Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, April 11, 2012

د الوتکې ټکنالوژی



اوسلیمان ته مو ددې توان ورکړ چې له چټک باد سره چې دده په واکی ده دځمکې لورته حرکت وکړی اوهغه مو مبارک وګرځاوه. (الانبيا 81).




څه ډول چې آیت روښانوی
الله (ج)سليمان (ع) ته داتوان ورکړ چې له باد نه په خپل واک کې دلېږد رالېږد دوسیلې په توګه کارواخلی اوپه زیات ګومان له باد څخه دسلیمان (ع) دغه ګټه اخستنه  دالوتکې دجوړولو لپاره اشاره ده.
اوباد مو دسلیمان په واک کې ورکړچې دیوې میاشتې سفر په سهارکې اویو یومیاشتنی سفر په مازدیګر کې ووهی (سبا 12).

یو میاشتنی سفر په سهار کې اویو یو میاشتنې سفر مازدیګر مهال دسلمیان (ع) ډیر چټک تګ ته اشاره ده ، په همدې توګه دغسې سفرونه نن دالوتکې له لارې چې دباد دقوی پراساس کارکوی په چټکۍ سره ممکن دی (والله اعلم).په ډیره ګومان سره پورتنی آیتونه دانسان له لارې دالوتکې اختراع ته اشاره کوی.

د تصویر لېږد


اوهغه څوک چې په علم اوکتاب باندې پوه ؤ ویی ویل چې زه هغه ( دسبادملکې تخت) مخکې له هغه چې ستا سترګې راوګرځی راوړم  (النمل 40).
څوک چې پوه ؤ  سليمان (ع) ته یی وویل چې دسبا ملکې تخت ډیر ژر دسترګو په رپ کې راوړم . دغه موضوع کیدای شی دتصویر لېږد ته اشاره وکړی چې پرنننیو وسایلو یی کولای شو ترسره کړو.
نن هرلیک ، تصویراوفلم کولای شو دانترنت تلویزیون اوفاکس له لارې دڅو ثانیو په موده کې ولېږدوو اوددری بعدی تصویر لېږد هم دانترنت له لارې شونی دی.
پوهان په دی اند دی چې په راتلونکې کې به داتومونو ، مالیکولونو اوجسمونو لېږد هم ممکن شی . دا کیداشی داسې وشی چې دجسم ځانګړنې له یو ځای نه بل ځای ته واخستل شی اوبل ځای ته ولېږدول شی اوهلته به بیاوورغول شی . ددغې ټکنالوژی په بری سره به دلېږد لپاره زمان اومکان کومه مانع نه وی اوهرڅه به دڅو شېبو په موده کې هرځای ته ولېږدول شی.
په کال ۱۹۹۸ کې اروپایی پوهان اودکالفورنیا دټکنالوژی انستیتوت په دې وتوانېدل چې یو فوتون ولېږدوی . پوهان داتومی جوړښت په مطالعې سره دیو فوتون کاپی جوړه کړه اویو متری واټن ته یی ولېږدوله . دغه راز  پنگ کوی لام  داسترالیا دپوهنتون غړی وکولای شول چې دلایزر وړانګۍ ځای ته بدلون ورکړی. اودڅو مترو په واټن کې یی تجزیه اوبیایی جوړه کړی. پنگ کوی لام وایی: "تراوسه نه دی توانیدلی چې جسمونه پر اتومونو تجزیه کړی اوبل ځای ته یی ولېږدوی خو دغه کار به په راتلونکې کې شونی شی."

موږ خپلې نښې په افاق اوانفس کې ددنیا ښکاره کوو څو چې خلکو ته ښکاره شی چې ټول پرحقه دی (فصلت 53).
دغه ټکنالوژی دهغو شیانو یوه برخه ده چې قرآن بیان کړې اودغه ټول دقرآن اعجاز دی.

د بوی لېږد


ځکه چې کاروان له (مصرنه ) بهرراغی پلاریی  يعقوب (ع) وویل:  زه دیوسف بوی مومم اوتاسو زما عقل کمزوری ګنی (يوسف 94).
پوهان په دې باوردی چې دتصویر په څېر دبوی لېږد هم لرو ځایو نو ته ممکن دی . ديوسف (ع)  پلار وایی چې دیوسف بوی له بل ښارنه ماته رارسېږی ، پوهان وایی لکه دری بعدی تصویر په شان دبوی لېږدول هم امکان لری په همدې خاطر دغه آیت د پرمختللی تکنالوژۍ وړاندوینه کوی.
لکه زموږ نورحواس بوی هم په دماغ کې جوړېږی اوهمدلته یی تشخیص کېږی . دبېلګې په ډول دلیمو دپوستکی مالیکولونه پوزې ته رسېږی اودپوزې آخذه تحریکوی . دغه آخذې معلومات په الکترونیک ډول دماغ ته لېږدوی خو خپله دلیمو مالیکول دماغ ته نه ننوځی .بناپردې پوهان عقیده لری چې دغه ډول الکترونیکی معلومات په مصنوعی ډول هم جوړیدلای شی . یعنی دالکترونیکی پوزې دجوړیدو امکان په نږدې راتلونکې کې شونی دی.
دمسلکی کسانو پوزې تر لسو زرو ډولونو پورې بویونه احساسوی . مسلکی عطر جوړونکې دیوې کیمیاوی مادې په بویولو سل ډوله جزونه یی پېژندلای شی ، دانسان په پوزه کې دغه ډول خارق العاده جوړښت پوهان دې ته هڅولی دی چې له هغه سره یوه مشابه آله جوړه کړی.
دانسان دپوزې آخذې له پروتینو نه جوړې شوی. الکترونیکه پوزه دکیمیاوی آخذې درولودونکی وی، هره آخذه یواځې یو ډول بوی اخستلای شی ، نو هرڅومره چې ددغې پوزې تشخیصیه قوه ډیره مصنوعی شی ، ډیروآخذوته اړتیا لری اوبیه یی هم ګرانېږی. آخذو ته رسیدونکې علامې په الکترونیکی کود بدلېږی اوکمپیوتر ته لېږدول کېږی .
دعصبی تارونو معادل الکترونيک سيستم دپوزې اودماغ ترمنځ وی اوکمپیوتر ددماغ دنده ترسره کوی . کمپیوتر داسې تنظیم شوی چې معلومات اخلی اواخستل شوی کودونه تعبیروی. الکترونیکه پوزه ددرمل جوړولو، خوراکی توکو، عصرونو، اوکیمیاوی
صنایعو دجوړولو لپاره په کارېږی.



No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User