دروژی مکروهات :
۱- بدخويی کول ،غيبت کول ،جګړه کول ،فضولی خبری او داسی نور حرام اعمال او خبری .
۲- دلوږی تندی په وجه وارخطايی او ناآرامی ظاهرول .
۳- څه شی په خوله کی نيول يا جويل که خواراکی شی وی او که نه .
۴- دخوراکی څيز څکل خو دښځی او خادم لپاره چه
خاوند يا مالک يی بدخويه وی د خاوند يا مالک دتندخويی ددفعی په وجه چه
بدرد ونه وايی باک نلری چه د خوراکی شی مالګه وګوری .
۵- په خوله ياپوزه اوبو تيرولو کی دومره مبالغه چه اوبه تر حلق يا ستونی پوری لاړی شی .
۶- جنوب وی خو تر صبا صادق نه يی ورسته کوی .
۷- کريم ،سکاره وغيره سره غاښونه صفا کول .
۸- په خوله کی ډيری لاړی جمع کول او بيايی تيرول .
۹- که دشهوت ويره وی له خپلی بی بی نه مچی يا بوسه اخيسل يا ورتر غاړه کيدل روژه مکروه کوی خو که د شهوت ويره نه وی باک نلری .
۱۰ – مور لره په خوله کی د څه شی جويل او بيا بچی ته ورکول .
پورته ټولو صورتونو کی روژه مکروه کيږی فاسيديږی نه ولی ثواب يی کميږی .
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.