Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, January 13, 2011

تيارى پنځه دي هغې لپاره رڼاګانې پنځه دي .


حضرت ابوبكر صديق رضی الله عنه فرمايي

سيدنا حضرت صديق اكبر

رضی الله عنه

فرمايي : ( الظلمات خمس والسراج لها خمس ) .
ژباړه : تيارى پنځه دي هغې لپاره رڼاګانې پنځه دي .
اول : حب الدنيا ظلمة والسراج لها اتقوى .
ژباړه : محبت ددنيا تيار ده ، او رڼا د هغه لپاره تقوى ده .
دويم : الا ثم ظلمة والسراج لها التوبة .
ژباړه : ګناه تياره ده رڼا د هغه توبه ده .
دريم : القبر ظلمة والسراج لها لااله الالله محمد رسول الله .
ژباړه : قبر تيار ده د هغه رڼا د هغه لپاره كليمه ده .
څلورم : والاخرة ظلمة والسراج لها العمل الصالح .
ژباړه : اخرت تياره ده رڼا د هغه لپاره عمل صالح ده .
پنځم : والصراط ظلمة والسراج له اليقين .
ژباړه : پل صراط تياره ده ، د رڼا د هغه لپاره يقين ده .
عزتمندو ! كه دې پنځو تيارو لپاره د رڼا بندوبست ونه كو ، نو د آخرت ټوله زندګى زمونږ په تيارو كې وي ، الله Y دې مونږ د تيارونه وساتي ، آمين ـ

د آخرت لپاره اول منزل

زما وروڼو ! د اخرت لپاره پنځه منزل دى .
اول منزل د انسان د ساه د وتلو حال ده
كه چېرته دا كس نيك وي استقبال ته د جنت نه فرشتې راځي
او كه چېرته دا كس ګناه ګار وي جهنم نه فرشتې راځي او د ځان سره د وهلو اسباب هم راوړي .
كله چې دده روح قبض كوي ددې كس نه دومره زيات بد بوى ځي چې فرشتو خپلې پوزې بندى كړي وي .

دويم منزل

د انسان لپاره قبر ده حديث شريف كې راځي قبر د خاورو يو ډېرى ده يا باغ ده د باغونو د جنت نه ، يا كنده ده د كندو د جهنم نه .
عزتمندو ! كله چې قبر ته يو نيك كس ورشي نو قبر ورته وايي دنيا كې چې څومره انسانان وه ، د هغه ټولو نه زيات زما تا سره محبت وه ، ته اوس مونږ ته راغلى يي ته زما حسن سلوك ګوره ، دېنه بعد به قبر دومره وسيع شي چې څومره د مړي نظر كار كوي ، هغو نه به قبر آزاد شي .
او كله چې فاسق ، فاجر ، ګناهګار قبر كې كېږدي ، نو قبر ورته وايي دنيا كې د ټولو انسانانو نه زما ستا نه نفرت راته ، او ته ماته راغلى ته زما سلوك اوس ګوره ، قبر به دومره پرې تنګ شي چې پوښتې به يې يو بل نه اخوا ديخوا وزي .

دريم منزل

حشر ده حديث كې راځي چې قيامت لپاره يوه ورځ پنځوس زره كاله ده .
عزتمندو ! دا به د مؤمن لپاره نه وي د نيكو خلكو لپاره به يو څو لحظي وي ، حديث شريف كې راځي د مؤمن لپاره د قيامت ورځ د سهار د دوه ركعتونو برابر وي (۱).
عائشه صديقه رضی الله عنها

فرمايي : حضور علېه سلام د ټولو نه كم وخت د سهار سنت دوه ركعته ښودلى دى .
زما وروڼو ! د قيامت په ورځ چې كله خلك راوچت شي هر كس به د خپل نفس غم كوي ، او هر انسان به د خپلو ګوناهو مطابق خولو كې ډوب وي ، څوك د پښو د ګټې پورې ډوب وي ، څوك به د زنګنو پورې ډوب وي ، څوك به نامه پورې ډوب وي ، څوك به ستوني پورې ډوب وي ، صرف په خولو كې به ډوب نه وي بلكې دې خولو كې به سوزي ، لېكن بعضو نيكو خلكو باندې به دومره خوله راځي لكه يو كس چې بيت الخلاء كې وي او خوله ورباندې راشى يو كس به هم حركت نشى كولى ترڅو پورې څلور سوالو جواب ورنه كړي .
اول سوال : تا خپل عمر كوم كارو باندې تېر كړى ده
دويم سوال : تا د خپل جسم طاقت په څه باندې خرچ كړى ده
دريم سوال : تا په خپل علم باندې څومره عمل كړيده
څلورم سوال : تا خپل مال د كوم ځاى نه پيدا كړى ده
او په كوم ځاى باندې دې خرچ كړيده

څلورم منزل

ميزان ده دلته به هيچا نه پوښتنه نه وي صرف اعمال به تللى شى ، دلته به دهر انسان خطر وي ، چې نيك اعمال به درندېږي او كه بد اعمال به يې درندېږي .

پنځم منزل

پل صراط ده پل صراط داسې پل ده چې د ويښته نه نرى ده او د تورې نه تېره ده ، دې باندې به هر كس تېرېږي دا پل تياره كې ده ، مؤمنان به د خپل ايمان په رڼا تېرېږي ، د قيامت په ورځ باندې به خلك د خپل ګناهونو مطابق په خپل شكل كې ولاړ وي ، او د چا مخ به سپين وي ، د چا به تور وي ، الله رب العزت دى مونږ د تور مخ نه وساتى ، آمين ـ



(۱)  بيهقى د يو فرض لمونځ روايت ذكر كړى ۱۲ او مسند امام احمد هم دا روايت كړى ۱۲ .

انتباه اوخبردارې 

د چاپ ټول حقوق محفوظ دي خالدمنصورهداوال سره

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User