Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, January 11, 2012

یوه د راز خبره درته کوم خو چا ته به نه وایي



د مسنجرانډیواله




محمد شفیق همدرد
`
زموږدفترمسوول مدیر،چې تل به یې خوله له نصواروډکه وه ، هغه د چا خبره ۲۴ ساعته په مسنجر کې انلاین وو. ددفتر(آی ټي) یا دکمپیوټرو دجوړولو کس مې ملګری و، هغه یوه ورځ راته ویل یوه د راز خبره درته کوم خو چا ته به نه وایي !

ـ مدیرصیب مې خطا ایستلی

ـ څه وایې ؟ څنګه دې خطا ایستلی ؟

نوموړي تر لاس ونیولم او د خپل کمپیوټر څنګ ته یې کښينولم ،ته اوس ګوره په مسنجر کې یې ورته ولیکل

ـ سلام ګرانه !

مدیرصیب هم بیدون له دې چې ځنډ وکړي ورته ولیکل

ـ سلام ، سلام ګرانې چیرته یې چې درکونه دې نشته ؟

ـ شته یم ته څنګه یې کارونه دې څنګه دي؟

ـ بس دخدای فضل دی ته وایه ،چې څه خبرې دي ؟

ـ شکردی بس ستا په یادونوګذاره کوو.

مدیر : ګرانې څه وخت به دې ووینم ؟

ای ټی : ګوره ګرانه تاته خو معلومه ده چې د (یو این ) کارونه څومره سخت او سړی مصروف ساتي ،خیر کله به ووینو ،ته مه ورخطاکیږه

له دې وروسته به، چې د مدیر صیب هر پیغام راته ما او ملګری به ورته له خندا شنه وو، مدیرصیب به کله نا کله شعر یا لنډۍ هم ولیکله

ـ ته چې سبا سبا سبا سبا کوې یاره    او نه راځې یاره او نه راځې

ملګری مې لا همداسې په چټ اخته وو ،چې زه ترې را روان او نیغ د مدیر صیب دفتر ته ورغلم ،مدیر صیب چټ ته داسې خیر و ته وا کوم عاجل خبر لیکې . څو ورځې وروسته د مدیر صیب دفتر ته ورغلم ورته له ځانه مې خبره جوړه کړه

ـ نن یو این ته تللی وم یوې جینۍ دې ډيره پوښتنه کوله ویل یې ،چې ستاسی مدیر ځوان دی؟ واده خو به یې نه وې کړی؟ زه  حیران یم چې دې ځوانې او ښایسته جینۍ دې څنګه پوښتنه کوله ؟دمدیرمخ له غسې سورواوښت

ـ زه خو یې نه پیژنم ، والله که څوک به وي ؟

مدیر صیب مې په دې خبرو ښه مطمئن کړ چې یو څوک خو یې انتظارکړي .زما سره تر خبرو وروسته مدیر صیب سمدستی دکمپیوټر خواته ورمنډه کړه پوه شوم ،چې بیا چټ کړي خو له دې خبرې مې (ای ټي) ملګری نه و خبر ، ژر مې خپل دفتر ته منډه او ملګری ته مې زنګ وواهه، چې که مدیر صیب پوښتنه کوله ځوابونه یې سم ورکړې . دهمدې ورځې په سبا ،چې دفتر ته راغلم ، ددفتر په انګړ کې مې ای ټي ملګری ولید ،راته خندل یې

ـ یاره لانجه دې جوړه کړه

ـ ولې څه خبره ده ؟

ـ پرون ستا تر تیلیفون وروسته مدیرصیب عجیبې عجیبي خبرې کولې

ـ څه یې ویل ؟

مدیرصیب څو وارې همدا یو شعررته لیکه 

جینۍ وړه ده نه پوهیږي د یارانې خبرې هرچاته کوینه
منبع تاند
ېو خبردارې

نن سبا ټولو دا حالت دې په فسبوک او نورو
مسنجرو کی داسې خلکوته دهوکی ور کوې
  او خپل قیمتی وقت ضا ئع کوې
او ځان ګناه ګارا و ې
الله رب العزت دې مونږ ټولو ته هداېت وکړې

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User