Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, January 20, 2012

له سلام څخه وروسته د امام مخ كوم لوري ته اړول ښه دي ؟


پوښته : امام ته د سلام ګرځولو څخه وروسته په هغو لمونځونو كې چې وروسته يې سنت نشته، كوم لوري ته كښيناستل په كار دي، ښي لوري ته كه چپ لوري ته او كه قبلې ته شا كړي او ټولو مقتديانو ته مخ كړي  ؟

ځواب : د مسلم په يو حديث كې راغلي دي ( وعن البراء قال كنا اذا صلينا خلف رسول الله صلى الله عليه وسلم احببنا ان نكون عن يمينه يقبل علينا بوجهه قال فسمعته يقول رب قنى عذابك يوم تبعث او تجمع عبادك. رواه مسلم([1])، وفى حديث عبدالله بن مسعود رضى الله عنه قال لايجعل احدكم للشيطان شيئا من صلاته يرى ان حقا عليه ان لاينصرف إلا عن يمينه لقد رايت رسول الله صلى الله عليه وسلم كثيرا ينصرف عن يساره. رواه البخاري و مسلم و عن انس قال كان النبي صلى الله عليه وسلم اذا صلى صلوة اقبل علينا بوجهه رواه البخاري ص 79 مشكوة شريف ([2])  )  له دې رواياتو څخه څرګنده شوه چې نبي كريم صلى الله عليه وسلم به اكثره وخت ښي لوري ته كښيناستلو او مخ به يې اړول، او كله به چپ لوري ته كښيناستلواومخ به يي اړول ، چې له دې څخه دا مطلب هم حاصليداى شي چې قبلې ته په شا كولو سره خلكو ته متوجه كيدو، او دا هم د دې مطلب كيداى شي چې په مخ اړولوسره همغه دى چې د ښې او چپ  لوري ته په ګرځيدلو باندې ورڅخه تعبير شوى دى، او همدا وجه ده چې فقهاوو هم په دې كې اختيار وركړى دى چې كه ښي لوري ته كښيني او كه چپ لوري ته كښيني او كه خلكو ته مخ كوي او قبلې ته شا ګرځوي،په درمختار كې راغلي دي ( وفى الخانية يستحب للامام التحول ليمين القبلة يعني يسار المصلى الخ  وخيره فى المنية بين تحويله يمينًا و شمالا  الخ  واستقباله الناس بوجهه ([3])الخ )  او اكثر فعل د نبي كريم صلى الله عليه وسلم به ښي لوري ته كښيناستل وو.



[1] - مشكوة باب الدعاء فى التشهد فصل اول ص 87.
[2] - مشكوة باب الدعاء فى التشهد فصل اول ص 87.
[3] - الدرالمختار على هامش ردالمحتار باب صفة الصلوة جلد اول ص 465 دتفصيل دپاره غنية المستملي ص 330.

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User