Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, July 28, 2011

په روژه كي د ښځې او خاوند اړيكې

په روژه كي د ښځې او خاوند اړيكې

(مشورې)



ژباړه : عبدالرحمن فرقاني


چې واده مو وكړ نو روژه راغله
پوښتنه
له روژي څخه يوه اونۍ وړاندې مو واده وكړ, د روژې په دريمه، سحار مهال مې خاوند د نيږدي كيدو ټينگار وكړ چې ما يې مخنيوى ونشوي كړى، چې پدې توګه مو د دې ورځې روژه له لاسه وركړه،اوس نه پوهيږم څرنگه يې راوگرځوم. آيا الله جل جلاله به د دې ورځي قضايى قبوله كړي حال دا چې زه ډير كلك او ژور خپگان احساسوم ؟
ځواب
د ازهر پوهنتون د اسلامي ښوونو د پوهنځۍ د فقهې د څانګې استاذه دكتوره سعاد صالح وايي: د شهوت په نتيجه كې ښكلول د روژې د ورځې په اوږدو كې نا روا دي، كه چيرې دې روژې د ورځي په اوږدو كې ناروا كار وشو، نو په كفاره كې يې په ښځه او ميړه دواړو باندې شپيتو مسكينانو ته ډوډۍ وركول لازم دي، او يا دوه مياشتي پرلپسې روژه نيول. خو كه چيرې ميړه ښځه مجبوره كړې وي نو يواځې په ميړه باندې كفاره گرځي او د هغې ورځې قضايي په دواړو باندې اوړي. دلته نيت مهم دى چې فيصله وكړي چې چا څوك مجبور كړي دي.
د روژې غوښتنه دا ده چې د روژې په ورځ كې ته لمر لويدو پورې د ښځي او خاوند تر منځ نږديوالى (جماع) ناروا دى چې د لمر په لويدلو سره ميړه او ښځي ته بيرته دا اړيكه روا كيږي ( أحل لكم ليلة الصيام الرفث إلى نسائكم هن لباس لكم وأنتم لباس لهن ) .
په روژه كې د شپي مهال كه چيرې د ښځې او خاوند تر منځ نږديوالى صورت مومي او له غسل كولو وړاندي سهار را وخييژي نو روژه نه ماتيږي، د حضرت عايشې رضى الله عنها د حديث له مخې چې فرمايي: كان النبي صلى الله عليه وسلم يجامع أهله في رمضان، و يصبح جنبا و هو صائم).
ميړه مې را ته شا كړې
پوښتنه
لس كاله كيږي چې واده مې كړى دى، خاوند مې له كوره د وتلو پر مهال په ښكلولو او په غيږ كې نيولو باندي عادت كړې وم، خو په دې ورستيو څو ورځو كې چې روژه رارسيدلې لدې څخه يې محرومه كړې يم، او د روژې په شپو كې مې ځان ته نږدې نه پريږدي چې زما د ژور خپگان لامل گرځي.
ځواب
د ازهر پوهنتون د رواني طب استاذ دكتورمحمود حمود څخه مو د رواني طب نظر د هغو خاوندانو په هكله وغوښت چې د روژې په شپو كې په ځان فشار راولي او له هغو حلالو څخه ځان محروموي چه الله جل جلاله روا كړي دي، نو داسي ځواب يى راكړ:
د خاوند او ميرمنې نږديوالى يوه توده اړيكه ده، چې انسان ته په عامه توگه ډيره په زړه پورې او منل شوې اړيكه ده بلكه دا له ټولو اړيكو څخه پورته اړيكه ده، په كار ده چې په روژه كې او پرته له روژې څخه هيڅكله غوڅه نشي. په دغه اړيكه كې د بدن د يوځاى كيدو له امله د عاطفي احساساتو يو ځاي كيدل حاصليږي او دواړه بدنونه د يوه جسد په څير شي، او عاطفي احساسات بايد ښكاره شي او ورڅخه تعبير وشي.
