Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, December 30, 2011

په اوداسه كښې دږيرې دپاره جدادرې ځله اوبه اخست كله ضروري دي اوكله نه دي آيا دګڼې اورنګۍ ږيرې يوحكم دى ؟

 


دګڼې اورنګۍ ږيرې


ددواړو يوحكم دى اوكه بېل بېل 


اودږيرې  دپاره  به جدا اوبه كله  اخستل   كېږي ؟



پوښتنه : په اوداسه كښې دږيرې  دپاره  جدادرې ځله اوبه  اخست

 كله ضروري دي اوكله نه دي  آيا دګڼې اورنګۍ ږيرې يوحكم دى ؟ 


ځواب : درمختاركې دامضمون داسې دى  چه  دټولې ږيرې وينځل فرض دي،

           خوله ږيرې نه دزوړندو ويښتانووينځل اومسحه كول فرض ندي  

 بلكه  سنت دي اورنګۍ    ږيره  چه  دمخ پوستكى ور نه  ښكاريږي 

   دهغې لاندې وينځل ضروري دي ([2]) اودكومې وينځل  چه  فرض دي 

په هغې كښې درى ځل والى سنت دى ([3]) لكه څرنګه  چه  ږيره په مخ كښې شامله ده داّبه هم په هغواوبوسره وينځل  كېږي كومې  چه  دمخ  دپاره  را اخستل  شوې وي مثلا اول  به په دواړو ورغووكې اوبه راواخلي اوپوره مخ به دږيرې سره ووينځي بيابه په دواړو ورغووكې اوبه راواخلي اوپوره مخ به دږيرې سره يوځاى ووينځي همداډول به دريم ځل بيا دږيرې  دپاره  جدا اوبه هغه  وخت  راواخلي  چه  خلال كوي اوهغه هم يوځل  ([4])   .

آيادګڼې ږيرې ويښته وينځل په اوداسه كښې  فرض دي ؟

 

پوښتنه : په اوداسه كښې دګڼې ږيرې دويښتو وينځل  فرض دي اوكه مستحب ؟ اوكه بيخونوته اوبه رسول ضروري دي يا يواځې دې  دويښتومسحه  وكړاى شي ؟
ځواب  :  په درمختار كښې دي (وغسل جميع اللحية فرض يعني عملياايضا على المذهب المفتى به  المرجوع اليه وماعدا هذه الرواية مرجوع عنه كمافى البدائع ( درمختار ) قوله وعدا هذه الرواية اى من رواية مسح الكل اوالربع اوالثلث اومايلاقى البشر اوغسل الربع اوالثلث الخ) (۱) 
له دې  نه  معلومه شوه  چه  دټولې ږيرې وينځل فرض دي يواځې مسحه كول بس نه دي اوكه ږيره ګڼه وه نولاندې  پوستكي  پورې داوبورسول ضروري ندي ،البته كه رنګۍ وه نو بيا ضروري دي ، په درمختار كښې دي ( ثم لاخلاف ان المسترسل لايجب غسله ومسحه بل يسن وان الخفيفة التى ترى بشرتها يجب غسل ما تحتها كذافى النهروفى البرهان يجب غسل بشرة  لم يسترهاالشعر كحاجب وشارب ([5]) الخ   په قاضى خان كښې دي ( ولايجب ايصال الماء الى منابت الشعر الا ان يكون الشعر قليلا يبدو المنابت الخ  ) .


[1] -ردالمحتار كتاب الطهارة فرائض الوضو۹۲ ج ۱ په مختلفوچاپخانوكې چاپ شوى دي اودهر يوصفحات جدا جدا دي پدې وجه دباب اوفصل حواله هم وركړاى شويده دستاسې په لاس كې چېدكومې چاپخانې ردالمحتار دصفحاتوحواله ده هغه ددارالخلافة العثمانية مطبعه عثمانيه چاپ دى كه چيرې تاسو صفحات راوكاږۍ نودمذكوره مطبع چاپ شوى ردالمحتارمخې ته كيږدئ حضرت مفتي اعظم هم په ځينې ځايونوكېصفحات ليكلي دي خوهغه دمطبع مجتبائى دهلى د نسخې دي ددي  دپاره  هلنه هم په حاشيه باندې دمطبع عثمانيه صفحات نقل كړاى شول ددې  دپاره  چې يورنگ والى وي هوالموفق والمعين  ددعاغوښتونكى محمدظهيرالدين غفرله
[2] - وغسل جميع اللحية فرض يعنى عمليا ايضا الخ ثم لاخلاف ان المسترسل لايجب غسله ولامسحه بل يسن وان الخفيفة التى ترى  بشرتها يجب غسل ما تحتهاالخ ( الدرالمختار على هامش ردالمحتار فرائض الوضو ج۱ ص۹۳   ،.
[3] - وتكرار الغسل الى الثلث  سنة ايضا لمواظبة النبى عليه الصلوة والسلام  الخ ( غنية المستملى سنن الوضو ص ۲۵ ظفير غنية المستملى دادكبيري اوشرح منيه په نوم سره مشهوره ده داد شيخ ابراهيم حلبي  تصنيف دى داهم په مختلفومطابعو كې چاپ شوې ده دستاسې په لاس فتاوى كې دصفحاتوحواله دفخرالمطابع لكهنو دچاپخاني نسخه ده ۱۲  .
[4] -وتخليل اللحية الغيرالمحرم بعدالتثليث (درمختار) اى تثليث غسل الوجه امداد الخ روى ابوداودعن انس (رض) كان صلى الله عليه وسلم اذا توضا اخذ كفا من ماء تحت حنكة فخلل به لحيته  وقال بهذاامرنى ربى . ردالمحتار كتاب الطهارة سنن وضو ص ۲۰۹ ج ۱ ) (۱) ردالمحتار كتاب الطهارة  بحث وضو  ج ۱ ص ۹۳ .  ۱۲
[5] - الدرالمختار على هامش ردالمحتار فرائض الوضو  ج۱ ص ۹۳ .۱۲

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User