Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, July 26, 2011

په احتلام پېښېدلو سره روژه نه ماتيږي

په احتلام پېښېدلو سره روژه نه ماتيږي

څوک چې ويده شي احتلام ورته پېښ شي، يا تر پېشلمي مخکې جنابت ورته پېښ شوی وي او د غسل کولو ضرورت ولري ، نو په دغو درېيو صورتونو کې يې روژې ته هېڅ نقصان نه رسېږي. په ابوداود، ترمذي او بخاري کې راغلي:

قَالَ رَسُوْلُ اللهِ ص لاَيفطر مَنْ قَاء وَلاَمَنْ اِحْتَلَمَ وَلاَمَنْ اِحْتَجَمَ.
ژباړه: رسول الله ص وفرمايل: د هغه چا روژه نه ماتېږي چې قی ووهي، يا احتلام ورته پېښ شي او يا وينه وکاږي. همدا راز د بخاري د (کتاب الصوم) په (باب الصائم يصبح جنبًا) کې روايت دی:

ژباړه: عبدالرحمن له مروان څخه خبر شو چې حضرت عايشې او حضرت ام سلمه دواړو ويل چې (ځينې وخت به) په داسې حال کې سهار شو چې رسول الله ص به له خپل اهل سره جُنب راپورته شو، بيا به ده مبارک غسل وکړ، په داسې حال کې چې روژه به يې وه. (بخاري شريف جلد اول صفحه ٢٥٨)

همدا راز که روژاتي له ښځې څخه مچه واخلي، خو انزال نه شي، نو روژه يې نه ده ماته، د صحيح بخاري د (کتاب الصوم) په (باب القُبلة للصَّآئم) کې دا روايت راغلی:

ژباړه: حضرت عائشه رضی الله عنها فرمايي چې رسول الله ص به په داسې حال کې له خپلو ځينو بي بي ګانو څخه مچه واخيستله چې روژه به يې وه، دې مبارکې تر دغې خبرې کولو وروسته وخندل. (بخاري شريف جلد اول صفحه ٢٥٨)
ليکن که يې له ښځې څخه مچه واخيستله او انزال شو او يا له ښځې سره پرېوت ځان يې ورپورې وموږی او انزال شو، نو په دغو صورتونو کې روژه ماتېږي، بيا به يې قضاء راوړي، البته کفاره نه ورباندې لازمېږي، په هدايه کې راغلي:

ژباړه: که چېرې يو کس په مچه اخيستلو يا ښځې ته په لاس وروړلو سره انزال شو، نو يوازې د دغې ورځې روژې قضاء ورباندې لازمېږي، کفاره نشته. (الهداية کتاب الصوم صفحه ١٩٩)

ليکن که يې د مخ يا شا په طرف کې جماع ورسره وکړه، نو له قضاء سره کفاره هم ورباندې لازمېږي او په هغه صورت کې چې پر ځان يې باور وي چې نه انزالېږم، له ښځې څخه په مچه اخيستلو يا په غېږ کې نيولو يې روژې ته هېڅ ډول زيان نه رسېږي، په هدايه کې راغلي:

ژباړه: يعنې که يې په مچه اخيستلو سره پر خپل نفس د نه جماع کولو او نه انزالېدو اطمينان و،  نو مچه اخيستل هېڅ پروا نه لري. (الهداية کتاب الصوم صفحه ١٩٩)

سرچينه  سورغر

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User