليولپاره ارام ډېرضروري دى اودارام لپاره خوب دقدرت يوه په زړه پورې نعمت دى
تاسې بايد له دغه نعمت څخه په بشپړه تگه گټه واخلى
پروخت خوب اوپروخت له خوبه پاڅېدل دوخت ښه اړتيا او اوصول اوقدرتي طريقه ده تاسې خپل خوبونه بې ځايه لکه په ټي وي بې ځايه بنډارنوباندې مه خرابوئ
هره ورځ انساته لږ ترلږه ٦ _٨ ساعته ارام ډېرضروري وي
کله چې ستاسې خوب پوره شي له هغه نه ورسته که موخيال کړى وي په تاسې کې دکارکولو نوى صلاحيت اوځواک پيداکېږي
دشپې دژر ويده کېدو اودسهار وختي پاڅېدو عدتونه په ځان کې پيداکړئ ، که دغه قدرتي زرين اوصول موترپښولاندې کړل نوخپل صحت سره سره به موخپلې ټولې خوشحالۍ په سيندلاهوکړي وي
الهي فرمان دى _ هغه يوالله (ج) دى چاچې شپه ستاسې لپاره پرده پوښه اودخوب ،راحت اوسکون لپاره پيداکړې ده او ورځ يې دويښتيادگرځېدو اودکارلپاره پيداکړې ده ولې هغوى نه پوهېږي چې ماشپه ستاسې دسکون لپاره پيداکړې ده او همدارنگ ورځ مې د(محنت مشقت) لپاره رڼاکړې ده
جالينوس چې يومشهور حکيم دى هغه ويلي دي.خوب دجسم دارام لپاره اودخوړو دتحليل لپاره ډېراړين (ضروري) دى
سهارترډېره ناوخته خوب جسمي کمزورتيااوهمدارنگ ذهني پراگندې رامنځته کوي خودماسپښين اودغرمې ترمنځ يوساعت خوب چې دانسانيت لارښودحضرت محمد(ص ) سنت هم دي ډېرفايده لري دنوي څېړنوپراساس خوب دصحت ،حسن اوښکلا لپاره ډېرضروري دى
يوجرمنى ليکوال جرگن زولى ويلي چې کم خوب انسان ډېرژر زړه وي همداسې دې ته ورته نورو پوهانو دويناپه مطابق ،
که انسان په پرلپسې توگه بې خوبه پاتې شي اوهمداسې يې عدت وگرځي نودانسان به نه يواځې چې رزمره ژوند به يې له ستونزونه ډک وي له دې سره سره به دته ډول ډول نفسياتي ،جسماني ،اروايي ،فشار، دزړه ناروغۍ ، دهضمې خرابى اوعصابي ... ناورغيواخته کېږي ،
ده د بې خوبۍ اصل لامل د شپې تر ډېره تلويزون ته کتل، کلبونوته تلل، ښودلي دي ،
هغوى ټول په دې ټينگار کوي چې بايد پروخت ويده او پروخت را وېښ شو، د انسانيت لار ښود د حضرت محمد(ص) خپلو امت ته د خوب اداب ورښي فرمايي: د ماسختن د لمانځه نه وروسته ژر ويده شئ.
زموږ په ژوند کې د تاوتريخوالي او همدا رنگ د ډول ډول ناروغيو همدا وجه کېداى شي، چې موږ د اسلام د سپېڅلي دين او د انسانيت لارښود حضرت محمد(ص) لارښونې مو له پامه غورځولي او يا مو هېرې کړي.له قيلولې نه جسم سکون ميلاويږي دماغ ځواکمن او عقل تېزېږي قيلوله د ماسپښين د خوراک نه وروسته د لږ ساعت لپاره خوب ته وايي پوهانو ډاکترانو هم دا منلې ده.
خو د يادونې ده چې د ورځې په ساعتونو ساعتونو خوب د صحت لپاره سخت مضر دى.
ورځ د محنت مشقت او د کار لپاره الله(ج) پيدا کړې ده، چې انسان خپل ورځني کارونه پکې په ښه توگه پر مخ بوځي او شپه يې د خوب ارام لپاره پيدا کړې ده، چې ورځنۍ ستړيا مو ورباندې رفه شي.
په دې اساس کله چې مو د ماسختن لمونځ وکړ بايد ژر تر ژره خپل ځانونه د خوب غېږې ته وسپارو کله كه خوب نه درتلو پام مووي، چې د خوب درمل و نه خورئ.
د خوب د نه راتلو پروخت بايد خپل ذهن تش کړئ. خپل جسم سست پرېږدئ په ښۍ اړخ څملۍ او خپل ښۍ لاس د رخسار لاندې کړئ او د الله (ج) ذکر وکړئ، الله (ج) په پرلپسې توګه له ځانه سره وايي په دې سره به انشاءالله ډېر ژر تاسې ته خوب خپله غېږ پرانځي دا د بې خوبۍ ازميل شوى روحاني علاج دى که په اوداسه کې ياست آيات الکرسي تلاوت کړئ، بې له شکه ټوله شپه به له دښمن او د شيطان له شره وژغورل شئ په امن کې به وى انشاءالله.
د خوب لپاره يو څو گټورې مشورې:
١- د شپې د خوب لپاره او د سهر د پاڅېدو لپاره يو خاص وخت وټاکئ او ورباندې په کلکه توگه عمل وکړئ.
٢- د شپې له مخې کوښښ وکړئ، چې کم خوراک وکړئ، چې ژر هضمه شي.
٣ – د شپې له ويده کېدو تر مخه مشروب يانې چاى يا داسې نور شيان ډېر مه سکئ.
٤ – د شپې د خوراک نه وروسته څلوېښت قدمه واخلئ او د سهر مهال ورزش مه هېره وئ.
٥ – له ويده کېدو نه وړاندې سترگې پټې کړئ او خپل جسم سست پرېږدئ.
٦ – که خوب نه درتلو نو د خپلې خوښې گټور کتاب مطالعه وکړئ.
٧ – له خوبه مخکې په نيم گرمو اوبو باندې ولامبئ او ښه عطر وکاروئ.
منبع:استاد روهی

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User