Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, August 18, 2011

آیا پرکرایه ورکړل شوی موټر زکات شته ؟

آیا پرکرایه ورکړل شوی موټر زکات شته ؟

پوښتنه :
خپل د زړه له کومی سلامونه تاسی ته وړاندی کوم. زما څو پوښتنی دی هیله ده چه ځواب یی راکړی. اول به راشو د زکات موضوع ته
آیا سعیدانو ته زکات ورکول صحیح دی او که نه ؟
زه یو موټر لرم چه په ۱۴۰۰۰ ډالر می اخیستی دی او یوه شرکت ته می د میاشتی په ۱۲۰۰ ډالره په کرایه ورکړی. او س چه یی کال پوره شوی ایا زه به صرف د ګټی زکات ورکوم او که د موټر د بیی چه ۱۴۰۰۰ ډالر کیږی هم زکات ورکړم. موټر په دولس میاشتو کی ۱۲۵۰۰ ډالر چه مصرف ورڅخه وباسی ګټلی دی.
عنایت الله کوچی
ځواب :
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه أما بعد:
که مطلب مو سیدان یعنی بنی هاشم درسول الله صلی الله علیه وسلم له کورنۍ نه وی  نو هغوی که غریبان وی مرسته ورسره کولای شی ولی زکات ورکول ورته جواز نه لری . ولې اکثره خلک چې په افغانستان کې دسیدان په نوم مشهور دي اکثره دهغوی سیدان نه دی .
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی : [ نحن أهل بيت لا تحل لنا الصدقة] مونږ اهل البیت ته صدقه (زکات) اخیستل حلال نه دی .
ددویمی پوښتنې په ځواب کې باید ووایو چې هغه موټر چې په کرایه ورکړل شوی وی په خپله په موټر زکات نه شته ولی دهغه موټر نه چې کومه ګټه لاسته رازي که هغه نصاب ته ورسیږي یا له نورو پیسو سره چې تاسې سره دی نصاب پوره کړي یعنی د 85 ګرامه سروزرو یا د 595 ګرامه سپینو زرو دقیمت برابر پیسې ټولې شي او پر هغو یو کال واوړي نو پر هغو ربع عشر  زکات فرض دی (په 100 ډالره دوه نیم ډالره).
ترڅو چې یو کال پرې نه وي اوښتی پر هغو پیسو زکات نشته .


ماخذ : اصلاح انلاين 

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User