Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, November 26, 2010

مسواك د دين او ساینس تر منځ


مسواك د دين او ساینس تر منځ

ليكوال: ډاكټر حسان شمسي باشا

ژباړه: هدايت الله هميم
 

هغه مهال چې مسلمانانو پر نبي (صلّی الله علیه وسلّم) پسې په اقتدا سره د غاښونو د پاکوالي لپاره مسواک کاراوه، – لوېدیځوالو- لکه ډاکترشوکت الشطي چې وایې د پاکۍ نه لږ خوند اخیست. دوی به د خپلوغاښونو ساتنې لپاره پر (بولو) تشو متیازو مضمضه کوله، لكه د روم (نبیلات) چې پرې مشهور وو.
او د دې لپاره به یې له اسپانیې راتلونکې متیازې غوره ګڼلې! که به دا هم نه وې، بیا به یې د غویانو متیازې کارولې!!، او تر شپږمې پېرۍ پورې دې لړۍ دوام درلود.
رسول الله (صلّی الله علیه وسلّم) په خپل صحیح حدیث کې، چې احمد او نسایی او ابن ماجه روایت کړی، ویلي:
”مسواک د خولې پاکوونی او د ربّ راضي کوونی دی”.
او د امام احمد په مسندکې له (التمیمي) څخه روایت دی وایې:
”عبدالله بن عباس مې له مسواکه وپوښت، وېې ویل: تر هغې یې نبي (صلّی الله علیه وسلّم) راته امرکاوه، چې پردې ووېرېدوچې په اړه یې پرې وحي رانازله نه شي”.

