Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, June 2, 2011

ويکي ليکس: فيس بوک د امريکا تر ټولو خطرناکه جاسوسي شبکه ده

ويکي ليکس: فيس بوک د امريکا تر ټولو خطرناکه جاسوسي شبکه ده


د ويکي ليکس افشاء کوونکي وېب پاڼې بنسټګر جوليان اسانج په خپله يوه تازه مرکه کې ويلي دي، چې فيس بوک داوسنۍ زمانې تر ټولو غټه او بد ترينه جاسوسي شبکه ده.
نوموړي د Russia today ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي دي، چې فيس بوک په ځانګړي ډول تر ټولو ويرونکي جاسوسي شبکه ده، چې تر اوسه يې فعاليت کړی دی او له همدې لامله يې په جاسوسۍ کې سیال نشته.
هغه وايي چې دا سايټ د نړۍ د خلکو، د هغوی د اړيکو، نومونو، ادرسونو، د اوسېدو ځايونو، له خلکو سره راشه درشه، قومونو، د خوښې شيان او له امريکا سره د نظر د يو والي او مخالفت په  اړه د هر کس پوره معلومات لري، او دا په ډېره اسانه ډول د امريکا د جاسوسي شبکو په اختيار کې پراته دي.
جوليان ټينګار وکړ، چې په امريکا کې ډېر زيات کمپيوټري او معلوماتي شرکتونه دي، چې د امريکا حکومت سره مرسته کوي، تر څو ورته د خلکو د ژوند په اړه جاسوسي وکړي.
د جوليان په فکر چې ګوګل، ياهو او  فيس بوک چې د امريکا تر ټولو ستر کمپيوټري او معلوماتي شرکتونه دي، د امريکا داستخباراتي سازمانونو سره ډېرې نزدې اړيکي لري.

هغه وايي چې مهمه دا نه ده، چې دوی دې امريکايي ا ستخباراتو ته حاضر شي او معلومات دې ورکړي، بلکې دې شبکو امريکايي استخباراتي سازمانونو ته داسې واک ورکړی دی، چې په ډېرې اسانۍ سره کولی شي هرې برخې ته لاس رسی ولري.
اسانج وايي چې خبره دا نه ده، چې فیس بوک عملاْ دامريکايي ا ستخبارتو په واسطه کنترولېږي او کنه، اصل خبره دا ده، چې امريکايي جاسوسان کولی شي په ډېرې  اسانۍ سره د فيس بوک پر چلوونکو سياسي او حقوقي فشارونه و اچوي تر څو معلومات ورکړي، نو ځکه هغوی هم هر وخت دې ته اماده نه دي، چې د خلکو فايلونه ورته پيدا او په واک ورکړي، له همدې لامله يې هغوی ته هم اختيار ورکړی دی، چې د خلکو معلومات وکتلی شي.
نو له همدې لامله امريکايي جاسوسان هر وخت د يو کس په اړه چې دوی غواړي تعقيب يې کړي نو پوهيږي چې دا کس څوک له ځان سره اضافه کوي، له چا سره ملګرتيا کوي او يا کوم شيان خپروي.
 

منبع:اصلاح انلاين


بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User