خو ځينې كسان داسې دي چې په زړونو كې يې د نه منلو يو پټ احساس وي او دا احساس د څرگندو او ناڅرگنده لاملونو له امله موجود وي چه ورڅخه تعبير نشي كولى او روژه د ليروالي لپاره پلمه گرځوي. او ځينې كسان د يوه وسواسي شخصيت خاوندان وي چې په هغو كړو وړو ډير ټينګار كوي چې له دين څخه بيخي پردي دي او خپل ځان پري پدي باور كړوي چې ايمان يې پوخ دى، حال دا چه دا كړه وړه له اسلامي شريعت سره هيڅ تړاو نلري. رسول الله صلى عليه وسلم به بي بي عايشه رضي الله تعالى عنها د روژې په ورځ كې ښكلوله چې دا د شفقت او مهربانۍ ښكلول وو. ځكه چې اسلام د بښنې او شفقت دين دى تر هغه چې دا احساسات په سم چوكاټ كې وي هيڅ پروا نلري. كه چيرې خاوند خپله ښځه د كوره د وتلو په مهال په ښكلولو عادت كړې وي نو د روژې په ورځ كې دا كار ناروا ندى.
ميرمن مې اړتياوې نه شي پوره كولاى
پوښتنه
ميرمن مې درى اولادونه لري، هغه ديره مشغوله او ډيره ستړې وي، پدې توګه زما ضرورتونه نشي پوره كولاى چې دا زما د ناراضۍ سبب گرځي.                                                                                  
ځواب
كله چې خاوند له خپلې ميرمنې څخه شكايت كوي دا يې هير وي چه هغه له خپلو ماشومانو سره څومره مشغوله ده. له بله پلوه هغه دا هم هيروي چې د شپې مهال له خپلې ميرمنې سره سم چلند نكوي او هغه مقدمې چه د جنسي اړيكې لپاره ضروردي لكه ښكلول او د مينې او محبت خبرې، نه پر ځاي كوي.
ځينې خاوندان د دين په نامه په ښځه باندې ظلم كوي او د رسول الله صلى عليه وسلم له حديث څخه ناوړه گټه پورته كوي چه گواكي كه خاوند يې په قهر كړ تر سهاره د الله جل جلاله لعنت ورباندې نازليږي ( أيما امرأة باتت وزوجها غاضب عنها باتت تلعنها الملائكة حتى تصبح ) پرته لدې چې د خپلې ميرمنې روحي او صحي حالت په پام كې ونيسي .
خاوند مې راته پاملرنه نه كوي
پوښتنه
خاوند مې د روژې په مياشت كې له لمانځه او تراويح نه وروسته د خپلو ملگرو سره بيرون وځي او د شپې ناوخته راځي چه هغه مهال زه ويده وم او دا كار ما له خاوند څخه د روژې په مياشت كې محروموي.
ځواب:
كيداى شي چې د ښځې حيا د دې لامل گرځي تر څو له خپل خاوند څخه د داسې غوښتني څخه وشرميژي خو اسلامي شريعت ښځې ته پوره حق وركړى تر څو خاوند يې دا حق په ځاى كړي خو ښځه بايد د خاوند حالت په پام كې ونيسي. كيداى شي چې د لريوالي سبب يې د كار او مصروفيت د زياتوالي له امله وي، او كه چيرې د كوم بيځايه مشغولتيا له امله وي نو بيا بايد په خپل شرم غالبه شي او خپله غوښتنه وكاندي.
په نفلي روژه كې د خاوند اجازه
پوښتنه
د نفلي روژې په هكله د خاوند څخه د ښځې اجازه غوښتل د اسلام له نظره څنګه دي؟
ځواب
دا د ښځې او خاوند د جنسي اړيكو د آدابو څخه ده خو دا د ښځې او نارينه تر منځ د حاكميت مساله نده او دا نارينه ته د ښخې د عبادت په هكله واك وركول هم ندي، بلكي له هغو محرماتو څخه چه اسلام ناروا گټلي دي د نارينه لپاره يو راز ساتنه ده، تر څو نارينه د ښځې د روژي په بانه محرماتو ته پام ونه كړي او دا نفلي روژه بايد د دواړو په رضا او د متبادلو احساساتو په رڼا كي صورت ومومي  .

*عبدالرحمن فرقاني، فارغ التحصيل رشته زبان و ادبيات عربي از پوهنتون ملك سعود عربستان مي باشد
 
سرچينه اصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User