Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, November 1, 2011

مسائيل د تكبيرات التشريق



هر مسلمان عاقل او بالغ ته پکار دې چه دا مسا ئل وا ګورې
او د کتلو نه روستو یی دملګرو سره هم شریک کړې
نو برا کلیک وکړا

مسائيل د تكبيرات التشريق

 

تکبيرات تشريق د عرفې د ورځې د سهار لمانځه څخه تر ديارلسم د ذوالحجې تر مازديګر پورې يعنی پنځه ورځې د فرض لمانځه نه پس ويل کيږي .
دا تکبيرونه به نارينه په اوچت آواز او ښځې په ورو سره وايي .
همدارنګه دا تکبيرونه د عيدګاه د تګ په وخت کې هم ويل کيږي چې په کوچني اختر کې په ورو سره او په لوی اختر کې په اوچت آواز لوستل کيږي .
دا تکبيرونه دا دي :

الله اکبر الله اکبر ، لا اله الا الله ،‎ ‎والله اکبر الله اکبر ، و لله الحمد. (حديث صحيح/ سنن بيهقي رقم 5925)‏‎

او داسې ويل هم جايز دي  : الله‎ ‎اکبر الله اکبر الله اکبر لا اله الا الله والله اکبر الله اکبر و لله الحمد.

(۱)داتكبيرونه دعرفى دورځى دسحردمانځه نه تردريمى ورځى دمازديګردمونځ پورى دے ټول (۲۳)درويشت مونځونه جوړيږى.
(۲)واجب دے.
(۳) په جهرپه زوره ويل واجب دے البته په وركوټى اختركښے په پټه وائى.
الجهربه واجب (ردالمحتارج۲،ص۱۷۹)
(۴) كم ازكم يوځل ويل واجب دے اوكه چرى زيات ئى اووائى نوبهتردے.
التكبيرمرة واجب وان زاديكون فضلاقاله العيني (الردج۲،ص۱۷۹).
(۵) كوم فرضى مونځ دجمعى سره اداءكړىشى دهغه نه روستوويل واجب دے.
يجب عقب كل فرض اداي بجماعة (الرد).
(۶)كه چرى دتكبيرونودورځومونځ قضاءشى اوبيائى په دغه ورځوكښے قضاءراوړى نوويل ئى واجب دے.
اوقضي فيهامنهافي عامه (الرد)
(۷) كه چرى زنانواومجاهدينومونځ په خپل مينځ كښے په جماعة (يعنى) جمعى سره اوكړونوويل ئى واجب نه دے.
لايجب بعدجماعة النساءوالغزاة (الرد).
(۸)داپه امام،مقيم باندے واجب چه كله په ښاركښے وى اوددغسى امام په مقتدے اګرچه مسافروى يابانډچى ياښځه وى هم واجب دے.
يجب علي امام مقيم بمصر وعلي مقتدي مسافراوقروى اوامرأة (الرد).
(۹)په ښځوباندے هم ويل واجب البته دوى به ئى په پټه وائى.
المرأة تخافت علي التكبير(الرد).
(۱۰) كه چرى مقيم سړى په مسافرامام پسى اقتداء اوكړه ويل پرى واجب دے.
ويجب علي مقيم اقتدي بمسافر(الرد).

(۱۱) يوه رباعى مسئله

اول صورة دنوروورځومونځ ترى قضاء شواوپدے ورځوكښے ئى قضاء راوړو.
دويم صورت پدے ورځوكښے ترى مونځ قضاء شواوپه نوروورځوكښے قضاءراوړو.
دريم صورت پدے ورځوكښے ترى مونځ قضاءشواوپدے ورځودبل كال قضاء راوړو.
څلورم صورت ددے ورځومونځ ئى قضاءكړواوبيائى ددے كال پدے ورځوكښے قضاءراوړونوپدᄀ صورت كښے تكبيرونه ويل واجب دے باقى دريوكښے واجب نه دے.
المسئلة رباعية 

(۱) فاتته قضاهافي ايام العيد(۲)فاتته ايام العيدقضاهافي غيرهاايام العيد(۳)فاتته ايام العيدقضاهافي ايام العيدمن عام آخر(۴) فاتته ايام العيدقضاهافي ايام العيدمن عامه ذالك ولايكبرالافي الاخيرفقط كذافي البحر (الردج۲،ص۱۷۹).
(۱۲) په بانډه چى اومسافرباندے  ويل واجب نه دے.
لايجب علي القروى ولاعلي مسافر (الرد).
(۱۳) كه چرى مريضانو په خپل مينځ كښے مونځ دجمعى سره اوكړونوتكبيرونه به نه وائى.
اذاصلي المرضي بجماعة لم يكبروا(الرد)
(۱۴)كه چرى نفل كونكښے په فرض كونكښے پسى اقتداء اوكړه نوويل پرى واجب دے.
يجب علي المتنفل بمفترض (الرد).
(۱۵)داختردمونځ نه روستوتكبيرونه ويل جائزدے.
لابأس به عقب العيد (الرد).
(۱۶)دلوى اختردذوالحجة په اولنولسوروځوكښے په بازارونو كښے ويل هم جائزدے.
يجوزالتكبير في الاسواق في الايام العشروبه نأخد(الرد).
(۱۷) په مسبوق اولاحق (يعنى دچانه چه په امام پسى ركعتونه تلى وى اوياچانه دمونځ په مينځ كښے داودس يادبل څه عذرپه وجه دمونځ ماتولوضرورت راغلى وى اوبيائى بناء كړى وى)دوى باندے ويل واجب دے ،چه كله تلى ركعتونه قضاءراوړى.
يجب علي المسبوق كالاحق لكن عقب القضاء (الرد).
(۱۸)كه چرى لاحق ياسابق دامام سره تكبير اووائى نومونځ ئى نۀ ماتيږى.
ولوكبرمع الامام لاتفسدصلوته (الرد).
(۱۹)كه چرى امام تكبيراونه وائى نوبياهم په مقتدے ويل واجب دے.
يجب علي المقتدے وان تركه الامام (الرد)
(۲۰) كه چرى امام په مانځه كښے (سهو) هيرشوى وى نودسجدے (سهوى نه به روستوتكبيروائى.
(۲۱)كه چرى څوك د(مسجد) جمات نه اووتويائى خبرى قصدا ياسهواًاوكړى ياقصدا بى اودسه شونوتكبيرويل پرى نشته.
(۲۲)كه چرى څوك د سلام نه روستواودتكبيرنه مخكښے په هيرسره بى اودسه شونوصحيح خبره داده چه تكبيربه وائى اوداودس كولوته وتل ضرورى نه دے .
ولواحدث ناسيابعدالسلام قبل التكبير الاصح ان يكبرولايخرج للطهارة (فتح القديرج۲،ص۵۰)

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User