Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, February 13, 2011

سورة الرحمن{په شعر کښې}

سورة الرحمن

{په شعر کښې}

الرحمن
الله دی مهربان
رازده يې دی قران
پيدايې دی انسان
قوت يې دی ورکړی دخبرودبيان
که لمرده که سپوږمۍ ده
په نظم دي روان
که ستوري دي که ونې
سجدې کادسبحان
آسمان يې ودرولی اوميزان يې اويزان
داځکه چې څوک ونه کاتيری له دې ميزان
داومنئ په ځان
انصاف کوئ په وزن کې نه تله کې تاوان
هواره يې ده ځمکه
 له پاره دمخلوق او د انسان
په ځمکه  کې مېوې دي
خرماوې يې خوږې دي نورې نورې ډېرې ونې
اغوستې يې څرمنې
له پاڼوله دانويې خوشبوکړی دی ريحان
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
دخټوله خميره يې جوړکړی دی انسان
داورله سروشغلويې جوړپېری په نوم دجان
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
مولادشرق وغرب دی بې له شکه بې ګومان
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
دوه لوی سمندرونه يې دي څنګ ترڅنک روان
دوی نه سره ګډيږي اوپرده يې  ده ترميان
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
راوتي له بحرونومرواريد دي اومرجان
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
روانې يې په بحرکې بېړۍدغره په شان
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
داڅه چې دي موجودپناکيدونکي دي داټول
يوازې به وي پاتې بس الله عظيم الشان
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
سمبال چې په وجوددي
که پاس دې په آسمان کې که په ځمکه کې موجوددي
پوښتنه دهرکارکوي له ربه هرزمان
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
يه ډلودپېريانو
سره دانسانانو
ډېرژربه دروزګارشومونږحساب ته په يوآن
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
پېريانوانسانانو
که تاسې تښتېدلی شئ له پولوله بريدونو
له ځمکې آسمانونو
نوهلئ منډه واخلئ
خونه شئ تښتېدلی مګر وتښتئ په توان
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
نازلې به پرتاسوکړمه سرې لمبې داور
له جوشه خوټېدلي ويلي مس
کومک به مويوبل ته سره ونه رسي هېڅ
له ويرې به اخته وئ بس ايله  په ويردځان
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
چې کله څيري ويري يوناڅاپه شي آسمان
چې ښکاري لکه ګل سورلوغړن
ياتکه سره څرمن
ياسره له جوشه تېل وي خوټيدونکي دښوون
پړقيږي له هيبت دلويې ويرې په طوفان
نوکوم نعمت به  وګڼئ درواغ درب منان
په داسې يوه ورځ به دګناه اودنقصان
پوښتنه چېرې نه شي له پيري اوله انسان
داځکه چې الله ته ددوی هرڅه دي عيان
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
مجرم به په اسانه له څېرې پېژندل کيږي
له پښواوله ويښتوبه په هيبت شي اويزان
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
هغوی چې په دنياکې له دوزخه وومنکر
بس هغه مجرمان به وي دوزخ ته ورروان
يوې خواته به اوروي بلې خواته جوش اوبه
په منځ کې به وي ګيردجوش اوبواودنيران
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
خوچاچې دالله منلی امراوفرمان
اوځان يې ؤساتلی له ګناه اوله عصيان
په برخه به يې شي دوه جنتونه عاليشان
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
جنت کې به وي څانګې څانګې ونې دښکلا
له سيوري له ميووبه يې خونداخلي جنتيان
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
په دې دووجنتونوکې به دوې چينې بهيږي
دکيف ډکې اوبه به يې هرچيرې پيداکيږي
لذت اوبرکت به وي مدام پکې روان
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
جنت کې به داهرډول مېوه جوړه جوړه وي
خوږوالی به يې حس په دنيانه وي کوم انسان
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
تکيې دجنتيانوبه وي جوړې له ورېښمو
ميوې يې چې زړه غواړي وررسيږي به په آن
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
مېرمنې دښکلاقمرجمالې به پکې وي
دښکليوحياناکوسترګووالې به پکې وي
پخوابه کوم پيري ددوی جمال نه وي ليدلی
اونه به يې لمن ته لاس ورتېروي دانسان
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
داښکلې به ښکاريږي لکه لال اويامرجان
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
جزاد احسان بل څه نه ،مګر چې دی احسان
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
له دې دووجنتونوشته نورهم ددوی په شان
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
له ډېرې شين والۍ نه به تک توروي نمايان
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
په دې دووجنتونوکې به دوې چينې خوټيږي
يوبېل شانې لذت به وي مدام پکې روان
نوکوم نعمت به وګڼئ دروا غ درب منان
مدام به دخرماوودانارو،وي دوران
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
اوحورې به پکې وې ښايسته دګل په شان
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
خېموکې به وي حوروپه حياپټ کړی ځان
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
چې نه به  وي لمس کړې کوم پيري ياکوم انسان
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
وڅنګ ته به يې ايښي وي ښايسته شنه بالښتونه
په ښکلي فرش به ناستې وي په ډاډ په اطمينان
نوکوم نعمت به وګڼئ درواغ درب منان
دی ډېربرکتي ستادرب نوم عظيم الشان
څښتن دی دعزت اودجلال اوداکرام

                       انتباه اوخبردارې

(( د چاپ ټول حقوق محفوظ دي خالدمنصورهداوال سره))

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User