د صدقې فطر احكام
صدقه
فطر په دې نوم ځکه نومول شوې چې دا د روژې د میاشتې د بشپړیدو سره متصل په
مسلمان واجبیزي او دا په حقیقت کې د روژې په دوران کې د مسلمان د شويو
تقصیراتو او کمیو جبیره ده. د دې حیثیت داسې دی لکه په لمانځه کې چې د سجدې
سهوې حیثیت دی.
شکرالله مخلص
شکرالله مخلص
نوم ايښودنه
صدقه فطر په دې نوم ځکه نومول شوې چې دا د روژې د میاشتې د بشپړیدو سره متصل په مسلمان واجبیزي او دا په حقیقت کې د روژې په دوران کې د مسلمان د شويو تقصیراتو او کمیو جبیره ده. د دې حیثیت داسې دی لکه په لمانځه کې چې د سجدې سهوې حیثیت دی.
صدقه فطردهجرت په دوهم کال درمضان المبارک په میاشت کی په مسلمانانو واجب وگرحول شوه.
الله تعالی فرمایی: “قد افلح من تزکی”
په تحقیق سره کامیاب شو هغه کس چې خپل نفس یې پاک کړ.
حضرت عمر بن عبدالعزیز رحمه الله به چې خلکو ته د صدقه فطر د اداء کولو حکم کولو نو پورتنی ایت به یې تلاوت کولو.
امام بخاری او امام مسلم د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه نقل کوي چې رسول الله صدقه فطر واجب گرزولې ده. لنډه دا چې صدقه فطر په قران، سنت او په اجماع د امت واجب ده.
د صدقه فطراندازه :
صدقه فطر یوه پیمانه خورما یا اوربشی یا کشمش او یا هم نیمه پیمانه غنم دي چی څه کم دوه کیلوگرامه وزن کیزي اوقیمت یې د کابل د موجوده نرخ په حساب 45 افغانۍ اټکل شوی دی. د صدقه فطرحکمت:
صدقه فطر د نفس د پاکوالي او د بخل او کنجوسۍ د له مینځه وړلو په خاطر په مسلمان واجب گرزول شوې ده او همدارنگه د هغه تقصیراتو جبیره پرې کیزي چې د روژې په دوران کې د مسلمان نه شوې وي.
صدقه فطر د ټولنې د ضعیفې او کمزورې طبقې لکه فقیرانو، مسکینانو، یتیمانو، کونډو او محتاجو خلکو سره د همدردۍ ښه وسیله ده تر څو هغوی هم د اختر په خوشحالۍ کې د نورو مسلمانانو سره برخه واخلي.
صدقه فطر د الله تعالی د هغه عظیم نعمت شکرگزاري ده چې په ده یې په روژه کې لورولې او هغه دا چې روژې یې نیولې قیام اللیل یې کړی او قران یې تلاوت کړی، فقیرانو روژتیانو ته یې روژه ماتي برابر کړي او نور صالح اعمال یې تر سره کړي.
خلاصه دا چې صدقه فطر د مسلمانانو ترمینځ د مینې محبت او ورورگلوۍ عام کولو ښه وسیله ده.
صدقه فطر په چا واجب ده؟
صدقه فطر په هر بالغ مسلمان که نارینه وي که ښځينه چې دومره مال ولري چې د ده او دعیال د ضروریاتو نه اضافه وي واجب ده.
صدقه فطر به د چا لخوا ورکوي؟
مسلمان باید خپله او د خپلو کوچنیو بچیانو صدقه ادا کړی، بالغ اولادونه او میرمن به خپله صدقه پخپله اداء کوي او هغه مور او پلار چې خپل مال نه لري صدقه فطر ادا کول یې په زامنو دي که غنیان وي
صدقه فطر چاته ورکول کیږي؟
صدقه فطر فقیرانو، مسکینانو او محتاجو قرضدارو ته ورکول کیږي.
د صدقه فطر د وجوب وخت:
صدقه فطر د اختر د لمانځه نه وړاندې باید ادا شي او د اختر د ورځې نه باید وروسته نه شي. د رمضان د شروع نه یی هم اداء کول درست دي. په ځانگړې توگه په هغه صورت کې چې یو داسې موسسی ته یې ورکوي چې هغوی یې محتاجو خلکو ته ورسوي.
کوم جنس به په صدقه فطر کې ورکوي؟
په احادیثو کی خو خرما، اوربشې، کشمش او غنم راغلي دي، خو د امام ابوحنیفه رحمه الله په نزد د دې شیانو قیمت هم ورکولی شي تر څو محتاج خلک پرې د خپل ضرورت شیان راونیسي.
د غنمو له حسابه سږ کال صدقه فطر 45 افغانۍ یا 65 کلدارې کیزي.
سرچينه اصلاح انلاين
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.