چې يوه نيكې كمه شي
يو
روايت كې راځي ، چې په ورځ د قيامت كې به الله رب العزت يو نوجوان ودروي د هغه ګناهونه او نيكى به
ټولې سره برابر شي ، الله رب العزت به ورته وايي اې بنده ! كه تاسره يو نيكى وه
ما به ته جنت ته بوولى وي نوجوان به ورته وايي اې الله رب العزت ! ماته اجازت راكه زه به خپل خپلوانو نه
وغواړم ، الله رب العزت اجازت وركى دا نوجوان خو په زړه كې ډېر ډاډه
وي ، چې زما خپلوان خو په دنيا كې ماته په هر مصيبت كې پكار راتله ، او زه به دوى ته
پكار ورتلم نو ضرور به يو نيكى راكوي .
اول
به راشي خپل ورور ته او ورته وايي به وروجانه ! مونږ دنيا كې يوځاى زندګى كړېده ،
زما او ستا خوشحالى يوه وه غم مو يو وه ما او تا به يو لاس يو بازو و .
كه
ستا به څه ضرورت وه ما به پوره كول ، او كه زما به څه ضرورت وه تا به پوره كول ،
اوس ماته يوه نيكى پكار ده يوه نيكى راكه ، ورور به ورته وايي جناب نن ورځ زه ستا
مدد نشم كولى هسې ، نه زما نيكى كمه شي زه به څه كوم ، ورور به جواب وركى ، ورور
نه به مايوس پلار ته لاړ شي ، ورته وايي به پلارجانه ! زه ستا ځوى يم ، ستا د سترګو
يخوالي يم ، ستا لختى جګر يم ، زما يوې نيكى ته ضرورت ده كه ماته يوه نيكى راكى
دنيا كې به چې كوم مشكل ماته راته ته به ماسره ولاړ وې ، پلارجانه ! ته خو زما د
سر سورى يي ، زما مشكل ده كه يو نيكى راكى ، زما مشكل حل كېږي ، مګر پلار به ترې
نه انكار وكى ، او ځوى به مايوس ترېنه لاړ شي .
خور
ته به يې ورشي ورته وايي به زما خورجانې ! زما او ستا په دنيا كې څومره محبت وه ،
ما هر څه له تانه قربان كړى وه ، زه ستا ورور يم ، ماسره يوه نيكى كمه ده ، كه يوه
نيكى راكى ، مګر خور به هم انكار وكى ، دا نوجوان به راشي خپلې ښځې ته او پوره
يقين به وي ، چې دا خو به ضرور نيكي راكوي ورته وايي به زما او ستا څومره محبت وه
، تا به څه شى غوښتل ما به راوړل اوس ماسره يو نيكى كمه ده كه يوه نيكى راكى ، زما
ټول مشكل حل كېږي ، دا به هم انكار وكى .
رابه
شي خپلې مورې ته او دلته به دا پوخ يقين وي چې مور به مې نيكى راكوي ، ولې په دنيا
كې په ما باندې ډېره مهربانه وه ، زه ورځم مور ته مې ، مور ته به يې راشي ورته
وايي به مورجانې ! زه ستا ځوى يم ، ستا د سترګو تور يم ، ستا لختى جګر يم ، ماته
يوه نيكى راكه ، كه را نكى زه جهنم ته ځم ، مور به يې انكار وكى ، په زور سره به
چغې وهى ، مورجانې ! ستا ځوى ستا مخې ته فرياد كوي ، ستا مخې ته ژړا كوي ، يوه
نيكى غواړي ، مورجانې ! خپل ځوى باندې لږ ترس وكه .
خپل
ځوى باندې رحم وكه ، خپل ځوى باندې خيال وكه ، مورجانې ! دنيا كې به زه تا ګرمى ته
نه ودرولم ، اوس جهنم ته ځم ، ماته د يوې نيكى ضرورت ده يوه نيكى راكه ، سره د
دومره سوالونو بيا هم مور يې انكار كوي ، او نيكى به نه وركوي ، الله رب العزت مونږ پخپل فضل او كرم سره جنت ته بوځي .(۱)
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.