د مسواک تعریف:
مسواک په لغت کې هغو لرګي یا لرګي ته ورته څیز ته وایې چې د غاښونو ناوړه بوی او ژېړوالی له منځه وړي. او علما په دې متفق دي، چې مسواک سنت دی، او ډېر ټینګار پرې شوی، او نبي (صلّی الله علیه وسلّم) پرې مواظبت کړی.
رسول الله (صلّی الله علیه وسلّم) ویلي:” که چېرته زما پر امت نه سختېدی، د هر اوداسه لپاره به مې د مسواک امر ورته کړی وای”.
او په صحیح مسلم کې له شریح بن هانی نه راغلي، چې وایې: بي بي عایشه مې وپوښتله چې نبي (صلّی الله علیه وسلّم) به چې کله کورته دننه شو، لومړۍ په یې په څه پیل کاوه؟ هغې وویل: په مسواک.
او راځئ چې ووینو نبي (صلّی الله علیه وسلّم) څنګه شپه تېروله:
عبدالله بن عباس په یوصحیح حدیث کې وایې، چې ابوداود یې اخراج کړی: یوه شپه له رسول الله (صلّی الله علیه وسلّم) سره ویده وم، کله چې له خوبه راویښ شو په پاکۍ یې پیل وکړ، خپل مسواک یې راواخیست وې واهه، بیا یې اودس وکړ، او دوه رکعته لمونځ یې وکړ بیا خپل ځای ته راغی تر یوې شیبې ویده شو بیا را ویښ شو همداسې یې وکړل، بیا خپل ځای ته راغی ویده شو بیا ویښ شو بیا یې همداسې وکړل، هر ځل یې مسواک واهه او دوه رکعته لمونځ به یې کاوه، بیا یې وتر وکړل”.
داسې ویل کېږي، چې د (الفسطاط) په جنګ کې چې مصرهم هماغه مهال ازاد شو، کله چې کفارو مسلمانان د مسواک وهلو په حال کې ولیدل، دا ګومان یې وکړ،چې ګواکي د دوی د خوړولو لپاره یې خپل غاښونه تېروي، خو حقیقت دا وو چې دوی د خپل ربَ د خوښۍ لپاره مسواکونه وهل، او همغه و چې بری یې په برخه شو.
غوره مسواک کوم دي
د مسواکو تر ټولو بهتره ډول هغه دی، چې د ”الاراک” له ونې واخسیتل شي، د رسول الله (صلّی الله علیه وسلّم) مسواک به د نوموړې ونې څخه و، دغه ونه په سعودي عربستان، او په طور سیناء، سودان، پاکستان، او ایران او نوروهېوادونو کې شنه کېږي.
د”داریا” په تاریخ کې عبدالقاضی الخولاني له انس رضي الله عنه روایت کوي، وایې:” په مسواک باید ملتزم اوسئ، بهتره څیز مسواک دی، کنډې کپرې له منځه وړي، بلغم راوباسي، د سترګو لید پیاوړی کوي، اورۍ کلکوي، معده جوړوي، د جنت درجې زیاتوي، پریښتې یې ساتنه کوي ‎، او د ربّ د خوښۍ لامل ګرځي، او شیطان په غوصه راولي”.
القشیري وایې:” مسواک له ځانه سره مل کړﺉ، ځکه په مسواک کې څلورویشت ځانگړتیاوې دي، ځینې یې دادي چې:
•    د رحمن (خدای) د خوښۍ لامل ګرځي.
•     د خولې بوی ښه کوي.
•     اورۍ کلکوي.
•     درد اراموي.
•     د غاښونو درد له منځه وړي
•     او پریښتې ورسره ملګرتیا کوي”.
مسواک په روژه کې
رسول الله (صلّی الله علیه وسلّم) د فرضي روژې په ورځ کې مسواک واهه، امام بخاري په خپل صحیح کې له عامر بن ربیع څخه داسې اخراج کړی، چې وایې: “رسول الله (صلّی الله علیه وسلّم) مې ولید چې په بې شمېره توګه یې مسواک واهه او روژه به یې وه”.
شافعیه او حنابله دا ښه ګڼي، چې له غرمې وروسته مسواک نامستحب دی، بلکې ځینو ویلي،چې مکروه دی، ځکه چې د روژه لرونکي لپاره د سهار په پیل او پای کې مندوب دی.
ابوبکربن العربي ویلي: زموږ علماوو ویلي: “مسواک د خولې بوی نه ورکوي، د خولې پاکوالي دی، د روژه لرونکي لپاره نه دی مکروه، لکه په خوله اوبه تېرول، بلکې نبي (صلّی الله علیه وسلّم) د روژه لرونکي د خولې بوی ستایلی”.
