Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, October 7, 2011

ځوان نسل له تباهۍ وژغورئ


ځوان نسل له تباهۍ وژغورئ

ډاكټر عبدالوحيـد ( منصور )

اى موءمنانو!   الله (ج) په قرآنكريم كې مومنانو ته له يو لوى مصيبت څخه خبر وركړى او هغوى يې لدې مصيبت څخه ويرولي الله (ج) مو منان  له خپل دردنا ك عذاب څخه ويروي ، له هغه اورنه يي خلاصون ته هڅوى چې هغه ددنيا  داور په شان ندى چې په لرګيو بليږي او په اوبو مري بلكه هغه يو دا سې اور دى چې د سون مواد يي خلك او بتان دي، هغه داسې اور ندى چې څوك پرى وسوځي نو په مرګ به ترې خلا ص شي بلكې هغه داسې اور دى چې كله د انسان پوستكى وسوځوي  نو دوباره را تازه كيږي او هغه بار بار سو ځوي په دغسي حالت كي انسان د مرګ آرزو كوي خو دوى ته مرګ هم نه راځي .

پدې اور باندي چې كومي ملايكي مقررې دي هغوى ددي اور له تازه ساتلو نه هيڅكله هم نه غافليږي او هغوي داسې سخت ګيرې دي چې په هيچا يي هم رحم او شفقت  نه را ځي ، ددوزخيانو چيغې او فريادونه د هغوى زړونه نشي نرمولى  .

الله تعا لى (ج) دوى د دوزخيا نو د تعذيب او شكنجې لپا ره ټاكلي او دوى د الله د امر څخه  دسترګو د رپ په اندازه  هم مخا لفت نكوي . خو الله ( ج ) لدى اور څخه د خلا صون لاره هم ښيي او هغه لار له ګنا ه څخه په رښتيا سره تو به او پښيمانتيا او په آينده كي د ګنا ه نه كولو كلكه اراده ده .

الله ( ج ) په قرآن عظيم الشا ن كې فرما يي:

اى موءمنانو ! خپل ځان او خپله كورنۍ ددوزخ له هغه اوره وسا تئ چې دا سې ملا يكى پرى مقررې دي چې ډيرې قهر جنې او سخت ګيرى دي دوى د الله  ( ج ) نا فرما ني نكوي او څه چې الله ورته امر كوي هغه پر ځا ى كوي. ( د تحريم سو رت ۶ آيت )

اى موءمنانو! د پورتني آيت د حكم په اسا س مونږ او تاسې هر يو د خپل ځان اولاد _ ښځې او ټولو هغو كسانو څخه چې زمونږ او تا سې سره يو ځا ى په كور كي او سي مسؤل يو مونږ مكلف يو چې دا ټول د الله( ج ) او رسول الله  ( ص ) اطا عت ته  وهڅوو او له ګناه يي منع كړو  .

رسو ل الله (ص) فرما يي :  خپلو اولا دونو ته په  اوه  كلنۍ كې په لما نځه امر وكړئ او په لس كلنۍ كې يې كه لمو نځ نه كاوه ووهئ  .

همدارنګه فرما يي: با خبر اوسئ! چې  هر يو ستا سې څخه د ځان او لا س لاندى كسانو په هكله پو ښتنه كيږي .

اى مسلمانانو!

را ځئ ددغه مسو ليت د پر ځاى كولو لپا ره له يو بل سره مرسته وكړو خپل او لادونه  نيك كارونو ته و هڅوو او له بديو او ګناه څخه يې منع كړو خپل اولا دونه له بدو او نا اهلو ملګرو څخه بيل كړو ، خپل كورونه د فساد له هرډول آلا تو لكه موسيقي ، ناروا فلمونو، منحرفو كتابونو، اخبارونو او مجلو څخه پاك كړو.

