Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, November 26, 2010

سیلاب

سیلاب


(( سیلاب راغى، منډه واخلئ، هغه دى كورونه او انسانان يې يووړل )) دا څومره لړزوونكې اوخورا له هيبته ډكې جملې دي، تاسې وواياست چې خلك به دداسې سويو نارو پر مهال په څومره چټكي سره دځان ژغورنې هڅه كوي؟؟؟ اوتاسې كله دا فكر له ځانه سره كړى دى چې پر دنيا سېلاب ولې راځي؟؟


په نړۍ كله ناكله سېلاب ځكه راځي چې مونږ دآخرت له ستر سېلابه خبر او نقشه يې په لاس راكړي اودا راوښيي چې پر تاسو تردې هم يو ستر سیلاب راروان دى چې دځمكې پر مخ به ټول ژوندي سري په ډېره لاپروايي سره له خپله ژونده بې برخې كړي، زمونږ ټول كلك اوسپنيز بندونه به رامات كړي اودغره په څوكه به هم څوك ترې خوندي پاتې نه شي.


د دنيا په سېلاب كې خو يواځې انسان د كښتۍ په مټ ځان ژغورلى شي، خوداسې خلك ډېر كم دي چې د آخرت له ستر سېلاب څخه يې د ځان ژغورنې له پاره څه اندېښنه كړې وي، د آخرت له سېلاب څخه به يواځې هغه څوك خوندي وي چې د ښه عمل كښتۍ يې لادمخه جوړه كړې وي .


مونږ په وار وار سره خداى پاك په خپل ستر كتاب او پيغمبر عليه السلام په خپلو ارزښتناكو لارښوونو كې ددغه ستر سېلاب په راتلو خبر كړي يو اومونږ ته يې له هغه څخه دژغورنې لارې ښودلي دي ، څو د آخرت په سېلاب كې ډوب شوي خلك دا ونه وايي چې مونږ چا د سېلاب په راتګ خبر كړي نه وو.


څرنګه چې اوس له پيغمبرصلى الله عليه وسلم نه وروسته بل پيغمبر نه راځي نوددغه ستر پيغام رسونه زمونږ دديني عالمانو يوه ډېره اړينه او سپېڅلې وظيفه ده چې خلك د ژبې اوقلم له لارې ددغه ستر سېلاب له راتلو دمخه خبر كړي اومخكې تردې چې دغه ستر سېلاب دژوند هرډول بندونه ونړوي چې بيا نه دبل چا د راويښوولو اونه په خپله د ويښېدلو يې وخت پاتې وي بايد خلك دمخه دغه سیلاب ته ځير كړى شي.


اسلام ته د بلنې ددې ستړې اغزنې لارې ستونزې بايد مونږ ناهيلي نه كړي اوكه مونږ دغه پيغام خلكو ته په ښه ډول ونه رسوو بيابه مو غاړې بندې وي.


حبيب الله قاسمي
سرچینه پښتواسلام

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User