او ابن القیم په خپل (الطب النبوي) نومي کتاب کې دا خبره داسې روښانه کړې، چې وایې: “او هرمهال مسواک وهل یو ښه کار دی، او د لمانځه اوداسه، او له خوبه د ویښېدو پر مهال، او د خولې بوی له منځه وړلو لپاره، پرې ټینګار شوی، او د روژه نیوونکي او خوړونکي لپاره هر مهال مستحب دی، چې یو شمېراحادیث پکې راغلي، او روژه نیوونکی ورته اړتیا لري، او ځکه چې د ربّ د خوښۍ لامل دی، او خوښي یې په روژه کې له بوزې ډېره مطلوبه ده، او دا چې د خولې پاکوونی دی، او د روژه نیوونکي د ښوکارونو څخه یو پاکوالی دی.
لنډیز:
(جمهورعلما‌ء) وایې، چې مسواک د ورژتي لپاره د ورځې په پیل او پای کې مستحب دی، او د (شافعیه) وو او (حنابله ) وو مشهور قول دا دی، چې له غرمې وروسته نامستحب دی، هغه بوی چې الله ته له مښکې ښه دی، تغییر ونه مومي.
مسواک په اوسني طب کې
اوسني طب د مسواک پرګټوټینګارکړی، د ډاکترطارق الخوري په یوه څېړنه کې راغلي، چې په Clinical Preventive Dentistry  مجله کې په کال 1983 کې خپره شوې.
•    د ” اراک” ښاخونه لاندې څیزونه لري، د (الکلور) مواد، چې د غاښونو ژېړوالی او رنګ نیونې لپاره ګټوردي، او(سیلکا) مواد، چې د غاښونو په سپینوالي کې غټ رول لري، او یو ډول کلک مواد،Resins او بل داسې مواد، چې نوموړو موادوته ورته دي او د اوریو د زخمونو پیوستون لپاره کار کوي، او بل داسې مواد، چې یو څیز له خرابېدا ساتي.
•    او ښاغلي استاد ډاکترمحمد علي البار په خپل (مسواک) نومي کتاب کې هغو وروستیو علمي څېړنوته پاملرنه کړې، چې د مسواک په اړه خپرې شوېدي.
•     همداسې د ډاکترعبدالرحیم محمد له (ریاض) څخه، او ډاکتر جېمس ترند له (امریکا) څخه په خپلو څېړنو کې په دې ټینګار کړي، چې د ” الاراک” په ښاخونوکې د جراثیمو، التهاب، او ورستېدو ضد مواد شته.
•    د المان (روستوک پوهنتون) د جراثیمو پوهنې مشروایې:” د عربو د لامده مسواک په کارولو کې ډېر حکمتونه دي، ځکه وچ کارول یې د هغو موادو لپاره، چې جراثیم له منځه وړي، زیاته اغېزه نه لري، که چېرې وچ وکارول شي، نو ښایی شته مواد په لاړوکې حل شي.
•    بل حکمت یې له یو مهاله تربله د مسواک په بدلون کې دی، (یعني کارول شوې برخه پرې کول، او بله برخه یې رالوڅول)، ځکه د زیات مهال کارونې له کبله د جراثیمو د مقاومت مواد پکې له منځه ځي.
•    ډاکتر(کینټ کیودېل) د امریکا په اتلانتاکې د غاښونو څېړندویه نړیوالې ټولنې په دوه پنځوسم سمینار کې داسې وویل: ” دا یو روښانه حقیقت دی، چې د مسواک کارونکي د سالمو غاښونو څښتن وي، په برتانیه او هند کې ځینې کمپنۍ د غاښونو د موادو په جوړولو کې د مسواک څخه اخیستل شوي مواد کاروي”.
•    د امریکا (مینوسوتا) پوهنتون له څېړنو دا جوته شوه، چې هغه زنجي مسلمانان، چې مسواک کاروي، د هغو پر پرتله،چې برش او مصنوعي دواګانې کاروي، د سالموغاښونواو اوریو څښتنان دي.
•    د ریاض پوهنتون څېړنو ښودلې او پدې یې ټینګارکړی،چې په مسواک کې د (سنجرین) په نامه یو ډول مواد دی، چې پاکوونکي دي. او یوبل ډول د (صموغ او نشا)، او یو ډول تروش مواد دي، چې لاړې دې ته چمتوکوي، چې په پاکوالي کې مرسته ورسره وکړي.
•    ډاکترعبدالرحیم محمد (د ریاض پوهنتون د غاښونو په پوهنځي کې استاد) یوه څېړنه کړې، چې په ترڅ کې یې دا ومونده چې که د مسواک (سر) له یوې ورځې زیات وکارول شي،پرته له کارول شوې برخې بدلون څخه، ښایې ځینې مواد د غاښونو په را چاپېره جوړښت اغېز وکوي، له دې کبله مسواک وهونکو ته دا توصیه کوی،چې مسواک باید د څلورویشت ګړیو لپاره وکارول شي، او بیا کارول شوې برخه ترې وسکښتل شي، او نوې برخه یې په کار واچول شي.
