Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, May 21, 2011

پلار او زوی (له درس ډکه کيسه)

پلار او زوی (له درس ډکه کيسه)

ژباړه: عبدالرزاق حبيبي

سرچينه: آن اسلام.نټ

يو سپين ږيری سړی له خپل 25 کلن زوی سره په ريل ګاډي کې ناست و
له لږ انتظار وروسته رېل ګاډي حرکت وکړ…
ټول مسافر په خپلو چوکيو کې ډېر غلي ناست  او په ريل ګاډي کې خاموشي خپره وه…
ريل ګاډي چې څنګه حرکت پيل کړ نو 25 کلن ځوان هرې خواته په ډېر عجيب او نا اشنا ډول کتل…
دا ځوان هم د کړکۍ تر څنګ ناست و..
يو لاس يې له کړکۍ بهر ووېست تر څو په خپل لاس تازه هوا احساس کړي..
يو دم يې خپل سپين ږيري پلار ته ور غږ کړه “بابا هلته ګوره! ټولنې ونې شاته منډې وهي”..
سپين ږيری سړی د زوی په خبره موسکی شو او په زړه کې ډېر خوشحاله شو…
د ۲۵ کلن ځوان سره تر څنګ يو بل خاوند او مېرمن هم ناست و او د زوی  او پلار خبرو ته يې غوږ نيولی و…
د زوی او پلار تر منځ همداسې خبرې روانې وې او دې دواړو هم ورته په ډېر تعجب سره کتل… د ځوان حرکتونه ورته څه بل ډول ښکارېدل… ځکه ۲۵ کلن ځوان د يو ماشوم په ډول خبرې کولې…
لږ وروسته ځوان بيا پلار ته ور غږ کړ”بابا هلته ګوره! هغه ډنډ، حيوانات، او ورېځې هم له رېل ګاډي سره يو ډول روان دي”
خاوند او مېرمنې بيا هم دې  ځوان ته له شرمه په ډک نظر وکتل …
په دې وخت کې باران پيل شو! او يو څو څاڅکي د ځوان په لاس هم  راتوی شول…
ځوان له خوشحاليو په جامو کې نه ځاييده، سترګې يې پټې کړې.. او پلار ته يې ور غږ کړ” بابا! دا خو باران دی کنه! دا وګوره څاڅکي پر ما هم ولګېدل”
د دوی تر څنګ د ناست مېرمنې او خاوند زړه نور راتنګ شو  او له سپين ږيري سړي څخه يې پوښتنه وکړه:
“بابا! دا زوی دې ولې ډاکټر ته نه بوځې؟ چې درملنه يې وکړي!”
سپين ږيري سړي ورته وويل:
هو بچيه! ته هم ښه وايي همدا نن مونږ هم له ډاکټر څخه را وګرځېدو، زما د زوی د سترګو نظر له پنځه ويشت کلونو وروسته په لومړي ځل کار وکړ او زوی مې بينا شو، نو ځکه ورته هر څه دا ډول عجيب ښکاري…







 سرچينه:اصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User