Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, October 4, 2011

داپریل پول په نوم دټوکوټکالوورځ لمانځي


 

داپریل پول په اړه



الاستفتاء : ډیرخلګ داپریل پول په نوم دټوکوټکالوورځ لمانځي ،چې اوس ډیری مسلمانان هم ورباندي اخته دي ،نوآیاشرعادغه ورځ په داسې اعمالولمانځل صحیح دي اوکنه ،څوورځي وړاندي موستاسې دپاڼي له لاري دامعلومات هم ترلاسه کړل چې دنوروز ورځ لمانځل حرام اویوغیرشرعي عمل دي ،نوکه داپریل پول ورځ هم داسې شرعایونا رواعمل وي نوبایدخلګ پري خبرشې ځکه ډیرمسلمانان  دغفلت له امله دغه سې اعمال سرته رسوي هیله ده چې پوره ځواب به راکړي والسلام ،


الجواب حامداومصلیاوبعد : محترما واقعاپه مسلمانانوکې اوس ډیرشیان داسې رواج شوي دي چې په اسلام کې هیڅ وجودنه لري ،بلکه په اسلام کې غیرمشروع اوناروابلل شوي ،خومتاسفانه چې مسلمانان دغه اعمال په شعوري یاغیرشعوري ډول سرته رسوي ، له همدي اعمالوڅخه دنوروز، والینټین اوداسې دنوروورځولمانځل هم دي ،چې په حقیقة کې داټولي  دکفارو په باطلو عقیدو اوتوهماتوبناء شوي ورځې دي ،یاهم دهمدي  کفاروله لوري دالله تعالی سره ددښمني په بناء  دالله دعبادت څخه دبندګانودارامشغولولواوغافل کولو یادالله جل جلاله څخه د نافرمانۍ اوبغاوت اومسلمانانوته ددوکي ورکولویومستقله اوځانګړي ورځ  ده ،
له بلي خوا متاسفانه چې مسلمانان دخپل دین څخه دناخبرتیااودهمدي سپیځلي دین سره دمیني اوتعلق دکمښت له امله ددین له ډیرو عقیدوڅخه چې دمسلمانئ شرط بلل کیږي ناخبره وي ،همدغه مسلمانان دی چې دځینو ښنځلو،بدردویلو ،یاداسې افعالوچې په اسلام کې دکفراوشرک شیوه بلل شوي  دغه خلګ یې سرته رسوي چې له دي سره هغه له اسلامه وتلی وي ،خودوئ   ته یې احساس هم نه وي .
نوخبره رالنډه وم : ګرانه وروره سربیره په دي چې   داپریل پول  دلمانځلورسم  چې وضعه یې کافرانواودالله دښمنانوکړي ،داسلام له نظره له خوراډیرو مفاسدو اونارواووډکه ده ، دبیلګې په ډول ،
۱- دروغ ویل ،چې په اسلام کې کبیره ګناه  یعني لوی اوستر جنایت بلل شوي ددغي ورځې له  اساساتوڅخه دی ،
پیغمبرصلی الله علیه وسلم په دي اړه فرمایې :لایؤمن العبدالایمان کله حتی یترک الکذب في المزاحة والمراء وان کان صادقا . اخرجه احمدفي مسنده ۲\۳۵۲ ژباړه : یوتن ترهغه کامل مسلمان نشي جوړیدلی ترڅوچې په مزاحیه ټوکو اوجګړوکې دروغ ایله نه کړي ،که څه هم رښیتا وي ،
۲- ضرر -  همداراز په دغه ورځ چې کوم انسانان په بیلابیلوتشویشونوکې یاپریشانیوکې اچول کیږي مثلاچاته دزوی دمرګ ،چاته دوروردمرګ ،چاته دقریبانودایکسیډنډ اوداسې نوروردردونکوپیښوخبرو رکول کیږي چې بي له شکه یوه انسان یامسلمان ته سخت ضررورباندي رسیږي ،اوداسلام پیغمبرصلی الله علیه وسلم  مسلمان ته ضرررسول دشرک کولوسره برابرکړی دی لکه چې وایې:
شیئان لاشیئ اخبث منهما الشرک بالله والضربالمسلمین . اخرجه ابن حجرفي المنبهات ص\۲
۳  مسخري -  همداراز ددي ورځي له لمړنیواعمالوڅخه یوهم هغه ناروا مسخري دي چې له حقیقت لیري اوپایلي یې یواځې دانسان حیثیت اوشرافت له مینځه وړل  چې داسلام په دين کې دالله تعالی اودهغه درښتوني پیغمبرصلی الله علیه وسلم له لوري هرهغه ډول اعمال چې دانسان دکرامت اوشرافت په لمنځه وړلوبناوي سخت غندلي ،په قرآن کریم کي الله تعالی مسخري دکفارو اومنافقانوخوی بللی ،اولایې هغوئ ته په دي عمل دهلاکت وعیدورکړي :ویل لکل همزة لمزة -  الآیة . نومسخري  یوبله کبیره ګناه ده .

هو:ځیني خلګ به دادټوکوورځ بولي اوکیدی شي استدلال وکړي چې ټوکي خوپه اسلام کي هم جائزدي نوهغوئ ته دي داخبره معلومه وي چې په اسلام کې ټوکي په دي شرائطوکې دننه جائز دي چي په دي ټوکه سره به هغه بل تن ته ضرر نه رسیږي ،اونه به یې سپکاوی ورباندي کیږي ،همدارازپه خرافاتوبه هم بناء نه وي .بلکه یوحقیقت یامجازبه لري .ملاعلي قاري رح په مرقات کې داسې وایې :المزاح انبساط مع الغیر من غیرایذاء فان بلغ الایذاء یکون سخریة .(التي هي من الکبائر)
په یوه حدیث کې پیغمبرصلی الله علیه وسلم دغه ټول حقیقت داسي توضیح کوي: عن ابي هریرة رضی الله تعالی عنه قال لاتماراخاک ،ولاتمازحه ولاتعده موعدا فتخلفه .رواه الترمذي
ژباړه :یعني پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : له یوه مسلمان ورورسره مجادله اوجګړه مه کوه ،اومه ورسره بي ځایه ټوکي کوه ،اومه هسي وعده ورسره کوه چې بیایې سرته نه رسوي ،
لنډه داچې داپریل پول  نه یواځي داچې دادکافرانو یورسم اوعمل دی مسلمانان بایدپه کلکه تري ډډه وکړي ،بلکه داددروغو ،ملنډو ،قهقو ،اومسلمانانوته دضرررسولو ورځ وي  چې داهریویې داسلام په سپیځلي دین کې ګناه کبیره بلل کیږي ،چې په دوام ،یااستحلال باندي یې یوتن مرتد یعني له اسلام نه خارج بلل کیږي .
الله تعالی دي مسلمانانوته هدایت اودخپل پاک دین سره رښتوني مینه ورنصیب کړي آمین  .


 سرچینه : http://islam-iea.com

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User