اى د الله ( ج ) بندګانو ! هغه څوك به څنګه ځان له دوزخه وژغوري چې لمونځ نه كوي، هغه لمونځ چې د اسلام ستن (پايه) ده ، او له دې ستنې پرته  يې دين نشي تكيه كيدى ، هغه لمونځ چې د مسلمان او كافر تر مينځ فر ق ده.

هغه څوك به څنګه  ځا ن له اوره وژغوري چې  جو مات ته نه ځي  ، هغه څوك به څنګه ځان له اوره وژغوري چې په ډير جرنت سره ګناه كوي او خپلى ګنا ه ته  په كم نظر ګوري اوګناه هم نه ورته ښكاري .

اى مسلمانانو!

هغه څوك به څنګه له اوره خلا ص شي چې د خپلو اولا دونو په اړه دمسؤليت احساس  نكوي  ،دهغوى د روزنې لپاره يې شپه او ورځ په ځان  يوه كړي وي په ساعتو ، ساعتو ځان ستړى كوي تر څو  داولاد جسمي تغذيه وكړي ، نورو ملكونو ته ورپسې وځي دپرديو احتياج تيروي  خو داولاد د معنـــــــــــــــــوي او روحــــــي تغذيي لپاره  هيڅ وخت نلري  ، دوى دا هير كړي چې كه د اولاد د  روزي  ګتلو مسؤليت دوي ته ور له غاړې دی لدې ډير  زيات دهغوي د اسلامي تربيي او روزنې فريضه ورله غاړې ده .

اى مؤمنانو!  هغه ورځ درپه ياد كړئ چې دالله ( ج) په وړاندې به ولاړ  ياست او د اولادونو دكړنو په هكله به ځواب وايئ. مونږ وينو داسې پلرونه چې   خپله دجماعت دلمانځه ډير پابند وي  خو او لاد يي په لهوولعب او فسا د اخته وي او په شپه  او ورځ كې حتى يو وخت هم   جما عت ته نه راځي، اولادونه مو  شپه او ورځ كې په  بازارونو او بې ځايه  ځايونو كې ګرځي خو مونږ پري سترګي پټوو په يا د ولرئ چې د مور او پلار ستر ګى پټول او په چُپه خوله د اولادونو ناروا عملونو ته كتل د اصلا ح او خلاصون  لار نده او دا كا ر هغوى نور هم ګناه ته تشويقوي.

اى مسلمانانو!

په خپلو سترګو ګورو چې اولادونه مو ورځ په ورځ له دين څخه لرې كيږي اود رسول الله ( ص ) دپيروۍ پر ځاى دنورو تقليد كوي ،  ږيرې په بې باكي سره وهي ، په سندرو او سازونو معتاد شوي ، خوبياهم مونږ دهغوى دهرې ګناه په وړاندې چپ يو   دا چپتيا به تر كومه وي او آيا دا چپتيا به مو د الله (ج) له دردناك عذابه وژغورلى شي؟

داولادونو په هكله د ميندو  مسو ليت  له پلرونوهم زيا ت دى او هغوى به هم د خداى په وړاندى داولادونو جواب وايي .

اى ميندو! د كورونو په دا خل كې خپل او لا دونه كنترول كړئ خصو صا د خپلو لوڼو د ښې اوسالمي تربيي لپا ره ځانونه ستړې كړئ هغوى ديني زدكړې او لما نځه ته و هڅوى ،شرعي لباس اوپردې ته يې وهڅوى. بې ضرورته ، بې له شرعي محرمه او سينګار كړي يې له كور څخه وتلو ته مه پريږدئ هغوى په اسلامي اخلاقو ښكلې كړى موسيقي ،ناروا فلمونه او دفساد هرډول  آلات پرې بند كړئ دښځو پورې تړلي شرعي مسايل ور زده كړئ او له ځوانى وروسته يې داسې چاته په نكاح وركړئ چي دښو اخلاقو اواسلامي تربيي خاوند وي ځكه همدا ښځه او خاوند دراتلونكې ټولنې  او راتلونكي  نسل اساس اوبنياد ايښودونكي  دي .

منبع اصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User