اسلام كې علم ډېر تعريف شوى
اسلام
د علم ذره كولو ته ډېر ترغيب وركړى نور دينو كې دومره ترغيب علم ته نه ده وركړى
څومره ترغيب چې د اسلام دين كې وركړى ، كه مونږ وګورو
د قران مجيد شروع د علم نه ده ، قران مجيد وايي : ] اقْرَأْ [
ولوله .
نو
دا لوستل په علم كېږي ، او چې علم نه وي لوستل نه كېږي ، قران مجيد كې الله رب العزت پيغمبر علیه سلام ته فرمايي : ] قُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْمًا
[ ووايه اې الله رب العزت زما علم كې زياتوالى
راولى ، قران مجيد د علم ډېر تعريف كړى او همداسې د عالم هم تعريف كړى ده .
قران
مجيد كې الله رب العزت فرمايي : ] يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ
وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ (۱)[ الله Y د هغه كسانو مرتبې اوچتى
كړي ، كومو كسانو چې تاسو كې ايمان راوړى ، او هغه كسانو ته چې علم وركړى ، درجات
دي ، تاسو وګورئ كوم كس چې ايمان لري او علم هم ورسره وي ، د هغې مرتبې بيان قران
مجيد كوي ، او كومې مرتبې بيان چې قران كوي د بل هيچا بيان ته ضرورت نشته ، اسلام
د جنګ ، يا مجادلې ، يا د مناقشې ، يا د مناظري په وخت كې هم دلائل غواړي ] هَاتُواْ بُرْهَانَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ
(۱)[ تاسو خپل دلائل راوړى كه چېرې تاسو صادقان يي .
كه
مونږ سوچ وكوو دا دلائل هم په علم سره ويل كېږي ، او چې علم نه وي دلائل نشى ويلى
، همدارنګه اسلام د علم زده كولو لپاره كوم خاص وخت نه ده مقرر كړى ، هر وخت كې
علم زده كولى شى ، پيغمبر r فرمايي : (
اطلبوا
العلم من المهد الي اللحد)
تاسو د علم طلب كوئ د ځانګو نه تر لحد پورې .
نو
د علم زده كولو لپاره كوم خاص وخت تعين نشته هر وخت كې د علم زده كول جائز دي .
هر
څوك چې يو علم كې كوشش كوي هغه به الله رب العزت ورښيى ، ولې قران مجيد كې
راځي ] وَأَن لَّيْسَ لِلإِنسَانِ إِلاَّ مَا سَعَي
(۱)[ انسان لپاره هرهغه څه ملاوېږي چې د كوم شى كى انسان محنت كوي .
دلته
په آيت كې د انسان لفظ ذكر ده ، نو دې كې كافر هم راځي ، كافر ته به هم هغه څه
ملاوېږي چې كوم شى كې محنت كوي په دنيا كې ، او بيا انسان ته الله رب العزت تسلى وركوي ، قران مجيد
كې راځي ] أَنِّي لاَ أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ
أُنثَي (۱)[ الله رب العزت فرمايي زه ستاسو عمل نه
ضائع كوم كه تاسو نر يي او كه ښځې يي .
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.