د معدي زخم یا ګیس، د زړه سوزیدل
لاملونه: په روژه كې په خیټه کې د تیزابو یا اسیدو د زیاتې اندازې له
امله پورته ناروغۍ منځته راځي. دا یو داسې حالت وي چې سړى د سینې د پښتیو
لاندې او حتی تر مرۍ پورې د سوزیدو احساس کوي. د ترخو خوړو، قهوې او ګیسي
مشروباتو څښل دا حالت نور هم ناوړه کوي. د دې درملنه شونې ده او داسې
ناروغان دې له خپل ډاکټر سره د روژې د مخه مشوره وکړي.
• د پښتورګو تیږه
لاملونه: د پښتورګو تیږه کیدی شي د كمو مايعاتو د اخيستلو په پايله كې
منځ ته راشي. نو، اړینه ده چې مساعد كسان زیات مایعات واخلي تر څو د دې
ناروغۍ مخنیوي وشي.
• د مفاصلو يا بندونو درد
لاملونه: په روژه کې ښایي د ډیرو لمونځونو له امله په زنګنونو یا نورو
بندونو كې درد زیات شي. او یا د زیات عمر لرونکو کسانو په بندونو كې کیدی
شي د بندونو دردونه، شخوالي، پړسوب او ناارامي زیاته شي.
درملنه: وزن کم کړﺉ نو په زنګنونو به دومره زیات زور نه وي چې په درد شي. د روژې د مخه تمرین او ورزش وکړﺉ تر څو روژی ته تیار واوسى.
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.