دمسواک په ځای ټوتهـ پیسټ اوبرش استعمال
په نني عصر کې دمسواک په ځای ټوتهـ پیسټ اوبرش ډیرزیات استعمالیږي په دې
باندې اجر اوثواب میلاوېږې او که نه ؟
باندې اجر اوثواب میلاوېږې او که نه ؟
هو په نني عصر کې دمسواک په ځای ټوتهـ پیسټ اوبرش ډیرزیات استعمالیږي ،نوپه
اصل کې دمسواک وهل دوه اړخه لري ،یودمسواک اصل مقصودچې بلکل ښکاره
اوڅرګنددی چي هغه دخولي اوغاښونوصفایې ده ،همداوجه ده چې فقهآء دومره ورځې
مسواک نه وهل چې له خولې بدبويې راځې اوغاښونه ژړ شي ،مکروه بللي،
دوهم اړخ یې آله دمسواک ده ،یعني هغه شیئ چه دهغه په واسطه سره دغاښونوصفایې وشي،
ټوتهـ پیسټ ،منجن په ذریعه سره خودمسواک لمړنی هدف ترلاسه کیدلی شي لکه امام نووي رحمه الله لیکي :
وبأی شیئ استاک ممایقلع ویزیل التغیر کالخرقة وغیرها
أجزأه لانه یحصل به المقصود وان أمر اصبعه علی اسنانه لم یجزئه لانه
لایسمی سواکا، (شرح المهذب ۱/ ۲۸۱)
یعنی دغاښونودژیړوالی دختمولولپاره که هرڅه استعمال کړي
نودمسواک وهلوپه ځای کافی کیږي ، اوکه په غاښونومحض ګوته تیره کړي نوکفایت
نه کوي، اودمسواک ځای نه نیسي،
اوشیخ سیدسابق رحمه الله تعالی لیکي :
وان کانت السنة تحصل بکل مایزیل صفرة الاسنان فینظف الفم کالفرشة ونحوها ، (فقه السنة ۱/ ۴۵)
نوټوتهـ پیسټ [ دغاښونوبرش ] اومنجن استعمالول هم جائز دي اودمسواک وهلویوسنت ورباندي اداء کیږي ،چې دخولې اوغاښونوصفایې ده ،
اوبل سنت پاته کیږي هغه داچې مسواک دکومی ترخې درختي شاخ
یاهم ریښه وي، نوبهتره داده چې مسواک استعمال شي ،اوکه هغه نوي
نوبیادغاښونوبرش هم هیڅ پروانه لري ،
ماخذ جدیدفقهي مسائل للعلامه خالد .احسن الفتاوی ، فتاوی رحیمیة اونور ....
منبع : http://islam-iea.com/
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.