Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, October 6, 2011

آی فون جوړونکی د جابس د مړيني خبر خپور سو

آی فون جوړونکی، ستيف جابس ومړ

 
ستيف جابس
ستيف جابس

د اپل کمپنۍ مشر، ستيف جابس، په 56 کلنۍ کي د سرطان د ناروغۍ له کبله ومړ. جابس د آی فون او آی پد په شان محصولاتو په توليدولو سره په نړۍ کي د تکنالوژۍ په برخه کي انتقلاب رامنځ ته کړی.

 
وروسته تر هغي چي د چهارشنبې په ورځ د جابس د مړيني خبر خپور سو، د نړۍ له بيلا بيلو برخو څخه د هغه د محصولاتو مينوال سخت خفه سوي. په ميليونونو خلکو د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د فيسبوک او تويتر له لاري د جابس څخه د هغه تر مړيني وروسته مننه کړې ده.

جابس د 1955 کال د فبرورۍ د مياشتي په 24 نيټه په سن فرانسيسکو کي نړۍ ته سترگي پرانستي وې. هغه پلار نه درلود. جابس يوازه يوه اونۍ عمر درلودی، چي د يوې کورنۍ لخوا په زويتوب قبول سو.

په 1976 کال کي جابس يوازي 21 کاله عمر درلودی، چي د خپل 26 کلن ملګري ستيف وازنياک سره يي د اپل د کمپيوتر کمپنۍ په يوه ګاراج کي جوړه کړه.

هغه بيا په 1985 کال کي د اپل کمپنۍ پريښودله او خپله کمپنۍ يي چۍ نيکست نوميده پرانسيتله. وروسته تر هغې، چي جابس د اپل کمپنۍ پريښوده، اپل له ستونزو سره مخ سوه چي بلاخره يي بيا په 1996 د نيګست کمپنۍ د 429 ميليونو يورو په ارزښت واخيستله او ستيف جابس يو ځل بيا د اپل کمپنۍ مشر سو.

ستيف جابس په 1986 کال کي همداراز د پيکسار ګرافيک کمنۍ هم جوړه کړه.

جابس چي د خپلي کمپنۍ نښان يي يو مڼه، چي ورڅخه يو مړۍ خوړل سوی وټاکله. اوس مهال دغه نښان او کمپنۍ په نړۍ کي يو له ډيرو پياوړو کمپنيو څخه شميرل کيږي چي د روان کال د دويمو درو مياشتو فايده يي 7.31 ميلياردو يورو ته ورسيده.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر، باراک اوباما، هم د جابس په مړيني خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې، چي جابس په نړۍ کي د انسانانو ژوند ته بدلون ورکړ.

همداراز د جابس ملګري او پخوانی شريک يې، ستيف وا زنياک، هم ويلي دي، چي د جابس مړيني ډير خواشينی کړی. هغه د جابس مړينه د جان اف کينيدي او مارتين کينګ لوتر د مړيني سره پرتله کړه.

په همدې حال کي د مايکروسافت کمپنۍ مشر، بل ګيتس، هم د ډيرهغو خلګو سره موافق دی، چي وايي ستيف جابس د دې زمانې د اديسن لقب ورکړی وو.

ستيف جابس او بل ګيتس پخوا د شخصي کمپيوترونو د مارکيت رقيبان ول.

جابس د روان کال په جنورۍ مياشتي کي د ناروغۍ له کبله روخصتۍ واخيسته او بيا د اګست په مياشت کي له خپلي دندي څخه ګوښه سو. ترستيف وروسته اوس د اپل کمپنۍ مشرۍ تيم کروک په غاړه لري.

د جابس تر مشرۍ لاندي اپل ډير محصولات توليد کړل، چي په کي آی فون، آی پد، اپل کمپيوترونه او نو شامل دي.

اوس د جابس تر مړيني وروسته دا پوښتني رامنځ ته شوي، چي ايا د اپل کمپنۍ به وسي وکولای، چي په اوسني رقابتي مارکيټ کي پاته سي او که نه.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل

DW-RADIO

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User