اوسنی طب د مسواک په کارولو کې څه وایې ؟
د برې ژامې غاښونو مسواکول باید جداوي، او همدارنګه د کوزې ژامې، او د پاکولو خوځول باید د برې ژامې لپاره له بره ښکته پیل شي، او د کوزې ژامې لپاره له لره برته په اوریو تېرېدونکی وي، چې د وینې تګ راتګ چارند کړي، او د څېړونکو له تجربو دا ثابتیږي، چې د غاښونو پاکولو حرکت باید د غاښونو د اوږدوالي مېچ سره برابروي،او که داسې نه وي- لکه پسور باندې – د مخې اوږدو غاښونو مېچ سره برابر، له دې یو لړلوی زیانونه او د غاښونو د انسجام خوړل او (ولیو) لوڅوالی پیدا کېږي.
(قلح)
د غاښونو د ناپاکوالي له اصلي شکلونو څخه یو دی، چې عبارت دي د خوړو له پاتې شونو، او بکتریا څخه.. او د وخت په تېرېدوسره سختیږي، په ځانګړي توګه کله چې یو سړی خپل غاښونه نه پاکوي.
په دې کې شک نه شته،چې د خولې بوی د یوسړي د پاکوالي او پاملرنې څرګندوی وي، او خلک له هغو چا څخه،چې خوله یې ناوړه بوی کوي، لرې ګرځي او کله چې خبرې کوي، ځان ترې ګوښه کوي، یا خپل مخ ترې اړوي، او ښایې د دې په کورنیزه ژوند یو منفي اغېزه وي، چې تزلزل راپنځوي.
د مروان زوی عبدالملک خولې بوی کاوه، یوه ورځ یې په مڼه خوله ولګوله ا وخپلې ښځې ته یې وروارتېږله، او ښځې یې چاړه راوغوښته ده ورته وویل: څه پرې کوې؟ دې ورته وویل: ناوړه څیز ترې لرې کوم، دا خبره پر عبدالملک ډېره سخته شوه، او فوراً یې طلاقه کړه.
د خولې د بوی لاملونه څه دي؟
د Family Health په دایرة المعارف کې راغلي:
ډېرکم داسې پېښېږي، چې د خولې بدبوی د ناروغتیا له کبله وي، غالباً دغه بوی له نشه یي توکو او شراب څښلو څخه پیداکېږي، یا د (اوږې) او پیاز له خوراک څخه، او د خولې او غاښونو پاکوالي ته نه پاملرنه، اما د هاضمې کمزورتیا د خولې د بوی سبب نه کېږي او د خولې ناوړه بوی لاملونه په دوه ډوله دي،چې مهم یې د خولې وچوالی دی، او دغه د خولې د ناوړه بوی له اصلي لاملونو څخه دی.
ځینې وخت د خولې وچوالی د خوب پرمهال راځی، چې د ډوډۍ پاتې شوني د بکتریاوو په کارسره ګډیږي، چې د راویښېدو پروخت د ناوړه بوی پایله ګرځي، لکه په هغو خلکو کې چې دا ملاحظه لیدل کېږي، چې د زکام په وجه له پزې تنفس نه وباسي.
او(لوږه) د خولې د ناوړه بوی بل لامل دی. خو د روژه تي د خولې بوی د الله په نزد د مښکو له بوی څخه بهتره دی.
لکه همداشان چې په نشه یی موادو اعتیاد د خولې د بدبوی سبب ګرځي.
او ځینې خوراکونه لکه اوږه او پیاز جسم له دې ډول موادو څخه د ځینې نورو موادو په شکل خلاصوي، چې له (نفس) ایستلو سره ناوړه بوی راوځي.
او دا هېڅ د تعجب خبره نه ده،چې رسول الله (صلّی الله علیه وسلّم) د اوږې او پیاز په نه خوړلو امر کړی، چې لمونځ کوونکي یې له بوی څخه تنګ نه شي، وایې: “چا چې اوږه، پياز، او ګندنه خوړلې وي، زموږ مسجد ته نه نیږدې کېږي، چې پریښتې له هغو څه چې بني آدم تنګیږي، دوی هم تنګیږي” د مسلم په روایت.
او په دې کې شک نه شته،چې د خولې ناپاکوالی د خولې د بوی سبب کېږي، لکه د (اوریو) ناروغتیا او د غاښونو کنډې کپرې د خولې د ناوړه بوی سبب ګرځي.
- اما د ثانوي  لاملونه یې  چې ډېره مشهور نه دي، دا لاندې دي:
د پزې د سوریوالتهابات، او د ځیګر  او کلمو ناروغتیا او داسې نور.
.

سرچینه اصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User