د ښځو د تراويح لمونځ (قرضاوي)
ليكنه: دوكتور يوسف قرضاوي
ژباړه: وحيد الله بهرام
ژباړه: وحيد الله بهرام
پوښتنه:
آيا په روژه کې د ښځې لپاره د تراویح ادا کول په جومات کې بهتره دي که په کور کې؟
ځواب:
ښځه او نر دواړه کولای شي چې د تراویح لمونځ هم په کور کې ادا کړي او هم
په جومات کې، خو په عمومي ډول د ښځې لپاره په کور کې لمونځ کول بهتره دي.
که ښځه وغواړي چې په جومات کې له علمی او دینی بحثونو نه اغیزمنه شي نو بیا
په جومات کې د لمانځه ادا کول بهتره دي، ځکه چې د علم او دینی مسايلو زده
کړه پر هغوی باندې فرض ده.
په حقیقت کې کوم حالت چې زه یې نن وینم په هغې کې ښځه له دینی لارښونو،
علمی او فقهی درسونو، د الله جل جلاله د حقوقو له پیژندګلوۍ، او همدارنګه د
خپل خاوند او بچیانو د حقوقو د پیژندلو نه لرې ساتل شوې، نه یې پخپله دا
هڅه کړې چې څه زده كړي او نه يې هم خاوند.
که د روژې په میاشت کې ښځې وکولای شي چې د دینی او اخلاقي درسونو او وعظونو
نه ګټه واخلي نو ښه کار دی چې جومات ته ولاړې شي. پرته له نوموړو څیزونو
نه د ښځې لمونځ کول په کور کې بهتره دي. خو بیا هم که چیرې د ښځې له جومات
سره زیاته مینه وي، نو باید چې میړه یې منع نکړي. حضرت محمد صلى الله عليه
وسلم فرمایي: د الله جل جلاله کنیزانې له جوماتونو څخه مه منع کوئ.
دا بايد په ياد ولرو چې د ښځې تګ جومات ته ځینې شرطونه له ځان سره لري. دا
شرطونه په جامو اغوستلو، په لاره تګ، د حجاب او اسلامی احکامو او ادابو په
مراعات کولو کې دي. ښځه باید په ناز او کرشمه او سینګار سره جومات ته لاړه
نشي چې ګواکي خپل ځان خلکو ته وښيي، بلکه د ښځې تګ جومات ته باید یوازې
الله جل جلاله ته د نږدې کیدو په موخه وي. ځان ښوونه او تکبر باید په هغې
کې ونه لیدل شي.
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.