Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, December 1, 2011

دجماعت لپاره دټاكل شوي وخت څخه وروسته والى




دجماعت لپاره دټاكل شوي وخت څخه وروسته والى 

پوښتنه : په جومات كې دلمانځه وختونه ټاكل شوي وي اودساعت له اواز سره سمدستي جماعت دريږي نوكه چيرې مثلا يومقتدي  دوخت څخه لږ مخكې دسنتو نيت تړلى وي اوسمدستي ساعت اواز وكړ نو امام دهغه انتظاروكړي اوكه نه ؟اوكه چيرې يي كوي نوممكنه ده چې بل مقتدي هم نيت وتړي همداډول به سلسله روانه وي په دې كې شرعا څه حكم دى ؟

ځواب : دامسئله ښكاره اوټولوته څرګنده ده چې دلمونځونو وختونه شرعا پراخه دي اوتنګوالى پكې نشته دى اولمونځ چې په مستحب وخت كې وشي نوغوره دى دغه راز دتاخيراوتعجيل مستحبوالى هم دفقهې په كتابونوكې په تفصيل سره بيان شويدي چې دفلاني وخت په لمانځه كې تاخير مستحب دى اودفلاني وخت په لمانځه كې تلوار غوره دى ددې څخه وروسته كه چيرې يووخت دښه انتظام اواسانتيا په اساس لمونځ كوونكو وټاكلو نوپه دې كې شرعا هيڅ ستونځه نشته خوداضروري ده چې كوم وخت دنظم په غرض اودلمونځ كوونكو داسانتيا په لپاره مقرر شوي وي هغه دې حتمي اولازمي ونه ګڼل شي ځكه چې داشرعي حكم نه دى چې په دومره دقيقو اوپه دي ساعت دې خامخا جمع اداء كړاى شي ځكه داعمل په خپلومصلحتونواونظام باندې بناء دي په دې اساس كه چيرې داسې پيښ شي چې څوك سنت كوي اودهغه په سبب دوه يا څلور دقيقې تاخير راشي نو په دې كې څه شرعي بنديز نشته اودمقتديانو مراعات شرعا ستايل شوي اوغوره ګڼل شوي دي خو
داسې(1)  مراعات نه چې په هغه كې زياتوخلكو ته تكليف وي مقصد داچى په داسې عملونوكې شرعا هرډول پراخي وي څنګه چې غوښتنه دانتظام اومصلحت وي دهغې موافق دي عمل وكړى شي شرعا هرطرف  غوره كول صحيح دي (2) .


(1)  ينتظرالمؤذن الناس ويقيم للضعيف المستعجل ولاينتظر رئيس المحلة وكبيرها كذافى معراج الدراية وينبغى ان يؤذن فى اول الوقت ويقيم فى وسطه حتى يفرغ المتوضى من وضوئه والمصلى من صلاته والمعتصر من قضاء حاجته كذافى التاتارخانيه  ( عالمګيرى مصرى ،الباب الثانى فى الاذان فصل ثانى ج ۱ ص ۵۳ )
(2)  رئيس المحلة لاينتظرمالم يكن شرير اوالوقت متسع ( الدرالمخنار على هامش ردالمحتار باب الاذان  ص ۳۷۲  ج۱ ) ويجلس بينهما بقدرمايحضر الملازمون مراعيا وقت الندب الافى المغرب فيسكت قائما ثلاث آيات (ايضا  ص ۳۶۲  ج۱ )

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User