د تراويح لمونځ
دروزي دمباركي مياشتي مباركي درته وايم
گرانه الله دي ژوندي اوخوشحاله لره
اوالله دي تول عبادتونه اروزه اوتراويح دالله په دركي قبولي اومنظوري كه
اوداراته ووايه چي كه يوكس زانته تراويح كوي اونيت يي ده دوه ركاتوكري وي
اوده دوه ركاعتونه پس كه اتحيات ته كيناسته تري هيره
سواودريم ركاعت ته
پورته سواويادراغي چي اتاحيات خوپاته سونوسلورركاته يي پوره كره نوبيابه دي
سجله سهوه كوي كنه
دستادي جواب په انتظاروسلام
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په درمختار او شامی کې په بيان د التراويح کې راغلي دي چې که
امام د ناستې پر ځای دريم رکعت ته لاړ شي او بيا څلورم رکعت وکړي په دي
صورت کې دوه رکعته تراويح کيږي .
فلو فعلها بتسليمة ، فان قهده لکل شفعة صحت بکراهة و الا نابت عن شفع واحد به يفتی (ردالمختار مبحث تراويح ج ۱ ص ۶۶۰ )
ځکه تراويح په دوو رکعتونو ادا کيږي : التراويح سنت مؤکد لمواظبة الخلفاء راشدين وهی عشرون رکعة بعشر تسليمات .
د تراويح د لمانځه فضيلت
د ابی هريره نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :
من قام رمضان ايماناً و احتساباً عفر له ما تقدم من ذنبه (بخاری )
ژباړه : څوک چې د رمضان په مياشت کې دشپی قيام وکړی (د تراويح لمونځ ) د
ايمان په تقاضا او دثواب لپاره نو دهغه آينده ګناهونه بخښل کيږي .
عن أبا سلمة ابن عَبْدُ الرحمن
- أن رَسُول اللَّهِ صَلَى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسلَّمْ ذكر شهر رمضان
فقال ((شهر كتب اللَّه عليكم صيامه، وسننت لكم قيامه. فمن صامه وقامه
إيماناً واحتساباً خرج من ذنوبه كيوم ولدته أمه)). (سنن ابن ماجه )
ژباړه : له أبا سلمة ابن عَبْدُ الرحمن روايت دي :
چې رَسُول اللَّهِ صَلَى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسلَّمْ د رمضان د مياشتی
يادونه وکړه چې دا هغه مياشت ده چې الله تعالی د هغی روژی پر تاسې فرض کړی
دي نو څوک چې د رمضان روژی ونيسی او دشپې (د تراويح لمونځ ) هم وکړي د
ايمان په تقاضا او د ثواب لپاره نو له ګناهونو به داسې وځی لکه په کومه
ورځ چې مور زيږولی وي .
د تراويح معنی :
د رمضان په مبارکه مياشت کې د فرضو او سنتو نه ورسته او د واجبو نه مخې
چې کوم لمونځ ادا کيږي هغه ته په شريعت کې تراويح وايې ، د تراويح لغت
معنی آرام او راحت دي څرنګه چې له هرو څلورو رکعتو لږ شان آرام کيږي ددی
وجې دې لمانځه ته تراويح وايې .
د تراويح د لمانځه حکم :
د تراويح لمونځ په نر او ښځه سنت مؤکد دی ښځې به يې په کور کې ادا کوي
او سړي په جماعت کې په کوم کلی يا محل کې چې هيڅ څوک هم په جَمعی سره
ادا نه کړي نو په ټول کلی به ملامتيا وي .
پدی لمانځه ځکه ډير تاقيد شوي دی چې د اسلام ستر پيغمبر صلی الله عليه
وسلم خو چې د خپل امت د نجات لپاره څومره هلی ځلی کړی دی له هيچا هم پټې
نه دي په روژه کې د نفلو لمونځ د فرضو برابر ثواب لري .
نبی صلی الله عليه وسلم خپله هم د تراويح لمونځ کړی دی او اصابو کرامو رضلی الله عنهم ته يې هم د تراويح د ادا کولو حکم کړي دی .
کله چې محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم د تراويح لمونځ کولو د لمونځ
کونکو تعداد به بې حده ذيات ؤ کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د
لمونځ کونکو شوق او زوق وليدو ويې فرمايل زه يريږم چې دا لمونځ پر تاسې
فرض نشي .
ورسته صحابه کرامو د تراويح لمونځ په مختلفو رکعتونو کې په جماعت او يواځی ټوګه کولو تر هغه چې حضرت عمر فاروق رض
د خلافت په دور کې ۲۰ رکعته په جماعت سره وټاکلی د ټولو اصحابو کرامو
په اتفاق همدارنګه د امت د اکثرو فقهاؤ پدی ۲۰ رکعته اتفاق دی .
په تراويح کې د قرآنکريم يو ځل ختم سنت دی
خو قرآن داسې لوستل پکار دی چې صحی ادا شي ، همدارنګه دومره لوستل يې
پکار دی چې د لوستو حق ادا شي او هم پر خلکو بار نشي خلک یې په پوره
اخلاص او شوق واروي
ځکه چې د فرضو لمونځونو په جماعت کې د مختصروالی حکم شوی دی دا خو سنت دي
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.