پيغمبرعلیه سلام د مزدورانو لپاره رحمت ده
كله چې حضور علیه سلام
دنيا ته تشريف نه وه راوړى ،
مزدور به ټوله ورځ مزدوري وكړه ، لس ــ
لس ورځې به
مزدوري وكړه ، مياشت به مزدوري وكړه ،
ټول كال به مزدوري وكړه ، مګر مزدوري به
ورته نه مېلاوېده .
مزدور سره به دوكى كولى ،
چا به ورته د انسانيت په
سترګه نه كتل مزدور لپاره هيڅ كوم قاعده او قانون نه وه .
هيڅ كومه ظابطه نه وه
مزدور سره هيڅ كوم اخلاق نه وه
هيڅ كوم دستور نه وه
هيڅ كوم منشور نه وه
مزدور به ټوله ورځ مزدوري وكړه ، هيڅ به هم نه
مېلاوېدل .
مزدور به پريشان كور ته روان وه كله چې دنيا ته
آقائى دوجهان راغى ،
وې فرمايل :
اعطوالا جيراجرة قبل ان يجف عرقه(۱) الحديث .
مزدور ته مزدوري وركوي مخكې د خولو وچېدو
نه
نو ځكه الله رب العزت ورته فرمايي :
] وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلاَّ رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ [ .

