Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, December 1, 2011

ماخوستن اذان دهيچا په نزد دوخت څخه مخكې روا نه دى



دماخوستن دلمانځه وخت 

پوښتنه :  په اوسني وخت كې دروژي په مياشت كې زياتره خلك دماخوستن په لمانځه كې ډير تلواركوي په عمومي ډول اته نيمي بجي داور ګاډي له ساعت سره چې سورشفق ختم شوي هم نه وي اذان كيږي اوله نهوبجوڅخه مخكې لمونځ كوي په دې اړه معلومات غواړو آيادماخوستن اذان دوخت څخه مخكې روا دى اوكه نه ؟ داحنافو په مذهب كې دماښام اوماخوستن داذان ترمينځ لږ ترلږه څومره فاصله پريښودل لازم دي ،په كوم ساعت كې چې دماښام اذان كيږي په اوه نيمي بجي كيږي نودماخوستن اذان څه وخت كول په كار دي ؟
ځواب : مثلا كه په (۱۹ ،۲۰ ) دجون لمرپه اوه  بجواواوه ويشتو دقيقوباندې لويږي اودماخوستن وخت دامام ابوحنيفه رحمه الله دقول مطابق په نهه بجواوڅلورو دقيقوباندې وي .نوبيا دلمر پريوتلواوسپين شفق دپريوتلوترمينځ يعني دماخوستن وخت دامام ابوحنيفه رحمه الله په نزديوساعت او اوه ديرش دقيقې دي په يادشويوتاريخونوباندې دنهوبجوڅخه مخكې اذان اولمونځ دامام ابوحنيفه دقول مطابق صحيح نه دي خودصاحبينودقول مطابق صحيح دي اودايي يوقول دامام صاحب هم ليكلى دى ،خوپه شامى كې يي ليكلي دي چې احتياط دادى چې دامام صاحب په قول باندې عمل وكړى شي اودسپين شفق دپريوتلووڅخه مخكې دي دماخوستن لمونځ نه كوي (2) اود      
ماخوستن اذان دهيچا په نزد دوخت څخه مخكې روا نه دى (1) او آخر وخت په يادشوو تاريخونوكې نږدې پاوكم نهه بجې داور ګاډي له ساعت سره برابر دى .


(2) فثبت ان قول الامام هوالاصح ومشى عليه فى البحر(ردالمحتاركتاب الصلوة ج۱  ص ۳۳۵ )
(1)  فيعاداذان وقع قبله كالاقامة خلافا للثانى فى الفجر(الدرالمختارعلى هامش ردالمحتار باب الاذان ج ۱ ص ۳۵۸ )

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User