Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning
Showing posts with label دقربانى دغوښي خوراك اوتقسيم. Show all posts
Showing posts with label دقربانى دغوښي خوراك اوتقسيم. Show all posts

Wednesday, November 2, 2011

دقربانى دغوښي خوراك اوتقسيم

 

دقربانى دغوښي خوراك اوتقسيم

 

(1) مسئله : مستحب داده چه دقربانى دغوښے نه پخپله اوخورى اونوروته هم وركوى اګركه غنى مالداروى اوځنى ترى ځان له اوساتى.
دليل : ويستحب له ان ياكل من اضحية( البدائع،ج ۵،ص ۸۰( الرد ج۶، ص۳۲۸) وياكل من لحم الاضحية ويؤكل غنيا ويدخر
( ردالمحتار،ج۶،ص۳۲۸)
(2) مسئله : كچرى يوسړى ډيرعيال داروى يعنے كوړمه ئى ډيره وى نوټوله غوښه ځان له ساتلے شى.
 دليل : وندب تركه     لذى عيال توسعة عليهم (الردج۶،ص ۳۲۸)
(3) مسئله : مستحب داده چه غوښه ددے حصے درےكړى يوځان له اوبله دخپلوانواوبله دغربيانودپاره.
دليل :والافضل ان يتصدق بالثلث ويتخذالثلث ضيافة لاقارب واصدقا ئه ويدخر الثلث ( البدائع،ج۵، ص ۸۱، الهندية ج۵،ص ۳۰۰) ( الرد،ج۶،ص ۳۲۸)
(4) مسئله : شپږقسمه قربانى غوښه خوړل جائزنه دے ،يوه هغه چه دهغے نذرشوى وى دويمه هغه چه دقربانى دورځوتيريدولونه وروستوذبحه كړيشى، دريمه هغه چه دمړى دطرف نه دهغه په حكم اووصيت سره ذبحه كړيشى، څلورمه چه په فقيرغريب سړى باندې په اخستوسره واجب شوى وى داپه نزدبعض علماؤ،پنځمه هغه چه دقربانى څاروى لنګ شى اوربچى نه ئى آئنده كال قربانى اوكړيشى، شپږمه چه بعض شركاء پكښے دتيرشوى كال قضااوكړى داټولے واجب التصدق دي په غريبا نوباندې.
دليل :والحاصل ان التي لايؤكل منهاهي المنذورة ابتداء والتي و جب التصدق بعينهابعدايام النحروالتي ضحي بهاعن الميت بامره علي المختاركماقدمناه عن البزازية والواجبة علي الفقيربالشرآء علي احدالقولين المارين ، والتي ولدته الاضحية كماقدمناعن الخانية، والمشتركة بين سبعة نوي بعضهم بحصة القضاء عن الماضي كماقدمناه انفا عن الخانية ايضـ فهذه كلها سبيلها التصدق علي الفقير (ردالمحتار،ج۶، ۳۲۷)


بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User