په دنيا كې دګناوو زيانونه
له بهشتي زېور څخه
۱ ـــ له علمه بې برخې كيدل.
۲ ـــ درزق كموالى.
۳ ـــ د الله پاك له يادولو غافله كېدل چې په ياد سره يې زړونه ډاډ ترلاسه كوي.
۴ ـــ د نيكو خلكو له خبرو او مشورو نه لرې كيدل.
۵ ـــ په زياتره كارونوكې ستونزې پيدا كيدل.
۶ ـــ دپاك زړه له لاسه وركول.
۷ ـــ د بدن كمزوري كيدل.
۸ ـــ دعمر كميدل.
۹ ـــ د توبې اېستلو نعمت له لاسه وركول.
۱۰ ـــ د الله پاك په وړاندې شرميدل كيدل.
۱۱ ـــ نورو خلكوته دزيان رسولو له امله پرې دخلكو بد ويل.
۱۲ ـــ د عقل او ذهن كمزوري كيدل.
۱۳ ـــ شك او شبهاتو زياتيدل.
۱۴ ـــ دملائكو له دعاوو بې برخې كيدل.
۱۵ ـــ شرم او غيرت له لاسه وركول.
۱۶ ــــ له زړه څخه د الله پاك د لويي وتل.
۱۷ ـــ دنعمتونو كميدل.
۱۸ ـــ دغمونواو ستونزو زياتيدل.
۱۹ ـــ پر انسان دشيطان زورور كيدل
۲۰ ـــ زړه پرېشانه اولالهانده كيدل.
۲۱ ـــ د مرګ پر وخت كې دكلمې ويلو څخه بې برخې كيدل.
۲۲ ـــ دخداى له رحمت څخه ناهيلي كيدل اوله امله يې له توبې پرته له دنيا څخه تلل.
مولانآشرف علي التهانوي رح
منبع پښتواسلام
