هغه صورتونه چې دهغه پر کولو د روژې قضا واجبه ده
۱-
يو څوک د روژې پېشلمی(چرګ بانګى) وکړي او دا يې خيال وي چې تر اوسه وخت
شته خوراک څښاک وکړي خو وروسته ورته معلومه شوه چې سبا ختلی ددغه روژې قضا
روژه واجبه ده .
۲-
چا دلمرلوېدونه مخكې داسې فکروکړچی لمر لويدلی دی روژه يې ماته کړه
خووروسته پوه شو چې ماښام لا ندی شوی نوقضايي روژه ورباندې واجبه ده .
۳- چا په روژه دار باندې په زور خوراک وکړ .
۴- درمضان نه علاوه بل څه نفل يا واجب روژه قصداً ماتول .
۵- که په روژه کې د چا خولې ته د اوښکو يا خولو څاڅكي ورغلل او مالګينتوب يې په ټوله خوله کې محسوس کړاوده هغه څاڅكي خيټې ته تېر کړل .
۶- که چا له سره دروژې نيت ونكړ، خوله خوړلو اونورو څيزونو يې ځان بند وساته ، يا يې له زوال نه وروسته نيت وكړ .
۷- په روژه کې چا په قصد سره په ډکه خوله کانګې وكړې يا دخولې په غړغړه کې يې بې احتياطي وکړه اوبه له حلقه تېرې شي قضا پرې واجب ده .
۸- که چا داسې شی چې غذا نه وي لکه داوسپنې ټوکړه ګاڼې كاغذيا نور وخوړل چې نه د غذا او نه دوا په ډول وي قضا پرې واجب ده .
۹- په غوږ کې تېل اچول يا کومه ښځه په روژه کې په خپل تناسلي غړی کې دوا يا تيل واچوي په دې صورت کې قضا پرې واجب ده .
۱۰ – که چا په هېره څه وخوړل نو بيا يې فکر وکړ چې روژه خو ماته شوه نو څه يې نور هم وخوړل نو قضا يي پرې لازمه ده.
۱۱- په غاښونو کې د داسې خوراكي څيز بندېدل چې د نخود دانې برابر يا له هغې نه لوی وي تر حلق تېر شي .
۱۲- د جماع اووحشي عمل لواطت نه پرته بل کوم داسې وحشي شيطاني جنسي فعل يې وکړ چې انزال ورسره وشو .
۱۳- غاښونه وينې شي او وينې پر لاړو زياتې وي له ستوني څخه تېرې شي .
په پورته ټولو صورتونو كې روژه ماتيږي قضايي روژه به بيا نيسي .
هغه صورتونه چې قضا اوکفاره دواړه پرې واجب دي :
۱- قصداً څه خوړل ،څښل ،د ناروغۍ لپاره دوا خوړل ،له ښځې سره خپل نفسي خواهش پوره کول
يا که دخولې له لارې نه وي پربله هره طريقه سره بدن ته غذا يا دوا داخلول وغيره .
دروژې کفاره :
ديوې روژې په بدل كې دوې مياشتې مسلسل روژه نيول فرض دي که په منځ كې يوه روژه هم قضاء شي له سره به روژه نيسي .
که دايې په وس پوره نه ؤ نو شپېتو مسکينانو ته به دوه وخته په مړه ګېډه ډوډۍ ورکوي.
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.